د سلام ټایمز د وروستی سروی له موندنو جوتیږي چې په ستر اکثریت سره افغانان القاعده د خپل هیواد د راتلونکې لپاره یو ګواښ ګڼي، چې نوموړې چاره د د نوموړې ډلې د افراطې افکارو په مقابل کې د عامه پوهاوي زیاتیدل په ګوته کوي نه د نوموړي ډلې د عملیاتي وړتیاو د کمزورتیا ویره.
تقریبا ۳۵۰۰ تنو د اکټوبر میاشت په یوې سروی کې ګډون کړی و. د ګډوانوالو ۶۳٪ په دې باور ول چې القاعده د افغانستان د راتلونکې په وړاندي یو جدي تهدید دی، په داسي حال کې چې ۱۱٪ ګډوانولو دغه تهدیدات تر یوې اندازې ګڼلي ول.
نورو ۹.۲ ٪ نوموړې ډله یو جدی تهدید نه ګڼلو او ۱۶.۶ ٪ په خپل ځواب باوري نه ول.
ګډونوالو تقریبا د ټول هیواد نه ګډون درلود.
عامه انعطاف
د اندیښنو د شتون سربیره، په سروی کې ګډونوالو افغانانو د افراطیت د اغیزو د مخنیوي په برخه کې د انعطاف، پوهاوي، او ټولنیز مشارکت کلیدي عناصر وبلل.
د هرات ولایت اوسیدونکی ذبیح الله همت ، د القاعدې د ایډیالوژی پر وړاندې مجادله ضروري وګڼله.
په خپلو خبرو کې هغه زیاته کړه «که مونږ د القاعده د افراطی تګلارې او پروپاګنډ سره مجادله د ځوانانو او ټولنو تر منځ د لیک او لوست او عامه پوهاوي په زیاتولو او لوړولو تر سره کړو، نوموړې ګروپ به د ماتې سره مخامخ شي».
نوموړې زیاته کړه «القاعده خپلو مخو ته د افراطیت د خپرولو او ګمراه کونکو پیغامونو د انتشار سره رسیدلی شی، د دې لپاره چې افغانستان یو ځل بیا د ۱۹۹۰ کلونو په څیر د افراطي ډلو په مرکز بدل نه شي نو د افراطي ډلو پر وړاندي دریدل خورا اړین عمل دی».
همت تاکید کولو چې د هیواد د راتلونکې د ژغورل د افراطي روایتونو سره د مقابلې او ورته ډلو باندی د عملیاتي ساحې په ټنګولو سره پیلیدلی شي.
د هرات یو به استوګن ۲۹ کلن جمال الدین احمدي وویل: د القاعده ماتول یواځې فوځي عمل ندی.
نوموړي زیاته کړه «په تیرو کلونو کې القاعدې، افغانستان د د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه د ترهګرو ډلو د راټولیدلو په ځای بدل کړو افغانان به بیا هیڅکله هیڅ ترهګرې ډلې ته اجازه وکړي چې د دوي خاوره د نړیوالې ترهګری او تاوتریخوالې په مرکز بدله کړي».
د خپلو خبرو په دوام کې احمدي وویل: د تیرو دوه لسیزو بهیر کې د ناټو او امریکا فوځي شتون په لړ کې نوموړې ډله ډیره کمزوري او خپل خوندې ځایونه یې له لاسه ورکړل.
دوامداره ویښتیا د نوموړې ډلې د بیا نه راژوندي کیدلو لپاره ډیره زیاته اړینه ده.
نوموړي زیاته کړه: که څه هم چې القاعده او هغې ته ورته ډلې تر اوسه هم ایډیولوژیک اړوند اندیښنې رامنځ ته کړي خو افغانانو د خپل تیر وخت څخه زده کړه کړی او او دغې ډلې ته به د اغیز د شیندلو اجازه ورنکړي.
امنیتي شنونکو هم د دغه جوړښت د پام وړ کمزروتیا ته ګوتې نیولي.
د القاعدې عملیاتي وړتیا د تیرو شلو کلنو بهیر کې په افغانستان، منځني ختیځ او افریقا کې په پراخې کچې کمزورې شوی. دا خبره کابل میشت شنونکي نظیف الله خلیلي وکړه.
نوموړي زیاته کړه: «په وروستیو کلونو کې د القاعدې زیاتره مشران او کلیدي غړي په افغانستان او نورو هیوادنو کې د امریکا د هوايي ځواکونو په عملیاتو کې له منځه تللي».
خلیلي زیاته کړه «القاعده تقریبا بی مشره شوې».
نوموړي وویل «په عملیاتي لحاظ القاعده خورا کمزورې شوې او د هغوي ټول فعالیتونه د افریقا د یو څو برخو پورې محدود شوي».
