کابل -- شنونکي وايي، د بهرنیو عوایدو په کمېدلو سره، القاعدې په افغانستان کې په غیرقانوني توګه د کانونو په استخراج، د نشه یيزو توکو قاچاق او په زوره د «مذهبي مالیاتو» راټولولو له لارې د تمویل هڅې ګړندۍ کړي دي.
د نیمروز ولایت اوسېدونکي او د سیاسي چارو کارپوه عبدالصبور نېکمل سلام ټایمز ته وویل، دغه شبکه چې له بهر څخه د مالي مرستو له کمېدلو سره مخامخ ده، «اوس په افغانستان کې په کورنیو مالي سرچینو باندې تکیه کوي،»
یادې شبکې هڅې ګړندۍ کړې ترڅو په تقلبي لارو له بې وزلو افغانانو څخه پیسې ترلاسه کړي.
په هغو ولایتونو کې چې القاعده فعالیت کوي، دغه ډله له بزګرانو او نورو خلکو څخه عشر او زکات ترلاسه کوي.
نیکمل وویل، «له عشر او زکات څخه راټولې شوې پیسې مستقیما د شبکې جیب ته ځي،»
هغه وویل، د کانونو د لوټلو ترڅنګ، دا ډول زور زیاتی په داسې یوه هیواد کې «د پام وړ بې انصافي» څرګندوي چې وار له مخه پراخې بې وزلۍ ځپلی دی.
دیني عالمان دغه ډول کړنې د اسلامي شریعت خلاف کارونه بولي.
په هرات کې مېشت دیني عالم مولوي صلاح الدین اعجاز سلام ټایمز ته وویل، «د عشر او زکات راټولول یواځې د خلکو په خوښه او د یوه مشروع اسلامي حکومت له خوا جواز لري،»
هغه وويل، «د زور له لارې عشر راټولول د غلا او غصب په څېر دي، چې په اسلام کې منع دي،»
اعجاز وپوښتل، «عشر او زکات په یوه اسلامي ټولنه کې د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره راټولیږي. القاعده په بدل کې افغانانو ته څه خدمتونه وړاندې کوي؟»
هغه وویل، «دا څرګنده ده چې له بې وزلو خلکو څخه اخیستل شوې پیسې د وسلو اخیستلو لپاره کارول کیږي، چې بیا په نړۍ کې د مسلمانانو او نورو خلکو په وژلو کې کارول کیږي.»
تښتول او ناوړه استفاده کول
فارن پالیسي مجلې د کب په میاشت کې راپور ورکړ چې د القاعدې د غیرقانوني عملیاتو کچه د پام وړ ده، چې دې ډلې په تیرو دوو کلونو کې په بدخشان او تخار ولایتونو کې د سرو زرو له کانونو څخه شاوخوا ۱۹۴.۴ میلیونه ډالر عواید ترلاسه کړي دي.
القاعده په یو شمېر هیوادونو کې په تښتونو کې هم ښکېله ده چې کله ناکله په زور د پيسو اخیستلو لپاره یې ترسره کوي. په ۱۴۰۱ لمریز کال کې په یمن کې د بې سرحده ډاکترانو (اېم اېس اېف) د بهرنیو کارمندانو تښتونه د دې ښه ثبوت دی.
کرسچن ساینس مانیټر په ۱۳۸۵ لمریز کال کې راپور ورکړ، «هر هغه څوک چې له قرآن کریم او د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو سره اشنا وي، پوهیږي چې د ملکي وګړو تښتول او هغوی ته زیان رسول بالکل منع دي،»
هغه وویل، «هغه کسان چې ملکي وګړي تښتوي د اسلامي اخلاقو خلاف ورزي کوي،»
د مدني ټولنې فعال سید اشرف سادات، چې په سویډن کې ژوند کوي، وویل، د القاعدې لپاره، د ترهګرۍ پرمختګ په اسلامي ارزښتونو لومړیتوب لري.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «القاعده هیڅ اسلامي اصول نه مراعتوي،» او زیاته یې کړه چې «یوازې د اسلام نوم څخه په ناوړه استفادې سره په بېلابېلو لارو د پیسو راټولولو لپاره ګټه پورته کوي، په داسې حال کې چې افغانان له فقر، بیکارۍ او لوږې سره مخامخ دي.»
تاسو ما سره په افغانستان کې لیدنه کوئ
ځواب ورکړئ3 تبصره
مهرباني وکړئ
ځواب ورکړئ3 تبصره
ډېر ښه
ځواب ورکړئ3 تبصره