امنیت

ترهګرې ډلې د مجازي پروپاګند د ناکامۍ له امله اعتبار له لاسه ورکړی

د عمران راپور

د نیم تړل شوي لپټاپ کمپیوټر عکس، چې له کیبورډ څخه یې د روښانه رنګونو رڼا ځلیږي، د ۲۰۲۰م کال د مارچ په ۲۶ اخیستل شوی. [Sharad Bahat/Pexels]

د نیم تړل شوي لپټاپ کمپیوټر عکس، چې له کیبورډ څخه یې د روښانه رنګونو رڼا ځلیږي، د ۲۰۲۰م کال د مارچ په ۲۶ اخیستل شوی. [Sharad Bahat/Pexels]

د القاعدې مجازي تبلیغاتي هڅې په زیاتیدونکې توګه ناکامې شوې دي، چې له امله یې دې ډلې په ټولنو او د خپلو ملاتړو يه منځ کې خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.

د ډیرو هڅو سره سرهچې په ټولنیزو رسنیو کې خپل پیغام پراخ کړي، د دې ډلې کمپاینونه ناکام شوي دي ځکه چې خلک یې اوس په فریب باندې ښه پوهیږي.

شنونکي د دې ناکامۍ لامل د خلکو پراخه بې باوري او د جګړې په ډګر او مجازي نړۍ کې د دغې ډلې پرله پسې ماتې بولي.

په هرات کې د نړیوالو اړیکو شنونکي عبدالقادر احمدي وویل، القاعدې ډیر کلونه خلک د مجازي ایډیالوژیکو او ترهګریزو موادو له لارې ګمراه کړل، خو دا ډول پیغامونه نور خلک نشي قانع کولی.

هغه وویل، «د عامه پوهاوي او سواد د کچې په لوړېدلو سره "خلک د القاعدې چل او کاذب پروپاګند باندې پوهیږي او باور پرې نه کوي.»

هغه زیاته کړه، «القاعده د مجازی نړۍ له لارې د خپلو پیغامونو او اهدافو په خپرولو کې ناکامه او نا امیده شوې ده.»

احمدي وویل چې د مجازي حضور کمیدل، د دې ډلې مخ په کمیدونکي نفوذ انعکاس کوونکی دی.

هغه وويل: «د القاعدې مجازي تبلیغات نور په ټولنو اغیزه نه کوي، نو له امله یې په ټولنیزو رسنیو کې د دې ډلې فعالیت ډیر کم شوی دی. دا ناکامي د القاعدې د تبلیغاتي وسایلو کمزوري او زوال منعکس کوي.»

احمدي وویل چې د اعتماد دغه تضعیف د دې لامل کیږي ترڅو دغه ډله له دننه څخه سقوط وکړي.

شنونکي وايي، په ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې د پخواني مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو راهیسې د پام وړ چوپتیا رامنځته شوې ده چېد داخلي ایډیالوژیکو ویشونو شدت او د شبکې دننه د ژور بحران په څیر مهم پړاونه په ګوته کوي.

بې اعتباره باورونه

د القاعدې د نفوذ په کمیدو سره، د دې ډلې فاسد عقیدوي سیسټم نور هم رسوا کیږي او په پراخه کچه ردیږي.

دیني عالمان او سیاسي شنونکي واييد عامه پوهاوي زیاتوالی د مجازي پیغام رسولو له لارې د ټولنو د کنټرولولو لپاره د دې ډلې وړتیا له منځه وړې ده.

د بادغیس ولایت یوه دیني عالم فدا محمد محمدي وویل چې د القاعدې کړنو د دغې ډلې ایډیالوژي په بنسټیز ډول غیر اسلامي رسوا کړې ده.

هغه وويل «هغه ايډيالوژيک نظام چې القاعدې د ځان د ساتلو لپاره جوړ کړی دی له اسلام سره هيڅ تړاو نه لري او په بشپړه توګه باطل دی.»

هغه وويل، که څه هم چې پخوا ځینې خلک، په ځانګړې توګه هغه کسان چې تعلیم یې کم وو، د القاعدې په پیغامونو باندې غولیدلي وو، خو اوس په اسلامي ټولنو کې مخ په زیاتیدونکي پوهاوی د دې لامل شوی دی ترڅو د دې ډلې تګلاره په پراخه کچه رد کړای شي.

محمدي زیاته کړه چې ډیری خلک نور د القاعدې ایډیالوژیکو یا ترهګریزو پیغامونو ته پام نه کوي او دغو پیغامونو خپل اغیز په بشپړ ډول له لاسه ورکړی دی.

د سیاسي چارو شنونکي حسیب الله سنګر وویل، هغه ټولنې چې پخوا تر اغیزې لاندې راغلې وې، اوس را ویښ شوي او له دې ډلې څخه یې ځانونه لیرې کړي دي.

هغه وويل «ډېر کلونه، د القاعدې عقیدې د ځینو اسلامي ټولنو په بعضې برخو کې د سرطان په څیر ریښې غځولې وې.»

هغه زیاته کړه، دې ډلې د خپلې اجنډا د پرمخ بیولو لپاره له ناپوهۍ څخه ګټه پورته کوله.

سنګر وویل، «په وروستیو کلونو کې خلک د القاعدې په غیر اسلامي کړنو باندې په روښانه توګه پوه شوي او نور یې په پروپاګند باور نه کوي.»

سنګر وویل، «اسلامي ټولنې ورځ په ورځ راویښېږي، او د دوی او القاعدې ترمنځ واټن پراخېږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500