تروريزم

په ایران کې د القاعدې د مشر پټنځای دوه مخيتوب په ګوته کوي

د عمر راپور

متحده ایالات د القاعدې د مشر سیف العدل په اړه د مالوماتو ورکوونکي ته لس میلیونه ډالره انعام ورکوي. [د عدالت لپاره انعامونه]

متحده ایالات د القاعدې د مشر سیف العدل په اړه د مالوماتو ورکوونکي ته لس میلیونه ډالره انعام ورکوي. [د عدالت لپاره انعامونه]

کابل -- د القاعدې اصلي مشر سیف العدل په ایران کې چې اکثریت اوسېدونکي یې شیعه ګان دي، او د دغې ترهګرې ډلې سلفي اورپکې ایډیالوژي شیعه ګان مرتد بولي، له یوې اډې څخه فعالیت کوي.

د وېلسن مرکز په وینا، العدل چې په مصر کې زېږېدلی، له ۱۳۶۸ لمریز کال راهیسې د القاعدې په لیکو کې را پورته شوی، او د چاودیدونکو توکو د روزونکي له درجې څخه د اسامه بن لادن د امنیتي توضیحاتو قوماندان او بیا د یادې ډلې د نظامي عملیاتو مشرۍ ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور له مخې، د ۱۴۰۱ لمریز په چنګاښ کې د ایمن الظواهري له وژل کېدلو څخه وروسته، العدل د ۱۴۰۱ لمریز کال له سلواغې راهیسې د القاعدې مشري کوي.

دغه سازمان تر اوسه پورې په رسمي توګه هغه د خپل مشر په نامه نه دی نومولی، چې ځینې شنونکي یې دلیل د هغه جنجالي ایراني پټنځای بولي.‌

د جورج ټاون پوهنتون له خوا د افراطیت په هکله پروګرام یادونه کړې چې، په ایران کې د هغه شتون د القاعدې لپاره «سختې دیني او عملیاتي پوښتنې» راپورته کړي دي.

د وېلسن مرکز راپور ورکړ چې، «القاعدې په رسمي ډول خپل نوی مشر نه دی اعلان کړی، چې کېدی شي دا کار یې د ایران له خوا فشار، امنیتي اندېښنو یا په راتلونکي کې افغانستان ته د لاسرسي له خطر سره مخامخ کېدا د مخنیوي لپاره کړی وي،»

هغه زیاته کړه، ایران د افغانستان یا پاکستان په پرتله په القاعده باندې ډیر کنټرول لري.

د ایران رژیم سره د العدل اړیکې د ۱۳۷۰مې لمریزې لسیزې لومړیو ته ور ګرځي. د سپتمبر ۱۱مې د کمېسیون په وینا، په هغه وخت کې تهران او حزب الله هغه ته د چاودیدونکو توکو روزنه ورکړه چې دغه کار په ۱۹۹۸ کې القاعدې ته دا وړتیا ورکړه چې په کینیا او تنزانیا کې د متحده ایالاتو په سفارتونو کې بمي بریدونه ترسره کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، هغه له بریدونو څخه وروسته ایران ته کډه وکړه.

شنونکي خلیل احمد افضلي وویل، «په ایران کې د القاعدې د مشر دوامدار حضور ښیي چې د دې شبکې مشران... د خپلې بقا لپاره د ایران رژیم پناه ته اړتیا لري،»

د افغانستان انټرنېشنل تلوېزیون په وینا، العدل په منظمه توګه د ایران او د افغانستان ختیځو ولایتونو کونړ او نورستان ترمنځ سفرونه کوي تر څو له سیمه ایزو ترهګرو ډلو سره همغږي وکړي.

شنونکی فرهاد فصیحی وویل، «افغانستان ته د ایران د نږدیوالي له امله د القاعدې مشر کوی شي ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ په اسانۍ سره تګ راتګ وکړی، چې دا شبکه یې پیاوړې کړی.»

فصيحي زیاته کړه، «العدل د ایران د ملاتړ له امله د خوندیتوب احساس کوي،»

ایډیالوژیک جوړجاړي

د العدل مشري سخت ایډیالوژیک تضادونه په ګوته کوي.

د منځني ختیځ د رسنیو څېړنیز انسټیټیوټ په وینا، هغه په یوه خبرپاڼه کې چې د چنګاښ په میاشت کې خپره شوه، اعلان وکړ چې «له بندي کولو څخه وژل اړین دي.»

دا دریځ د پېړیو اوږده اسلامي فقهې احکامو سره، چې له بندیانو او ملکي خلکو سره د انساني چلند غوښتنه کوي، په ټکر کې ده.

