يوه افغان ځوان په هرات ولايت کې ګرځنده کتابتون جوړ کړی ترڅو د مطالعې د اسانه فرصتونو له لارې د ځوانانو ترمنځ پوهاوی لوړ کړي او له افراطيت سره مبارزه وکړي.
فاروق محمودي چې ۳۴ کاله عمر لري، يوه مياشت مخکې دا نوښت پيل کړی ترڅو د مطالعې کلتور ته وده ورکړي او ځوانان له زده کړو او فکري فعاليتونو سره بوخت کړي.
دا ګرځنده کتابتون چې نږدې ۱،۰۰۰ کتابونه لري، هره ورځ د ښار بېلابېلو سيمو ته ځي او ځوانان هڅوي چې د مطالعې عادت خپل کړي.
محمودي پلان لري چې دا پروژه له هرات ښار څخه د باندې لرې پرتو ولسواليو او بلاخره نورو لوېديځو ولايتونو ته هم خپره کړي.
![فاروق محمودي د اپرېل میاشتې په ۳۰مه نېټه د هرات په ښار کې له یوه پېرېدونکي سره چې غواړي د هغه له ګرځنده کتابتون څخه کتاب واخلي، خبرې کوي. [عمران/سلام ټایمز]](/cnmi_st/images/2026/05/04/55888-b_1-585_329.jpg)
فاروق محمودي د اپرېل میاشتې په ۳۰مه نېټه د هرات په ښار کې له یوه پېرېدونکي سره چې غواړي د هغه له ګرځنده کتابتون څخه کتاب واخلي، خبرې کوي. [عمران/سلام ټایمز]
هغه سلام ټایمز ته وويل، «کتابونه د پوهاوي او د ژوند د ښه درک معنا لري. د لوستو او نالوستو خلکو ترمنځ لوی توپير شته. له شپېتو کلونو زياته موده کېږي چې جګړو زموږ هېواد ځپلی دی، چې له امله يې په افغانستان کې د بې سوادۍ کچه ډېره لوړه شوې ده.»
هغه وويل چې ديني کتابونه هم لري، لکه د پېغمبر د ژوند کيسه، چې مسلمانان سولې، زغم او له افراطيت څخه لرې پاتې کېدو ته هڅوي.
د افراطيت له منځه وړل
ځينې ډلې لکه القاعده هڅه کوي چې د پوهې لاسرسی محدود کړي، ځکه دوی پوهېږي چې زده کړه د تاوتريخوالي او افراطي مفکورو د خپرېدو پر وړاندې يو ستر خنډ دی.
لوستي او باخبره ځوانان لږ احتمال لري چې تحريف شوي پيغامونه ومني، نو ځکه سواد او نوښتي فکر د افراطي تمايلاتو پر وړاندې مهمې وسیلې ګڼل کېږي.
د جلب او جذب ستراتيژۍ زياتره پر هغو ځوانانو تمرکز کوي چې له زده کړو، کاري فرصتونو او د یوه خوندي او باثباته راتلونکي له روښانه ليد څخه بې برخې وي.
د کتابتونونو پراختيا، له زده کړو ملاتړ او د مطالعې پروګرامونو ته وده ورکول کولای شي ټولنې پياوړې کړي او ځوانان د افراطي ډلو له اغېز او فريب څخه وساتي.
جمعه ګل صديقي چې ۲۴ کلن دی او د هرات پوهنتون د ژورنالېزم محصل دی، له هغو کسانو څخه دی چې له دې ګرځنده کتابتون څخه ګټه اخلي.
هغه وويل، «ترهګرې ډلې هڅه کوي زموږ هېواد وران او کمزوری کړي. زه له ځوانانو غواړم چې له افراطيت او تاوتريخوالي لرې پاتې شي او پر ځای يې د کتابونو په لوستلو سره د خپل هېواد په بيا رغونه کې ونډه واخلي، څو يو سوکاله او ازاد افغانستان ولرو.»
صديقي وويل، «موږ په خپل هېواد کې له ترهګريزو فعاليتونو او اوږدو جګړو ستړي شوي يو، او هېڅ ځوان نه غواړي چې د ترهګرو ډلو لاره تعقيب کړي.»
د افغانستان له ټولنيزو ارزښتونو سره ټکر
افراطي باورونه د افغانستان له بنسټيزو ټولنيزو ارزښتونو سره په ټکر کې دي، هغه ارزښتونه چې پر ګډ ژوند، متقابل درناوي، مېلمه پالنې، اعتدال او د بېلابېلو خلکو ترمنځ پر قوي اړيکو ټينګار کوي.
افراطيت د محرومیت، تاوتريخوالي او سخت دریځۍ ايډيالوژۍ ته وده ورکوي، چې د افغانستان له ټولنيز جوړښت او اوږدمهاله کلتوري دودونو سره په ښکاره توګه ټکر کې دي.
له افراطيت سره تړلې څو لسیزې شخړې په اکثره ټولنو کې د نا امنۍ، بې ځايه کېدو، فقر او د کورنيو د پاشل کېدو لامل شوې دي.
افغانان عموما دين د سولې، عدالت او يووالي سرچينه ګڼي، نه دا چې د تاوتريخوالي يا د نورو پر وړاندې د دښمنۍ لپاره توجيه وي.
خو افراطي ډلې د دين تحريف شوې ماناوې وړاندې کوي، چې د افغانستان د ټولنې له عامو باورونو او ديني دودونو سره څرګند توپير لري.