زده کړه

ګرځنده کتابتونونه کابل ته راستانه شول او ماشومان یې خوشحال کړل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د ګرځنده کتابتون یو بس د کابل یوه دارالایتام ته ورغی او د افغان حکومت له نسکورېدلو راهیسې په لومړي ځل یې خپلې دروازې پرانستلې، چې ورسره د ماشومانو په شونډو خوږې موسکاوې خپرې شوې. [لانا سرمیني بوناکورسي/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- د ګرځنده کتابتون یو بس د یکشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۴مه/ د کابل یوه دارالایتام ته ورغی او د زمري په میاشت کې د افغان حکومت له نسکورېدلو راهیسې په لومړي ځل یې خپلې دروازې پرانستلې، چې ورسره د ماشومانو په شونډو خوږې موسکاوې خپرې شوې.

۱۱ کلنې ارزو عزیزي وویل، «زه په ریښتیا سره خوشحاله یم. زه بیا هغه کتابونه لولم چې زه ورسره مینه لرم.» د هغې د خوښې کتاب د شمېرلو یو مرستیال دی چې چې په کې یوه پیشو چې هر څومره ډېر حساب کوي هومره ډېرې ټوټې پنېر ترلاسه کوي.

هغې چې په کتابتون باندې بدل شوي بس کې ناسته وه او اواز یې د هغې له ملګرو څخه چې په خوښۍ سره یې خبرې کولې، لوړ وو، وویل، دا کتابتون «له درې میاشتو راهیسې دا کتابتون نه وو راغلی،»

دا ګرځنده کتابتون د هغو پنځو بسونو له ډلې څخه یو دی چې د اکسفورډ پوهنتون یوې افغانې فارغې فرشتې کریم له خوا تاسیس شوې چارمغز موسسې په کرایه نیولي دي.‌

ماشومان د لیندۍ په ۱۴مه په کابل کې په یوه ګرځنده کتابتون کې دننه خپل کتابونه لولي. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

ماشومان د لیندۍ په ۱۴مه په کابل کې په یوه ګرځنده کتابتون کې دننه خپل کتابونه لولي. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

ماشومان د لیندۍ په ۱۴مه په کابل کې په یوه ګرځنده کتابتون کې دننه ولاړ دي. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

ماشومان د لیندۍ په ۱۴مه په کابل کې په یوه ګرځنده کتابتون کې دننه ولاړ دي. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

په وروستیو کالونو کې په سلګونو ماشومانو هره ورځ له ګرځنده کتابتونونو څخه چې په کابل کې ګرځېدل، استفاده کوله، ځکه ډېر ښوونځي خپل کتابتونونه نه لري.‌

د یادې په ګټه نه ولاړې ادارې مرستیال احمد فهیم برکتي وویل، خو د زمري په ورستیو کې «مونږ تقریبا خپل ټول مرستندویان له لاسه ورکړل».

برکتي وویل، د پوهنې وزارت څو اونۍ مخکې ګرځنده کتابتونونو ته اجازه ورکړه چې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي، لاکن یواځې یو څو ورځې کېږي چې د ټرانسپورټ وزارت سره چې د بسونو واک په لاس کې لري، هوکړه وشوه.‌

زه خوشحاله یم چې بېرته راغلم

د ماشومانو په څېر، ۲۲ کلنه کتابتون چلوونکې رمزیه عبدي خېله هم په دې خوشحاله ښکاري چې دغه کتابتون بیا کار پیل کړ.

هغې وویل، «دا یو ډېر خوږ احساس دی. اوس ښوونځي هم بند دي.»

د تېر افغان حکومت په نسکورېدلو سره د نجونو ښوونه او روزنه په ځانګړې توګه سخته ځپل شوې، ځکه نوي حکومت په هېواد کې په میلیونونو نجونې له شپږم ټولګي څخه وروسته زده کړو ته له دوام ورکولو څخه منع کړي دي.

عبدي خېل وویل، «موږ د کوڅو ماشومان هم لرو، او زه په دې خوښېږم چې د هغوی خدمت وکړم ځکه هغوی دا فرصت نه لري چې ښوونځیو ته لاړ شي، او دا داسې یوه لاره ده چې زه کولی شم د هغوی خدمت په کې وکړم.»

هغې وویل، «موږ اسلامي کتابونه لرو؛ موږ انګلېسي او دری د کیسو کتابونه لرو... موږ د رسامۍ کتابونه، د لوبو بېلابېل کتابونه لرو.»

برکتي وویل، دا وخت چارمغز دومره پیسې لري چې د یوې میاشتې یا داسې وخت لپاره ګرځنده کتابتونونه فعال وساتي.‌

هغه زیاته کړه،‌ دا موسسه د آنلاین چینلونو له لارې او په نړۍ واله سطحه پیسې راټولوي، او هیله لري چې دومره کافي مرستندویان ومومي چې له دې نه وروسته یې هم چلولو ته دوام ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500