امنیت

ځوان نسل د افراطيت پر وړاندې د ستر ګواښ په توګه سر راپورته کوي

د محمد قاسم راپور

یو افغان ځوان د ۱۴۰۰ لمریز د لیندۍ په ۱۵مه په کندهار کې د کتابتون دننه مطالعه کوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

یو افغان ځوان د ۱۴۰۰ لمریز د لیندۍ په ۱۵مه په کندهار کې د کتابتون دننه مطالعه کوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

شنونکي وایي، افراطیت ته د ماتې ورکولو کیلي په دې کې ده چې هغه څه ومنل شي چې القاعده یې ردوي، او هغه زده کړه، کاروبار، او مدني ښکېلتیا ده.

په هغو ټولنو کې چې د ترهګرۍ له امله ځورېدلي، دا ارزښتونه نه یوازې پایداري برابروي، بلکې د ځوانانو په مشرۍ یو روښانه راتلونکی هم تضمینوي.

ځوانان له کالونو راهیسې د افراطي ذهنیت اصلي هدف وو، خو نن ورځ، همدا نسل د پرمختګ محرک ګرځي، ویجاړې شوې بېخبناوې رغوي او د تاوتریخوالي نظریې د سولې او هیلې په پیغامونو باندې بدلوي.

په اسلام اباد کې مېشت یو ټولنپوه رحمت الله ایوبي وویل،د القاعدې په څېر افراطي ډلې د مذهب د غلط تفسیر له لارې تاوتریخوالی تحمیلوی او د ټولنو د پرمختګ مخه نیسي.

هغه وویل، «دا ډلې د مذهب د تحریفولو او تاوتریخوالو نظریو له لارې هڅه کوي چې ټولنې له خپل طبیعي پرمختیايي مسیر څخه منحرفې کړي، په داسې حال کې چې خلک امنیت، زده‌کړې، کار او سوله‌ ییز ژوند غواړي،»

ایوبي وویل، د القاعدې پروپاګند نه یوازې د خلکو ستونزو ته حل نه وړاندې کوي، بلکې نفاق، جګړه او بې ‌وزلي لا زیاتوي.

هغه ټینګار وکړ چې ځوانان د ولسونو د بیا رغونې په برخه کې مرکزي رول لوبوي.

هغه وویل، «ځوانان دا وړتیا لري چې د ویجاړو شویو ټولنو په بیا رغونه کې مهم رول ولوبوي. هغوی کولی شي چې ښوونځي، روغتونونه او سرکونه بیا ورغوي، او همدارنګه خپله انرژي او نوښت د افراطي نظریو پر ضد وکاروي،»

هغه زیاته کړه، «کله چې ځوانان زده‌ کړې او ټولنیز اشتراک کې برخه واخلي، د افراطيت بنسټونه په خپله ړنګېږي،»

د تیارو پر ځای هیله راوستل

په انقره کې مېشت امنیتي شنونکي محمد منیر ضیایي وویل، د تاوتریخوالي د دوران مخنیوی له افراطیت څخه د ځوانانو راګرځولو پورې تړلی دی.

هغه وویل، «القاعده له ټولنیزو اختلافاتو ناوړه استفاده کوي څو له ځوانانو څخه د واقعي فرصتونو حق واخلي، خو موږ لیدلي چې په هغو ځایونو کې چې افراطيت په شا تګ کړی، هلته په ځوانانو کې نوې هیلې راټوکېدلي دي.»

«نن نړۍ ته اړتیا لري چې د بحران ځپلو سیمو ځوانان د سولې سفیران شي. که افغان ځوانان زده‌ کړې او مهارتونو ته لاسرسی ومومي، که سوماليایي ځوانانو ته د کار فرصتونه ورکړل شي، او که یمني ځوانانو ته د مدني مشارکت زمینه برابره شي، القاعده به د فعالیت لپاره ځای و نه لري.»

د کابل پوهنتون پخواني استاد غلام محمد شعبان وویل، هغه ارزښتونه چې القاعده یې ردوي لکه د نجونو زده‌ کړې، د بیان ازادي، او مدني ښکېلتیا، همدا ارزښتونه دي چې ولسونه پیاوړي کوي.

هغه وویل، «له همدې امله، ځوانان باید پوه شي چې زده‌کړه، کار او خلاقیت نه یوازې د دوی شخصي ژوند ته معنی ورکوي، بلکې د ټولنې بنسټونه هم غښتلي کوي،»

شعبان خبرداری ورکړ چې ډېر ځوانان لا هم د افراطي تبلیغاتو ښکار دي.

هغه وویل، «په هغو هېوادونو کې چې حالات په کې نازک دي، ګڼ شمېر ځوانان د القاعدې د دروغژنو نظریاتو قرباني شوي. د القاعدې تر ټولو لوی دښمن د ځوانانو پوهاوی دی، ځکه چې پوهاوی د هغوی د دروغو او فریبکارو ژمنو پر وړاندې یو قوي دیوال جوړوي،»

شعبان وویل، «هغه ټولنې چې له افراطيت څخه خلاصې شوې، هغو ته به له هر وخت زیات د ځوانانو اړتیا وي، خو د القاعدې عقاید د خلکو له ریښتینو ګټو سره مخالف دي او یوازې د پرمختګ د لارې خنډ ګرځي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500