زده کړه

ځوانې افغانې ښځې داسې کتابتون جوړ کړی چې د ټولو پر مخ پرانستی دی

د نجیب الله راپور

یو سړی د وږي په ۲۳مه په کتاب سرای اورانوس نوي کتابتون کې چې یوې ځوانې افغانې ښځې د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې جوړ کړی، کتابونه ګوري. [عکاسه: ګیټي فرح]

یو سړی د وږي په ۲۳مه په کتاب سرای اورانوس نوي کتابتون کې چې یوې ځوانې افغانې ښځې د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې جوړ کړی، کتابونه ګوري. [عکاسه: ګیټي فرح]

بدخشان -- یوې ځوانې افغانې ښځې، چې هوډ یې کړی څو نورو ته الهام ورکړي چې زده کړه وکړي او د زده کړې انګېزه ترلاسه کړي، له خپلو امکاناتو څخه په استفادې سره په بدخشان ولایت کې یو کتابتون پرانستی دی.

ګیتی فرح چې ۲۴ کاله عمر لري، وایی د هغې هدف دا دی چې خلک په لوستلو کې بوخت وساتي او ذهنونه یې له هغه خراب اقتصادي حالت څخه لیرې کړي چې هغوی ورسره مخامخ دي.‌

فرح چې د طب پوهنځي محصله ده، وویل، «دغه راز، زه غواړم چې خلک د کتابونو په لوستلو کې لیوالتیا له لاسه ور نه کړي.»

هغې وویل، «د لوستلو لپاره د خلکو اشتها کمه شوې... او داسې ښکاري چې خلک دا وخت له کتابونو څخه لیرې شوي دي، خو د دې معنی دا نه ده چې د خلکو لوستل نه خوښیږي. د هغوی اوس هم لوستل خوښیږي، لاکن داسې ښکاري چې انګېزه یې لږه ده.»

فرح وویل، «خلک د کتابونو اهمیت ته ارزښت ورکوي او ستایي یې، لاکن هغوی ښایي چې هیله له لاسه ورکړې وي.‌ موږ غواړو چې رهبرۍ ته وده ورکړو او خلکو ته داسې احساس ورکړو چې د لوستلو په هکله بیا فکر وکړي.»

هغې وویل، «زه باوري یم چې زموږ هڅې به نتیجه ورکړي.»

د «کتاب سرای اورانوس» په نامه کتابتون د وږي په ۲۳مه پرانستل شو. هغه هره ورځ پرانستی وي او د لویانو او ماشومانو، هلکانو یا نجونو په ګډون د هر عمر خلک کولی شي چې راشي کتابونه ولولي، واخلي یا امانت وېسي.

تود هرکلی

فرح وویل چې د هغې د کتابتون د پرانستې پر وړاندې د خلکو غبرګون د هغې له توقعاتو څخه ډېر زیات وو، او زیاته یې کړه چې هره ورځ په لسګونو ماشومان او ځوان لویان راځي ترڅو کتابونه ولولي یا یې امانت وېسي.

هغې وویل، «موږ هره ورځ د خپلې فیسبوک پاڼې له لارې په افغانستان کې دننه او بهر مېشتو هېوادوالو څخه ګڼ شمېر هڅوونکي پیغامونه ترلاسه کوو.»

هغې وویل، «خلکو د دې نوښت تود هرکلی کړی، او دا له هغه څه نه ډېر لوړ دی چې ما یې تمه لرله ځکه ما فکر کاوه چې اوس به د خلکو غټ تمرکز په دې وي چې په روان اقتصادي حالت کې ژوندي پاتې شي.»

هغې وویل، «له یوې میاشتې څخه په څه ډیره موده کې،‌ د ۱۰۰ او ۲۰۰ تر منځ کتابونه [کتابتون ته] یا د سوغاتونو په توګه راغلي یا خلکو امانت ايښي دي.»

مشتریان کولی شي چې کتابونه په کتابون کې په وړیا ډول ولولي، خو د هغوی له خوا یې پېرودل هم یوه لاره ده.

د بدخشان پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي یوې محصلې الهې فیروز چې ۲۳ کاله عمر لري، وویل، «زه د کتاب سرای اورانوس په نامه کتابتون په پرانستلو ډېره خوشحاله یم ځکه چې دلته د کتابونو ټول هغه ډولونه چې موږ یې لولو موجود دي.»

هغې وویل، دا کتابتون د څېړونکو، زده کوونکیو او هر هغه کس لپاره چې غواړي لوستل وکړي، یوه ښه منبع ده.

فیروز زیاته کړه، «دا چې د کتابتون مالکه ښځه ده، له دې امله هغه د نجونو لپاره یو خوندي ځای دی چې ښه راغلاست ورته وایي.»

