اقتصاد

د القاعدې له خوا د افغانستان له کانونو څخه ناوړه ګټه اخیستنې د افغانانو تر منځ غوسه زیاته کړې ده

د عمران راپور

په یوه عکس کې چې د کب په ۵مه اخیستل شوی، یو افغان کان کیندونکی د بدخشان ولایت په کوز یفتل ولسوالۍ کې د سرو زرو کان کیندنه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په یوه عکس کې چې د کب په ۵مه اخیستل شوی، یو افغان کان کیندونکی د بدخشان ولایت په کوز یفتل ولسوالۍ کې د سرو زرو کان کیندنه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- په داسې حال کې چې اکثریت افغانان له بې وزلۍ، بېکارۍ او لوږې څخه ځورېږي، د القاعدې له خوا د افغانستان د کانونو لوټل ملکي وګړي ډېر سخت په غوسه کوي.

فارن پالیسۍ د وري په میاشت کې راپور ورکړ چې القاعدې په تېرو دوو کلونو کې د بدخشان او تخار د سرو زرو له کانونو څخه شاوخوا ۱۹۵ملیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

مجلې وویل، له القاعدې سره تړلې څوارلس ډلې په دغو کانونو کې ښکېلې دي او ګټه ترې اخلي.

افغانان په غوسه دي

په هرات ښار کې ۴۲ کلن کارګر محمد علي خپلې اته کسيزې کورنۍ ته نفقه برابروي. هغه ټوله ورځ د سرک په غاړه د کار په انتظار تېروي.

علي د القاعدې له خوا له کانونو څخه د ناوړه استفادې له امله غوسه څرګنده کړه.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په داسې حال کې چې زما کورنۍ او میلیونونه نور افغانان د سبا ورځې لپاره خواړه نه لري، د القاعدې له خوا د افغانستان د کانونو غلا... یو جرم دی،»

هغه زیاته کړه، «زما ماشومان کله نا کله په لوږه ویده کېږي، خو کله چې اورم چې القاعده زموږ کانونه غلا کوي، ډېره سخته غوسه راځي،»

هغه وویل، «کانونه د افغانستان خلکو پورې تړاو لري... دا څرګنده ده چې القاعده پیسې... د تروریستي بریدونو او وژنو لپاره کاروي،»

د بادغیس ولایت اوسېدونکی ۳۵ کلن صفی الله چې د خوړو د نړیوال پروګرام په ګډون د نړۍ والو موسسو په میاشتنیو مرستو متکي دی، هم خفه دی.

صفي الله وویل، «د القاعدې یا نورو تروریستي ډلو له خوا له کانونو څخه هر ډول استفاده د افغانستان له بې وزلو خلکو سره ظلم دی،»

هغه وویل، د کانونو عواید کولی شي په افغانستان کې لوږه او فقر له منځه وېسي.

د القاعدې مالي سرچینې

د ځینو شنونکو په وینا، د افغانستان د کانونو، په ځانګړې توګه د سرو زرو، عوایدو القاعده بیا راژوندۍ کړې ده.

په کابل کې د سیاسي چارو شنونکي، جاوید اکرمي وویل، ترهګرې ډلې په ډېرو هیوادونو کې د خپلو ملګرو د ملاتړ لپاره پیسو ته اړتیا لري، چې یوه برخه یې د افغانستان له کانونو څخه برابرېږي.

هغه وویل، کانونه «اوږدمهاله او باثباته عاید تولیدوي». په عین حال کې، القاعده «هڅه کوي چې نورو کانونو ته لاسرسی ومومي، چې دا به یې عواید څو برابره ډېر کړي.»

هغه زیاته کړه، «دا ضروري ده چې د افغانستان کانونو ته د دغې ډلې لاس رسی بند کړای شي،»

اکرمي خبرداری ورکړ، څومره چې د القاعدې مالي سرچینې زیاتې وي، هغومره یې غړي استخدام او په نړۍ واله کچه تاوتریخوالی ترسره کولی شي.

د هرات ولایت اقتصاد پوه جاوېد عاطف وویل، د القاعدې له خوا د طبیعي زېرمو لوټل افغانستان بې وزله او بې ثباته کوي.

هغه وویل، «افغانستان، چې یو بې وزله هېواد دی، او په نړۍ والو مرستو ډېر تکیه لري، د کانونو عوایدو ته جدي اړتیا لري، خو کله چې هغه د القاعدې په څېر تروریستي شبکو له خوا غلا کیږي، افغانستان د اقتصادي ودې فرصتونه له لاسه ورکوي.»

په ایټالیا کې یوه افغان پوځي چارپوه محمد نعیم غیور وړاندوینه وکړه، چې د القاعدې په پیاوړتیا سره به افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ په مرکز باندې بدل شي.

هغه وویل، «القاعده د نورو ترهګرو ډلو لپاره د مرکزي هستې په توګه کار کوي،»

غیور چې افغانستان، پاکستان، منځني ختیځ او افریقا یې د یادې شبکې د ځایونو په توګه یاد کړل، زیاته کړه، هغه د کانونو عواید «په ټوله نړۍ کې ترهګرو ډلو ته ورکوي چې دا کار د افغانستان او نړۍ امنیت له خطر سره مخامخ کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

القاعده د افغانستان کانونو ته ضرورت نه لري هغوی خپلې عایداتي سرچینې لري او اللهﷻ د ورته په خپلو چارو کې بریاوې نصیب کړي.

ځواب ورکړئ

القاعده چيري او کانونه چیرته؟ دروغ هم یو حد لري او مزدوري هم یو حد، که ریښتیا افغانان یاست نو دومره مزدوري مه کوي چي د مور هیواد د له مینځه وړلو لپاره د پرو په ايجنډا کار کوئ

ځواب ورکړئ