تروريزم

افراطي ډلې د ساحل لویې لارې «د مرګ سرکونو» باندې اړولي دي

د عمران راپور

په عکس کې چې د چنګاښ به ۱۸مه په انټرنټ خپور شوی، د جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (جناو) جنګیالي د بورکینا فاسو په درګو سیمه کې لیدل کیږي. [د TRACTerrorism اېکسپاڼه]

په عکس کې چې د چنګاښ به ۱۸مه په انټرنټ خپور شوی، د جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (جناو) جنګیالي د بورکینا فاسو په درګو سیمه کې لیدل کیږي. [د TRACTerrorism اېکسپاڼه]

القاعدې او د هغې ملګرو د ساحل لویې لارې د وژنو په میدانونو باندې بدلې کړې دي، چې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (او اي سي ډي) د وروستي راپور له مخې، په شمالي او لویدیځه افریقا کې ۷۰٪ د تاوتریخوالی پیښې او ۶۵٪ مړینې یواځې د سرکونو په یو کیلومترۍ کې پیښیږي.

د دې دهلیزونو ستراتیژیک هدف ګرځونه د ساحل په منځنیو برخو، د چاد جهيل حوزې، او لویدیځ کامرون کې مهمې لارې د تاوتریخوالي په مرکزونو باندې بدلې کړي، چې په ترڅ کې یې کمینونه، تښتونې، د سرک غاړې بمي چاودنې او د لویو لارو ویجاړول معمول شوي دي.

د او اي سي ډي په راپور کې راغلي چې په وروستیو کلونو کې، د ترانسپورت شبکې چې یو وخت د سیمه ایزو اړیکو او اقتصادي ودې محرکینې ګڼل کېدلې، اوس د ترهګرو ډلو له خوا د بریدونو ترسره کولو، د خوځښت کنټرولولو او ناامنۍ خپرولو لپاره کارول کیږي.

په هرات کې مېشت د پوځي چارو شنونکي محمد نسیم حیدري وویل، «د لویدیځې افریقا په ډېرو هیوادونو کې لویې لارې او د ترانسپورت بېخبناوې د القاعدې لپاره لومړني هدفونه دي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د دې ډلې هدف د سوداګرۍ او اقتصادي ودې په لاره کې خنډ جوړول دي، په داسې حال کې چې د مسافرینو ترمنځ وېره رامینځته کوي. د لویو سرکونو په بې ثباته کولو سره، القاعده هڅه کوي محلي حکومتي ادارې کمزورې او ښارونه منزوي کړي

حیدري زیاته کړه، دې ډلې په مؤثره توګه د ساحل ترانسپورتي لارې فلج کړي، او د خپل ځواک د ښودلو لپاره یې هغه «د مرګ سرکونو» باندې اړولي دي.

هغه وویل، دا حیاتي لارې له بې رحمانه بریدونو سره مخامخ شوي، چې حکومتونو او محلي خلکو دواړو ته یې سختې ستونزې رامنځته کړي دي.

د ګټې په اساس ترهګري

د لویو لارو په بې ثباته کولو سره د القاعدې هدف له وژلو څخه اخوا اوړي. په نیمروز کې مېشت د پوځي چارو شنونکي حمزه بلوچ وویل، هغه له تښتونو او لوټمارۍ څخه هم ګټه پورته کوي،او ویې ویل چې، «اقتصادي لاسته راوړنه د ساحل د سرکونو په اوږدو کې د القاعدې د ناامنۍ کمپاینونو تر شا یوه غټه انګېزه ده.»

بلوچ سلام ټایمز ته وویل، د دې جرمونو په هکله د رسنیز پوښښ د کموالي له امله، اکثر وختونه راپور نه ورکول کیږي.

هغه زیاته کړه، القاعده ډېری وختونه له پوځي شاتګونو یا ځایي مقاومت څخه وروسته د ملکي خلکو پر وړاندې غچ اخلي، د نظامي او ملکي هدفونو ترمنځ هېڅ توپیر په پام کې نه نیسي.

هغه وویل، په افریقا او بهر کې د بریدونو ډېری قربانیان بې ګناه ملکي وګړي دي او هغه وخت وژل شوي چې القاعدې غوښتل خپل ځواک څرګند کړي.

ملکي وګړو ته زیان

تر ټولو ډېرو وژونکو بریدونو کې، د انصار الاسلام وسله والو د ۱۴۰۰ لمریز د زمري په ۲۷مه د بورکینا فاسو په شمال ختیځ کې د دورې او اربندا ترمنځ د ملکي خلکو په کاروان باندې برید وکړ، چې شاوخوا ۱۳۵ کسان یې ووژل.

د همدې کال په لیندۍ میاشت کې د جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (جناو) جنګیالیو د بورکینا فاسو په نورډ سیمه کې د سوداګرو په یوه کاروان باندې یو لوی برید ترسره کړ چې ۴۱ ملکي وګړي یې ووژل.

امنیتي ځواکونه د پوځي عملیاتو له لارې د دې فعالیتونو پر وړاندې مبارزه کوي. په دې لړ کې، د نایجیریا یوې ګزمې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د چاد جهيل په سیمه کې د ابوجا شمال ته د عامه لویې لارې په اوږدو کې د بوکو حرام ۳۰ جنګیالي ووژل.

د ۱۴۰۱ د مرغومي په میاشت کې، د بورکیناب ځواکونو ۶۶ ښځې او ماشومان چې اربیندا ته نږدې د ځنګلي مېوو راټولولو پر وخت افراطیانو تښتولي وو، وژغورل، چې دا د ترهګرۍ ضد روانو هڅو کې یو بل د پام وړ بریالیتوب په نښه کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500