کابل -- په افغانستان کې د القاعدې د ترهگرۍ دورې د ملکي تلفاتو، د بشري حقونو سرغړونو او مذهبي ځورونو ویرونکې شمېرې پرځای پریښې دي، او اوس کارپوهان خبرداری ورکوي چې دغه ډله په خپل ظرفیت بیا کار کوي څو لوی بریدونه ترسره کړي.
القاعده په ۱۳۶۷ لمریز کې د شوروي-افغان جګړې په دوران کې تاسیس شوه، جنګیالي یې را جذب کړل چې بیا همدا جنګیالي یې په مرکزي هسته باندې واوښتل. د دغې ډلې شتون د ګڼو هیوادونو افراطیان جلب کړل او افغانستان او پاکستان یې د نړۍ وال تروریزم په مرکزونو باندې واړول.
په نیمروز کې مېشت د پوځي چارو شنونکي حمزه بلوچ سلام ټایمز ته وویل، «که د القاعدې په څېر افراطي ډلې د شوروي د یرغل پر وخت افغانستان ته نه وای راننوتې، دا هېواد به هېڅکله هم د افراطیت او تاوتریخوالي په منګولو کې نه وای لوېدلی،»
د شنونکو په وینا، دې ډلې د جګړې له دودیزو میتودونو څخه چې په سیمه کې د پخوانیو ډلو له خوا کارول کېدل، په توپیر سره د ځانمرګو بریدونو په څېر تکتیکونه معرفي کړل.
د ساتنې د مسؤلیت نړۍ وال مرکز په وینا، د القاعدې افراطي ایډیالوژۍ په ټول افغانستان کې د بشري حقونو پراخې سرغړونې، په ځانګړې توګه د توکمیزو او مذهبي لږکیو په وړاندې سیستماتیک بریدونه چټک کړي دي.
هزاره ټولنه په ځانګړې توګه د ځانمرګو بریدونو او پر عبادت ځایونو د بریدونو له امله زیانمنه شوې ده.
د مرکز څېړنه دا هم په ګوته کوي چې د وسله والو افراطي ډلو بې ثباته کوونکي شتون د افغانستان په بشري ناورین کې د پام وړ مرسته کړې، چې دوه پر دریمه برخه وګړي اوس د ژوندي پاتې کېدلو لپاره په مرستو باندې تکیه کوي.
له دین څخه ناوړه استفاده
د ترهګرۍ کارپوه جیرولډ پوسټ په وینا، د القاعدې د روزنې لارښودونه د مذهبي انحصار یوه محاسبه شوې نمونه په ګوته کوي، چې له ځانګړې قرینې پرته په خپله خوښه قراني آیتونه او نبوي احادیث رانقلوي.
پوسټ وویل، القاعده هغه وخت پراخ توجیهات وړاندې کوي چې د هغې لارښوونې له مستندو اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې راشي.
هغه وویل، دا ډله «له اسلام څخه پرته مه مړ کېږه» اصول داسې تحریفوي چې په ترڅ کې یې د ځانمرګې ترهګرۍ د توجیه کولو لپاره خلک د عقیدې پر وړاندې پوره اخلاص ته تشویقوي.
په ایټالیا کې مېشت افغان امنیتي شنونکي محمد نعیم غیور سلام ټایمز ته وویل، «القاعدې له خپل جوړښت راهیسې د اسلام له نوم څخه د انسانیت پر ضد جرمونه ترسره کړي دي،»
هغه وویل، «د داعش په څېر د جلا شویو ډلو کړنې د دې ترهګرې شبکې اصلي څرنګوالی په ښکاره توګه منعکسوي،»
تلپاتې عواقب
غیور وویل، «القاعدې د افغانستان بهیر او پرمختګ له پښو وغورځاوه، او د جګړې او ورانۍ په لور یې حرکت ورکړ. دا ترهګره شبکه د څلورو لسیزو په ترڅ کې د شویو وژنو، معلولیتونو، ویجاړیو او اجباري مهاجرتونو مسؤلیت پرغاړه لري.»
دغه بهیر د سپتمبر د ۱۱مې په بریدونو سره بشپړ شو، او بلوچ وویل چې دغه بریدونه، «د افغانستان له خاورې څخه پلان شوي وو او یو بل ویجاړونکی جنګ یې پیل کړ.»
غیور خبرداری ورکړ، چې دا ګواښ یوازې د تېر وخت خبره نه ده چې پای ته رسېدلې. د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې راهیسې، القاعده بیا راڅرګنده شوې او د لویو بریدونو لپاره وړتیاوې لوړوي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو دا ارزونه د چنګاښ په یوه راپور کې تایید کړه، چې له نورو افراطي ډلو سره د ملګرتیا له لارې د عملیاتي ظرفیت د بیارغولو لپاره د القاعدې هڅې مستندوي.
راپور افغانستان ته د منځنۍ اسیا او عرب جنګیالیو د راتګ په اړه یادونه کړې، چې ډېری وختونه د ښکاریانو د ګروپونو په بڼه راځي.
