کابل -- د سلام ټایمز د یوې وروستۍ سروې ځواب ویونکیو تایید کړه چې القاعده په سیستماتیک ډول د خپلو عملیاتو د پراختیا لپاره له بې وزلۍ ځپلو ټولنو او بې تعلیمه خلکو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.
د سروې نږدې ۴۷٪ برخه والو وویل چې اقتصادي ستونزې او کم تعلیم د دغې افراطي ډلې د استخدام اصلي لاملونه دي.
د غوایي په میاشت کې ترسره شوې آنلاین نظرپوښتنه کې چې ۳،۳۷۳ کسانو په کې برخه اخیستې وه، ۱۵۸۰ کسانو وویل چې هغوی باور لري چې القاعده په ځانګړي ډول هغه هېوادونه انتخابوي چې پراخه بې وزلي په کې حاکمه وي او زده کړو ته لاسرسی په کې محدود وي ترڅو د پښې ځای په کې ټینګ کړي.
۹٪ (۳۰۲) ځواب ویونکیو وویل، چې د حکومت کمزوری کنټرول د القاعدې د عملیاتو د آزادۍ د وړتیا سبب وباله، په داسې حال کې چې ۵.۳٪ (۱۷۸) ویلي چې ځایي خوابدی او نارضایتي له دغې افراطي ډلې سره د خلکو د ملاتړ په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.
شاوخوا ۴.۷٪ (۱۵۷) ځواب ویونکیو وویل چې دا ډله په ساده ډول له بې وزلو هېوادونو څخه پرته بل انتخاب نه لري، په داسې حال کې چې ۱۸.۸٪ (۶۳۳) کسانو وویل چې دا ټول عوامل په زیان منونکو سیمو کې د القاعدې له ستراتیژیک حضور سره مرسته کوي.
سروې وښودله، چې پاتې ۱۵.۵٪ (۵۲۳) ځواب ویونکي مطمین نه ول.
محاسبه شوې ستراتیژي
په کابل کې مېشت د پوځي چارو شنونکي حسین جعفري د سروې د پایلو په هکله د خبرو پر وخت سلام ټایمز ته وویل، القاعده په قصدي ډول تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د ناپوهۍ او محرومیت شرایط ساتي.
هغه وویل، دا ډله د ډېرو کمو پیسو په بدل کې نهیلي ځوانان استخداموي.
هغه وویل، «القاعده په هغو سیمو کې فعالیت کوي چې خلک په کې له خورا ډېر غربت او د زده کړو نشتوالي سره مخامخ دي. د دغو سیمو انتخاب قصدي دی، او دا وضعیت ترهګرې شبکې ته ګټه رسوي.»
جعفري وویل، دا ډله له مذهبي احساساتو څخه ګټه پورته کوي، بې وزلو کورنیو ته د دروغو ژمنې ورکوي، او د ځوانانو د هڅولو لپاره قومي تاوتریخوالي کاروي، په داسې حال کې چې ولسونه په قصدي ډول له زده کړو او پرمختګ څخه محروموي.
په غور کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي محمد صدیق رادمنش وویل، القاعدې د ښوونځیو، روغتونونو، پلونو او سړکونو د سیستماتیکې ویجاړتیا له لارې، د وېرې او بې ثباتۍ فضا رامنځته کړې چې دا حالت فقر ته دوام ورکوي.
هغه سلام ټایمز ته وویل، دا ډله د سختو سزاګانو او «د اسلامي قانون د یوې تحریف شوې نسخې» له لارې خپل کنټرول پلی کوي، او په دې توګه په ظالمانه ډول هر سیاسي یا مذهبي مخالفت ځپي.
په ایران کې پټېدل
په عین حال کې، شنونکي وایي چې د القاعدې ادعا شوی مشر سیف العدل په ایران کې یو آرام ژوند لري، په داسې حال کې چې جنګیالي یې له سختو شرایطو سره مخامخ دي.
په هرات کې مېشت سیاسي چارپوه عبدالقادر کامل سلام ټایمز ته وویل، «سیف العدل د خپل ژوند د ژغورلو لپاره د ایراني رژیم تر ساتنې لاندې پټ شوی دی،»
هغه وويل، دې وضعیت دا ډله ټوټه ټوټه کړې ده، او ځینې ډلې اوس د العدل د اوامرو له منلو څخه سرغړاوی کوي ځکه چې هغه د ډلې اساسي اړتیاوو ته پام نه کوي.
په هرات کې مېشت د سیاسي چارو یوه بل شنونکي زمري طاهري وویل، د شیعه ګانو تر واکمنۍ لاندې ایران کې د مشر حضور په ځانګړي ډول د القاعدې ایډیالوژي کمزورې کوي.
طاهري سلام ټایمز ته وویل، «د دغې ډلې جنګیالیو د دې ایډیالوژیکي عقیدې پر اساس له کلونو راهیسې د شیعه ټولنو په مقابل کې جګړه کړې ده. د القاعدې شبکې دننه ډېری خلک په ایران کې د مشر شتون د خپلو اصلي ارزښتونو سره خیانت ګڼي.»
هغه زیاته کړه، «په نتیجه کې، د القاعدې د پلویانو په منځ کې د العدل دریځ کمزوری شوی، او هغوی نور د هغه امرونه نه تعقیبوي.»