مخ پر ودې ټولنې

د بدخشان ولایت یوه اوسېدونکي جاوېد ریاض وویل، «د بدخشان پوهنتون محصلان د خپلو ور سپارل شویو کارونو او څېړنو د ترسره کولو په برخه کې کتابونو او سرچینو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخامخ ول.»

هغه وویل،‌ خو د کتابتون پرانستل کېدلو دا مسئله تر ډېره حده پورې حل کړې ده.

هغه وویل، د کتاب سرای اورانوس په څېر کلتوري مرکزونو جوړېدل د ځوانانو د تفکري پرمختګ لپاره ضروري دي.‌

هغه زیاته کړه، «زه هیله لرم چې ځوان خلک به خپل اضافي وخت ضایع نه کړي، بلکې کتابونه به ولولي چې خپله پوهه زیاته کړي.»

په کابل کې مېشت یوه لیکوال او شاعر بهزاد رسولي وویل چې د کتابتونونو او کلتوري مرکزونو جوړېدل د ټولنو د پرمختګ په لور یو ډېر مهم ګام دی.

هغه وویل، «یوه ډېره مشهوره وینا ده چې وایي کله چې یو کتابتون پرانستل کیږي، د یوه زندان دروازه تړل کیږي. دا ادعا د خلکو لپاره د کتابتونونو د دروازو د پرانستي ساتلو په اهمیت باندې ټینګار کوي.»

هغه زیاته کړه،‌ «که موږ خلک دې ته وهڅوو چې د کتابونو له لوستلو سره ځانونه بلد کړي، موږ به نه یواځې دا چې جرمي فعالیتونه کم کړو بلکې دغه راز به په ټولنه کې فساد هم کم کړو.»

د بېلابېل کتابونه

دا وخت د فرح په کتابتون کې شاوخوا ۳۰۰۰ کتابونه موجود دي، چې ډېر یې هغې په خپلو پیسو اخیستي، په داسې حال کې چې ځینې یې خلکو هدیه کړي دي.

هغې وویل چې هغه په اونۍ کې لږ تر لږه دوه ځلې له کابل څخه نوي کتابونه راوړي او یو شمېر کتابونه له بهر څخه را واردوي.

فرح زیاته کړه، «موږ د ړندو لپاره یو ځای ځانګړی کړی دی چې موږ ورته د بریلي کتابونو برخه وایو، او هلته کتابونه د لمس کولو په وسیله لوستل کیږي.»

کتابونه د شاعرۍ، ساینس، ادبیاتو، مینې، سیاست، قانون او دغه راز د ښوونځیو د کتابونو او د ماشومانو د کتابونو په څېر د بېلابېلو ساحو کتابونه تر پوښښ لاندې نیسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

موږ ته زموږ مشرانو ویل چې تر ټولو ښه ملګری کتاب دی، چې دا خبره رښتیا ده. ګرانې خور ګیتي فرح، خپل کار ته دوام ورکړئ، ان شاءالله چې مثبته پایله به درکړي. او هڅه وکړئ چې نجونې او هلکان وهڅوئ چې کتابونه ولولي او خپل وخت ضایع نه کړي. په پای کې غواړم ووایم چې ستاسو کار د ستایلو دی. په احترام مصور

ځواب ورکړئ

له فرح او محبوبا اکبر دواړو نه مننه. کتابتونونه او په انټرنټ کې علمي چینلونه دواړه د زده کوونکیو لپاره داسې ګټور مواد دي چې هر وخت کولی شي استفاده ترې وکړي. ریاضیات د ډېرو زده کوونکیو لپاره سخت او خسته کوونکی مضمون دی لاکن د ریاضیاتو دې ځوانې استادې چې تاسو یې په لاندې چینل کې وینئ د ریاضیاتو موضوعات ډېر په ښه انداز وړاندې کړي دي.‌ تاسو کولی شئ چې هم پخپله ترې ګټه واخلئ او هم یې په کور کې هغو ماشومانو ته ور وښيئ چې په ریاضیاتو کې ستونزې لري. https://www.youtube.com/watch?v=T9_fnU1ECOQ

ځواب ورکړئ

په یوه ټولنه کې وده او پرمختیا په کتاب او کتاب لوستلو پورې تړلې ده. که مو کتابو ولوست او مطالعې ته مو وخت ورکړ نو پوه شه چې ټولنه ودرېده او چې کله د ټولنې وګړي ودرېدل بیا نو پوه شه چې وطن ودرېد. د کتاب لوست فرهنګ باید پیاوړی شي او خلک د کتاب سره مینه زیاته کړي. او بل دا چې هغه ځوانان او پېغلې چې د فرهنګ او کتاب لیکلو په برخه کې د ظهور په حال کې دي باید وهڅول شي او وستایل شي. څو په دې ډول نور خلک کتاب لوست او هم لیکلو ته مخه کړي.