![پاکستاني پوځيان او پولیس چارواکي، د ۱۳۹۱ د غوایي په ۱۳مه د متحده ایالاتو د ځانګړیو ځواکونو له خوا د ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د القاعدې د بنسټګر اسامه بن لادن له وژلو څخه وروسته په ایبټ آباد کې د هغه له پټنځای سره نږدې څارنه کوي. [عامر قریشي/ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2024/11/20/48229-Osama-bin-Laden-585_329.jpg)
د پاکستان پوځ: افغانستان باید د پاکستان پر ځای ترهګر غوره نه کړي د پاکستان پوځ یو ځل بیا ادعا کړې چې په دغه هېواد کې د ترهګریزو بریدونو ريښې په افغانستان کې دي، او دا چې پاکستان د ترهګریزو شبکو د له منځه وړلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي. د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري نن د جمعې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، پاکستان په پرله پسې ډول د افغانستان د سولې لپاره هڅې کړې دي، خو د دغو هڅو سربېره، د افغانستان له خاورې څخه د راټوکېدونکو ترهګریزو فعالیتونو دوام لا هم پاکستان ته ګواښ پېښوي. چوهدري وویل، "افغانستان زموږ ورور، ګاونډی او اسلامي هېواد دی او موږ د هغې د حاکمیت په بشپړه توګه درناوی کوو، خو غواړو چې هغه د پاکستان پر ځای ترهګر غوره نه کړي." د پوځ ستر مشر دا څرګنده کړه چې د یو پاکستاني د ژوند ساتنه د افغانستان پروړاندې لومړیتوب لري. "که د بې ګناه پاکستاني وګړو په وینو ککړ لاسونه له پولو هاخوا ملاتړ او پیاوړتیا ترلاسه کوي، نو دا وضعیت نور د منلو وړ نه دی." د پاکستان د پوځ ویاند په ګوته کړه چې د ستونزو او احتجاجونو سربېره، پاکستان تر اوسه له 800,000 څخه زیات ناقانونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي. دا څرګندونې درې ورځې وروسته له هغه کېږي چې د پاکستان پوځ د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په سیمه کې هوايي بریدونه ترسره کړل، چې په پایله کې یې لسګونه کسان ووژل شول. اسلامي امارت دغه بریدونه يو ښکاره تجاوز او د نړېوالو اصولو سرغړونه بللې ده. پاکستاني چارواکو تل ادعا کړې چې په دې هېواد کې بریدونه خپلې ريښې په افغانستان کې لري، خو اسلامي امارت دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې د پاکستان "د امنیتي ناکامیو" پړه دې پر افغانستان وانه چول شي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان
ځواب ورکړئ7 تبصره
نه، زه په داسې موقف کې نه یم چې دغه مقاله مې خوښه شي، ځکه چې افغانستان کې شل کاله وروسته داسې پراخ بدلونونه رامنځته شول چې ټولو هېوادونو تجربه کړي دي.
ځواب ورکړئ7 تبصره
ډېر ښه
ځواب ورکړئ7 تبصره
زه د دې پروګرام څخه خوښ یم.
ځواب ورکړئ7 تبصره
په افغانستان کې، کله چې د القاعدې ډلې راغلې، خلکو خپلې ټولې هيلې او ستر آرمانونه له لاسه ورکړل. د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره په لسیزو جګړو کې، خلکو هر څه چې درلودل له لاسه ورکړل. د دې هېواد ګڼ شمیر مهمو او ستر خلکو د القاعدې پر ضد جګړه کې خپل ژوندونه له لاسه ورکړل.
ځواب ورکړئ7 تبصره
زه ستاسو پر خبرو باور لرم، خو زه دلته ژوند کوم. هیله ده حکومت تل لپاره ځواکمن پاتې شي. موږ لیدلي چې امنیت په ټول افغانستان کې څومره ښه ساتل کیږي. زه فخر کوم چې افغان یم. دا زما هویت دی، او زما هویت به هېڅکله بدل نشي. زه به تل یو افغان پاتې شم. زه له خپل وطن سره مینه لرم ځکه چې دا د اتلانو او زړورو خلکو ځمکه ده. ځمکه د ګلونو څخه ډکه ده، ګلدان له مینې ډک دی. لوی افغانستان، د زمریانو ځمکه، زنده باد.
ځواب ورکړئ7 تبصره
نه، دا لیکنه زما خوښه نه شوه. لطفا افغانستان بیا په یوه او بل نوم مه ورانوئ. زمونږ خلک نور د جنګ او ورانکارۍ هېڅ حوصله نه لري. په افغانستان کې نه القاعده شته او نه ترهګر شته. دا هسې افواهات دي. له افغانستان سره مرسته وکړئ چې خلک یې بیا په پښو ودرېږي، نور زمونږ له وطن نه د جنګ تنور مه جوړوئ.
ځواب ورکړئ7 تبصره