کابل -- شنونکو وویل، القاعده او د هغې ملګري په جنوبي اسیا، منځني ختیځ او د افریقا په ځینو برخو کې له بشري مرستو څخه وسلې جوړې کړي، د غټ فرېب له لارې له ناچارو خلکو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.
دا ډلې هڅه کوي چې د وړیا روغتیایي پاملرنې او د خوړو وېش په څېر ضروري خدمتونو په چمتو کولو سره په هغو سیمو کې د خلکو باور ترلاسه کړي چې حکومتولي په کې کمزورې وي.
بیا هغوی دا ټولنیزه پانګه د استخدام په برخه کې د خپلو هڅو لپاره کاروي، او ټولنې د انحصار او وېرې په زهرجن دوران کې اچوي.
په پاریس کې مېشت د نړۍ والو چارو کارپوه محمود سلیمي وویل، «القاعده په کلیو کې ګرځنده کلینیکونه جوړوي، وړیا مذهبي او د سواد زده کړې ښوونځي پرانیزي، او اړمنو کورنیو ته نغدي پیسې، خواړه او حتی د واده یا کور مرستې برابروي،»
هغه وویل، «دا تکتیکي چلند القاعدې ته اجازه ورکوي چې د افراطیانو یو نوی نسل له هغو سیمو څخه استخدام کړي چې فقر، بې عدالتۍ او د حکومتولۍ نشتوالي ځپلي وي.»
هغه سلام ټایمز ته وویل، مثلا، القاعدې سره تړلو ډلو د افغانستان په لیرې پرتو ولایتونو، شمالي مالي او د سومالیا په ځینو برخو کې چې قانون په کې حاکمیت نه لري، وده کړې ده.
هغه وویل، د پاکستان په وزیرستان سیمه کې، القاعدې سره تړلیو شبکو د مذهب او اساسي سواد زده کړې لپاره د شپې ښوونځي پرانیستي دي، په داسې حال کې چې د افغانستان په ختیځ کې، ځینې ډلې د قران کریم د تدریس او د ښوونکو معاشونه ورکوي.
د انحصار جال
په انقره کې مېشت د ترهګرۍ ضد کارپوه نیاز محمد منصوري سلام ټایمز ته وویل، «کله چې دولت لیرې پرتو سیمو ته په رسېدلو کې پاتې راشي، دا ډلې مداخله کوي،»
هغه وویل، «د یوې کورنۍ لپاره چې په مطلق غربت کې ژوند کوي، یو کوچنی کلینیک یا ځایي ملا امام د حکومتي شعارونو په پرتله خورا ډېر ارزښتناک دی.»
هغه وویل، بشري بڼه نرم یرغمل نیول «تر پوښښ لاندې راولي» او زیاته یې کړه چې القاعده ځوانان د جنګیالیو یا ځانمرګو بریدګرو په توګه استخداموي، په کلیو کې پټیږي، او د بریدونو له غچ اخیستلو څخه د ځان ساتلو لپاره ملکي وګړي د انساني ډال په توګه کاروي.
هغه روښانه کړه چې، «لومړني روغتیايي کلینیکونه د القاعدې او خلکو ترمنځ اړیکه ده. هغه ښځې چې د درملنې لپاره راځي وروسته اړ ایستل کیږي چې معلومات ورکړي. هغه ځوانان چې مالي مرستې ترلاسه کوي، اړ ایستل کیږي چې د جګړې په لومړیو لیکو کې شامل شي.»
په فرانسه کې مېشت سیاسي شنونکي نصرت الله سیدخیل وویل، «کله چې ماشومان د القاعدې له خوا تمویل شويو ښوونځیو کې زده کړه کوي، ښوونکي ورو ورو هغوی په تاوتریخوالي فکر کولو ته اړ باسي. د درسونو په منځ کې، د نورو په وړاندې کرکه ځای پر ځای کیږي.»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «ډېر ځوانان چې نن ورځ د القاعدې لپاره جنګیږي یو وخت د یوې مړۍ ډوډۍ یا یوه کوچني پور د ترلاسه کولو لپاره په دغو شبکو باندې تکیه کوله،»
سیدخېل وویل، «یوځل چې تاسو له دوی څخه اوړه یا نغدي پیسې ومنئ، بیا ورته نه ویل سختېږي. که تاسو مقاومت وکړئ، مرسته پرې کیږي - او تاسو غدار بلل کیږئ،»
په کابل کې مېشت سیاسي شنونکی ګل محمد حیدري سلام ټایمز ته وویل، تر هغه چې حکومتونه او نړۍ والې موسسې اساسي اړتیاوې پوره نه کړي، افراطي ډلې به د «خیرات» تر بیرغ لاندې فعالیت ته دوام ورکړي.
هغه وويل، «په هغو سيمو کې چې فساد ډېر دی، دا ډلې ځانونه د دولت د بديل په توګه ښيي. جګړه ځپلې سيمې ښيي چې القاعده څنګه په ولسونو کې د ځان د ځای پر ځای کولو لپاره خدمت او تاوتریخوالی سره ګډوي.»
![زده کونکي د ۱۴۰۲ د غوایي په ۲۰مه د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د یوې مدرسې له کړکۍ څخه بهر ګوري. [عمر ابرار/ ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2025/07/15/51171-afghani-kids-madrasa-585_329.jpg)