تروريزم

ټولنې څنګه کولی شي په آنلاین فضا کې له ترهګرو ډلوسره مبارزه وکړي

د محمد قاسم لیکنه

دلته له نږدې یو سمارټ فون لیدلی شئ چې د ټولنیزو رسنیو اپلیکېشنونه يې پر سکرين ښکاري، د ۲۰۲۵ کال د مارچ ۹. [ډومیټرو بي/پیکسلس]

دلته له نږدې یو سمارټ فون لیدلی شئ چې د ټولنیزو رسنیو اپلیکېشنونه يې پر سکرين ښکاري، د ۲۰۲۵ کال د مارچ ۹. [ډومیټرو بي/پیکسلس]

ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه القاعدې، ټولنیزې رسنۍ په یوه کم لګښته او تر لېرې غځېدلې جال بدله کړې ده چې خپله ایډیالوژي خپره کړي او پیروان استخدام کړي.

شنونکي وايي چې دا ډله اوس د کمې مذهبي پوهې لرونکي ځوانان یا هغه کسان چېغواړي په یوې ډلې پورې ځان وتړي د احساساتي کیسواو عصري ټکنالوژۍ په مرسته راجلبوي.

القاعده، چې یو وخت یې په ویډیوګانو، ویناوو او چاپي مجلو تکیه کوله، ځان له ډیجیټلي دورې سره برابر کړی او خپل تبلیغات یې د ټېلیګرام، اېکس او یوټیوب په څېر پلاتفورمونو ته اړولي دي.

د ملګرو ملتونو یوه وروستي راپور تایید کړه چې دا بدلون د رسنيز اغېز او د ځوانانو په منځ کې د خپل نامه د بیا راژوندي کولو لپاره د "عراق او شام اسلامي دولت" (داعش) سره د دې ډلۍ د سیالۍ یوه پراخه هڅه ده.

ډاکټر محمد حنیف زاهدي، په هسپانیه کې د امنیتي چارو کارپوه وویل، ټولنیزې رسنۍ "د افراطیت او پوهاوي ترمنځ د نرم ځواک د جګړې په ډګر" بدل شوی دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل: «القاعده هم عصري ټکنالوژي د خپلو تبلیغاتو د پراخولو لپاره کاروي او هم د ځوانانو ترمنځ د ډیجیټلي سواد له نشتواليڅخه ناوړه ګټه اخلي.»

القاعده د مذهبي بیانونو په تحریفولو او په سیمه ییزه کچه د برابرې شوې محتوا په تولیدولو سره، هغو زیانمنونکو ځوانانو ته رسېدلای شي چې د دین ژوره پوهه یا د هغې د پټو انګېرنو پوهه نه لري.

زاهدي وویل: «القاعده د خلکو او دین د مدافع په توګه د ځان ښوولو په موخه په محلي ژبو د پیغامونو په خپرولو له دې تشې ناوړه ګټه اخلي.» هغه زیاته کړه، «هغه ځوانان چې له راتلونکي یې هیله له لاسه ورکړې ده، په اسانۍ سره د عدالت، مساوات او مذهبي درناوي په اړه د دې ډلې په ژمنو دوکه کېږي.»

زاهدي خبرداری ورکړ چې د دې لاسوهنې رواني بیه ډېره درنه ده.

هغه وویل: «له دې خطرناک فرېب سره د مقابلې یوازینۍ لار د مدني ټولنو پیاوړتیا، د تعلیمي فرصتونو پراخول، او له منځلارو رسنیزو خپرونو سره مرسته کول دي.»

نصرت الله حکیمي، چې د کندز په سیمه ییز روغتون کې ارواپوه دی، وویل چې ډېری ځوان استخدام شوي کسان خپل ژوند، ازادي او راتلونکی په خطر کې اچوي.

هغه وویل، دوی د ورک هویت او ټولنيز بېلتون له امله ځورېږي او ډیری وختونه په خپګان یا انزوا کې پاتې کیږي.

هغه زیاته کړه: «که څه هم دوی ژوندي پاتې شي، له ګناه، خپګان، او ټولنیز انزوا سره مخ کېږي. د هغوی کورنۍ هم له احساساتي، اقتصادي او ټولنیزو زیانونو سره مخ کېږي.»

حکیمي زیاته کړه چې د پوهاوي لوړول، د کورنیو او ټولنیزو شبکو جوړول، او د زده کړې او اقتصادي فرصتونو رامنځته کول له دې ستونزو سره د مقابلې لپاره کلیدي ځای لري.

هغه خبرداری ورکړ چې بې وزلي او بې کاري،"د افراطي تبلیغاتو لپاره زمینه مساعدوي."

د استقامت درسونه

د اندونیزیا او نایجیریا په څېر هېوادونو ښوولې چې ټولنې کولای شي د زده کړې او پوهاوي له لارې په بریالیتوب سره د افراطي نفوذ پر وړاندې مقاومت وکړي.

په نایجیریا کې سیمه ییز کمپاینونه چې د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې د مذهبي مشرانو او مدني ټولنو لخوا په ګډه پیل شول، له راډیو او ټولنیزو رسنیو څخه د افراطیت ضد پیغامونو خپرولو لپاره یې کار واخیست، چې د ډیرو ځوانانو په ژغورلو کې یې مرسته وکړه.

په اندونیزیا کې د "څلور ستنو" پروژې، چې د ۲۰۰۹ کال په پای کې د خلکو د مشورتي اسمبلۍ لخوا معرفي شوه، چې د افراطیت د نښو د موندلو لپاره د ښوونکو، دیني عالمانو او کورنیو پر روزنې یې تمرکز وکړ.

دغه پروګرام وښووله چې د افراطي تاکتیکونو د پېژندلو او ورته ځواب ورکولو لپاره د سیمه ییزو ټولنو پیاوړتیا کولای شي د استخدام مخه ونیسي او دایمي مقاومت رامنځته کړي.

کارپوهانو وویل چې د پوهاوي په پروګرامونو پانګونه د افراطیت له امله د رامنځته شوي زیان د ترمیم په پرتله خورا لږ لګښت لري.

د ترهګرۍ ضد شنونکي نیاز محمد منصوري وویل: «یوه بریالۍ ستراتیژي د رسنیو پر وړاندې د رسنیو کارول دي. یانې، دا چې موږ هماغه پلاتفورمونه، چې القاعده یې کاروي د حقیقت خپرولو او منطقي تفکر د بېرته راژوندي کولو لپاره وکاروو.»

هغه وویل: «دوامدار استفامت په پوهاوي، ګډون او پیاوړتیا پورې اړه لري، دا درې وسيلي ټولنې د دې جوګه کوي چې د لاسوهنې وسایل په ځواکمنو وسایلو بدل کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500