شنونکو وویل، د جګړې په ډګر کې د زیانونو له لیدلو څخه وروسته، القاعدې ټولنیزو رسنیو ته د استخدام د لومړنۍ وسیلې په توګه مخه کړې، چې د تبلیغاتي کمپاینونو له لارې په ټوله نړۍ کې زیان منونکي او بې تعلیمه ځوانان په نښه کوي.
د کابل پوهنتون استاد جواد سروري سلام ټایمز ته وویل، دا ډله د ټولنیزو رسنیو په مشهورو پلیټ فارمونو کې ځوانان په نښه کوي او د هغوی له مذهبي احساساتو، فقر او د زده کړو نشتوالي څخه په ګټه اخیستنې سره هغوی افراطیت ته اړوي.
هغه وویل، په وروستیو کلونو کې، القاعدې «وړیا او د لاسرسي وړ پلیټ فارمونه» کاروي ترڅو «په ټوله نړۍ کې خپل ایډیالوژیک پیغامونه خپاره کړي. د دې پروپاګند اصلي هدف د ځوانانو غولول او د ډلې لیکو ته د هغوی جذبول دي.»
هغه وويل، «په خپل پروپاګند کې، القاعده په یو شمېر هېوادونو کې د مسلمانانو نهیلو او نازکو شرایطو باندې تمرکز کوي، د ځوانانو مذهبي احساسات په نښه کوي او له هغوی څخه ګټه پورته کوي،»
سروري وویل، «اکثر دغه ځوانان، چې له سختې بې وزلۍ او بې سوادۍ څخه رنځېږي، په اسانۍ سره منحرف کیږي، او القاعده هغوی د مالي امتیازاتو او د جنت د ژمنو له لارې د تاوتریخوالي چلند او افراطیت ته هڅوي،»
په کابل کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي تور محمد نورزي سلام ټایمز ته وویل، «په هغو هېوادونو کې چې القاعده په فزیکي بڼه موجوده وي، هلته پخپله بې وزله او بې تعلیمه ځوانان استخداموي،»
هغه وویل، «خو په هغو سیمو کې چې هغه مستقیما حضور نه لري، هلته هغه د ځوانانو د غولولو او استخدام لپاره ټولنیزې رسنۍ کاروي،»
د مجازي جګړې ډګر
د کابل پوهنتون استاد محمد کبیر ستانکزي وویل، اوس چې د القاعدې پر وړاندې مبارزه مجازي نړۍ ته غځېدلې ده، د حکومتونو، د ټکنالوجۍ شرکتونو او مدني ټولنې همغږو اقداماتو ته اړتیا ده.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «څنګه چې د دې ډلې پر ضد د جنګ په ډګر کې جګړه وشوه، دغسې باید په مجازي نړۍ کې هم یوه جدي او هدفمنده مبارزه وشي.»
هغه وويل، «په ټولنیزو رسنیو کې د القاعدې د فعالیتونو د مخنیوي لپاره، په کار ده چې د عامه او ډیجیټل رسنیو له لارې سوله ایز، د ترهګرۍ ضد او د افراطیت ضد پیغامونه خپاره شي،»
ستانکزي زیاته کړه، «منځلاري دیني عالمان د القاعدې د مذهبي ضد تبلیغاتو په ردولو کې مهم رول لوبوي،»
هغه وویل، «د هغوی پیغامونه، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې د القاعدې د تبلیغاتو خطر لوړ دی، کولی شي د ډلې د پیغامونو په شنډولو کې مهم رول ولوبوي.»
په هرات کې مېشت سیاسي شنونکي عبدالقدوس دلاور وویل، «القاعده باید د ټولنیزو رسنیو له لارې په نړۍ کې د افراطیت او ترهګرۍ د خپرولو وړتیا ونه لري،»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «د جګړې د ډګرونو په څېر، په مجازي نړۍ کې هم باید هڅې وشي چې د دې ترهګریز سازمان فعالیتونه ودرول شي،»
هغه وویل، «د جګړې په ډګر کې د القاعدې د ځپلو او د هغې د ډېری جنګیالیو د له منځه وړلو له امله، دې ډلې په محلي کچه د استخدام وړتیا له لاسه ورکړې ده،»
دلاور وویل، «سایبر سپیس یا مجازي نړۍ اوس د القاعدې لپاره د نويو غړو د جلبولو لپاره یو مناسب فرصت وړاندې کوي،» او یادونه یې وکړه چې په مجازي نړۍ کې د القاعدې ماتول او د هغې پروپاګند خنثی کول پراخې نړۍ والې همکارۍ ته اړتیا لري.