اساسي خبره دا ده چې،‌ د داسې یوه سازمان مشر چې له بغداد څخه تر کابل پورې د شیعه ګانو ضد تاوتریخوالي کې نوم لري، اوس د ایران شیعه رژیم له خوا خوندیتوب باندې متکي دی، چې دا د بقا لپاره د هڅو په لړ کې د القاعدې د عقیدوي سوچه توب ادعاوې تضعیفوي.

افضلي دې ټکي ته په اشارې سره چې دواړو لوریو څنګه ایډیالوژي د خپلو ګټو لپاره قرباني کړې، وویل، «د ایران رژیم د خپلو ګټو لپاره د یوې تروریستي شبکې مشر ته چې د زرګونو بې ګناه خلکو په وژنه کې ښکېل دی، پناه ورکړې ده،»

هغه زیاته کړه، «القاعده او د ایران رژیم په بشپړه توګه مختلف، حتی متضاد نظریات لري، لاکن العدل د ژوندي پاتې کېدلو لپاره دا ذلت پر ځان منلی او د ایران رژیم ټولو غوښتنو سره یې توافق کړی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ وویل چې د ایران او طالبانو ترمنځ د اوبو د حقابې مسله لا هم حل شوې نه ده. په کابل کې د ایران د سفیر د خبرو د تصحیحې په ترڅ کې، اسماعیل بقايي وویل چې رسنیو د هغه خبرې ناسمې تفسیر کړې. له دې مخکې، د افغانستان لپاره د ایران سفیر عليرضا بیگدلي ویلي و چې د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو د حقابې مسله په وروستیو خبرو کې حل شوې ده. هغه همدارنګه ویلي و چې طالبانو د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کابل ته د وروستي سفر پر مهال "د اوبو د ستونزو په حل کې د همکارۍ" اعلان کړې و. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دغه څرګندونې ناسمې دي او د سفیر د څرګندونو هدف دا وه "موږ به د اوبو په حقابه باندې کوم جوړ جاړی ونه کړو." ایا تاسو پوهیږئ کله به د ایران او پاکستان سره د اوبو ستونزه حل شي؟ کله چې د افغانستان حکومت دا ومني چې نه غواړي د هغو سیندونو پر سر بندونه جوړ کړي چې ایران او پاکستان ته بهیږي. اوس چې اوسني حکومت د امریکا د توافق له مخې په افغانستان کې ښه امنیت تأمین کړی، د حکومت چارواکي باید له هند او متحده ایالاتو سره خپلې اړیکې پراخې کړي. که څه هم ټرمپ په تدریجي ډول بهرنۍ مرستې کموي، زه باور لرم چې هم د امریکا خلک او هم اداره غواړي چې له افغانانو سره د پخوا په شان مرستې جاري وساتي. موږ اړتیا لرو چې د متحده ایالاتو د مالي ملاتړ په مرسته د هغو سیندونو پر سر زیربنایي پروژې جوړې کړو چې ایران ته بهیږي، او همداراز د هند په مالي مرسته د سیندونو، په ځانګړي ډول د جلال‌ آباد ته نږدې د کابل سیند، پر سر کار وکړو او د برېښنا او اوبو بندونه جوړ کړو، ترڅو زموږ هېواد د نورو له اړتیاوو خلاص شي. مننه.

ځواب ورکړئ

سلام

ځواب ورکړئ

دا ډېر ښه دی، مننه

ځواب ورکړئ

ډېر ښه

ځواب ورکړئ

دا څرګنده ده چې القاعده یوه ترهګره ډله ده او ایران هم د ترهګرو ملاتړ کوي. دا کارونه یې په افغانستان، سوریه او شام کې کړي دي، خو ایا متحده ایالات او بریتانیا کولای شي هغه څه توجیه کړي چې تاسو په لاندې لینک کې وینئ؟ زه پخپله نه په سیاست کې علاقه لرم او نه په ختیځ او لویدیځ کې، خو زه یو انسان یم او زما زړه د مظلومو خلکو لپاره درد کوي. وخت تېرېږي، بدلونونه راځي، او د نړۍ د هېوادونو د ځواک په توازن کې بدلونونه یو طبیعي امر دی، خو تاریخ به هېڅکله دغه ظلمونه هېر نه کړي. د امریکا او بریتانیا راتلونکي نسلونه به د دې ډول ویډیوګانو او انځورونو په لیدو شرمنده وي، ځکه دغه دواړہ هېوادونه د فلسطینیانو د عام‌ وژنې ملاتړ کوی. https://x.com/i/status/1873241418975904209

ځواب ورکړئ