ځواب ورکړئ

د قلم او کتاب ملګري هېڅکله په تیارو کې نه لوېږي، خو زموږ افغانانو چې ورځ نه ښه کېږي د دې دواړو ملګرتیا نه کوو او که کوو یې هم ډېره کمه ده. زما په شمول زموږ د ټولنې اکثره خلک د انټرنېټ په ډېر استعمال روږدي دي. فېسبوک، ټویټر، انسټاګرام ... کاروي او له اندازې زیات وخت پرې مصرفوي، چې دې سره زموږ د پوهې کچه بیخي کمه ده. او بیا هم په مخابراتي شبکو هر وخت عارض یو چې ولې د انټرنېټ په بیو کې کموالی نه راولي. وه سړه ته چې په دې دومره قیمته انټرنېټ کې ټول وخت مصروف یې نو چې ارزانه شي ولاکه د قرآنکریم تلاوت لا وکړې. که موږ (افغانان) له شته بدبختیو وتل غواړو باید د کتاب او قلم یاري وکړو او د دغسې ځایونو په جوړولو خپلې پیسې مصرف او پانګونه وکړو.

ځواب ورکړئ

کتاب او لوست یوازینۍ لار ده چې یوه ټولنه کولی شي ځان پرې له ستونزو څخه خلاص کړي. که کوم ملت غواړي چې پرمختګ وکړي او د پردیو او مخالفو هېوادونو له خوا ترې ګټه پورته نشي، باید د کتاب لوستلو ته مخه کړي. تاریخ ثابته کړې چې هغه ځوانان چې کتابونه لولي، د ځوانو جنګیالیو د لښکر په پرتله یو ملت ډېر او ژر د بریا لوړو پوړیو ته رسولی شي. لوستل کولی شي د خلکو د ذهن په روښانه کولو کې مهم رول ولوبوي. په لوستلو سره په ټولنه کې د مختلفو بدبختیو مخنیوی ممکن دی. سربیره پردې، د یو کتاب په لوستلو سره، تاسو کولی شئ د یو هیواد بڼه په بشپړه توګه بدله کړئ. زه د آغلې ګیټي فراهي د زړه راښکونکو فعالیتونو ستاینه کوم او د خدای ج له دربار څخه ورته بریالیتوب او بشپړه روغتیا غواړم.

ځواب ورکړئ

قلم، کتاب او کتابتون د ژوند او رڼا لارې ښیي. په هره ټولنه کې چې د کتاب او قلم قدر وي هغه ټولنه د نېکمرغۍ خوا ته ځي. که تاسو فکر وکړئ د تېرو ۴۴ کالونو په جریان کې هغو وسله والو جنګیالیو چې د پاکستان پوځ روزنه ورکوله او افغانستان ته یې د ورانکارۍ لپاره رالېږل، همېشه لومړی کار دا کړی چې مکتبونه یې وران کړي دي. زمونږ په سیمه کې څلور که پنځه مکتبونه وو ټولو ته یې اور ورته کړ. د پاکستان د پوځ او استخباراتو هدف دا وو چې افغان نسلونه د علم او پوهې له ترلاسه کولو څخه محروم کړي. دا اوس هم وګوري اکثر بریدونه په تعلیمي مرکزونو باندې ترسره کیږي. په دې حساب، د دې ښځې هڅې د ستاینې وړ دي.‌ زه پرې آفرین وایم. مننه ترې کوم.

ځواب ورکړئ

کتابتون د یوه باغ په څیر دی چې هر ډول ګلونه په کې موجود وي او د کتاب مینه وال کولی شي د خپلې خوښې ګلونه غوره کړي. اغلې فراه هم له هر ډول ګلانو سره د ګلانو یو باغ جوړ کړ تر څو نور خلک د روښانتیا ترلاسه کولو لپاره د هغو بوی احساس کړي او خوند ترې واخلي. په داسې حال کې چې زه اغلې فراهي ته د زړه له کومې مبارکي وایم، د خواشینۍ احساس کوم ځکه چې په کور کې له زرو څخه زیات کتابونه لرم او غوښتل مې چې په دې ویاړ کې برخه واخلم، خو لکه څنګه چې په بهر کې ژوند کوم، دا کار نه شم کولای. زه د آغلې فراه ستاینه کوم، او د هغې د فکري اقدام ستاینه کوم. د هغې د ښوونې څراغ دې تل بل وي.

ځواب ورکړئ