زده کړه

د جلال اباد د عامه کتابتون لپاره رضاکارانو له ۸۰۰۰ څخه ډېر کتابونه ټول کړل

د خالد زېري راپور

د کابل پوهنتون استاد او د کتابونو د راټولونې د کمپاین مشر محبوب شاه محبوب د مرغومي په ۲۲مه په جلال اباد کې د ننګرهار والي حیات الله حیات ته یو کتاب ورکوي. [خالد زېری]

د کابل پوهنتون استاد او د کتابونو د راټولونې د کمپاین مشر محبوب شاه محبوب د مرغومي په ۲۲مه په جلال اباد کې د ننګرهار والي حیات الله حیات ته یو کتاب ورکوي. [خالد زېری]

جلال اباد -- په جلال اباد کې د رضاکارانو یوې ډلې له ۸۰۰۰ څخه ډېر کتابونه راټول کړل چې په جلال اباد کې د اطلاعات او کلتور وزارت له خوا د یوه نوي جوړ شوي کتابتون المارۍ پرې ډکې کړي.‌

دغه ګروپ یاد کتابونه د مرغومي په ۲۲مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ننګرهار د اطلاعات او کلتور ریاست ته وسپارل.‌

دا کتابتون څلور میاشتې مخکې پرانستل شوی وو خو پیسې یې نه لرلې چې ډېر کتابونه پرې واخلي.

په دغه وخت کې د پوهانو،‌ ژورنالستانو او کلتوري فعالانو یوې ډلې په ټولنیزو رسنیو یو کمپاین پیل کړ چې د کتابتون لپاره پیسې او کتابونه راټول کړي.

رضاکاران د مرغومي په ۲۲مه په جلال اباد کې د یوه مېز په چاپېر، چې ډالۍ شوي کتابونو پرې ايښي دي، ولاړ دي.‌ ځوانو رضاکارانو په ټولنیزو رسنیو د یوه کمپاین له لارې له ۸۰۰۰ څخه ډېر کتابونه، چې په بېلابېلو موضوعاتو لیکل شوي دي، راټول کړل. [خالد زېری]

رضاکاران د مرغومي په ۲۲مه په جلال اباد کې د یوه مېز په چاپېر، چې ډالۍ شوي کتابونو پرې ايښي دي، ولاړ دي.‌ ځوانو رضاکارانو په ټولنیزو رسنیو د یوه کمپاین له لارې له ۸۰۰۰ څخه ډېر کتابونه، چې په بېلابېلو موضوعاتو لیکل شوي دي، راټول کړل. [خالد زېری]

د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو استاد، محبوب شاه محبوب، چې د کتابونو د راټولولو د دغه کمپاین مشري یې کوله، وویل، «مونږ دا کمپاین ځکه پیل کړ چې، له بده مرغه، په کتابتون کې یوازې یو څو کتابونه موجود ول... او د پوهنتون د محصلانو، ځوانانو او څېړونکیو لپاره د اړتیا وړ کتابونه په کې نه ول،»

هغه په جلال اباد کې جوړو شویو مراسمو کې وویل، «مونږ په ټولنیزو رسنیو او په خپلو شخصي شبکو کې په موجودو ملګرو باندې تاکید وکړ چې له کتابتون سره د کتابونو مرسته وکړي. له نېکه مرغه، د هغوی ډېرو مرسته وکړه، او مونږ ټول شوي کتابونه نن د اطلاعات او کلتور ریاست ته وسپارل.»

هغه وویل، دا کتابونه د طب، اقتصاد، انجنیرۍ، ژورنالیزم، تاریخ او سیاسي علومو، دینیاتو، کلتور او ټولنیزو مسایلو په شمول بېلابېلې ساحې پوښي.

محبوب وویل، همدارنګه د دغه کمپاین په ترڅ کې خواوشا ۱۰۰ زره افغانۍ (۱۳۲۰ ډالر) د کتابتون لپاره ټول شول چې نور کتابونه پرې واخلي.‌

لوست ته 'غیرمحدوده لېوالتیا'

د ننګرهار والي حیات الله حیات له رضاکارانو څخه له کتابتون سره د مرستې کولو او په کتابونو د الماریو د ډکولو له امله مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې دغه کتابونه به په ښه ډول وساتل شي.

هغه په مراسمو کې وویل،‌«دغه کمپاین وښودله چې زمونږ په پوهه سمبال هېوادوال او ځوانان له لیک او لوست او د پوهې ترلاسه کولو سره غیر محدوده علاقه مندي لري.‌دا یې یوازې یو مثال دی.»

هغه وویل، «زه به ستاسو په څېر ځوانو افغانانو سره مرسته وکړم او ډېره هڅه به وکړم چې د حکومت له بودجې څخه د دغه کتابتون لپاره ګټور کتابونه واخلم،»

د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رییس اورنګ صمیم، چې د کمپاین له لارې راټولې شوې پیسې یې ترلاسه کړې، هم په ورته ډول د راټولوونکیو مننه او ستاینه وکړه.‌

هغه خبریالانو ته وویل، «زه له دغو ځوانانو څخه مننه کوم چې د کتابونو د راټولولو کمپاین یې ترسره کړ، ډېر زحمت یې پرې واېست او په زرګونو کتابونه یې راټول کړل. زه ډاډ ورکوم چې زه به دا کتابونه په کتابتون کې داسې ترتیب کړم چې هر څوک ترې استفاده وکړای شي.»

هغه وویل، «مونږ د کتابتون لپاره کتابونه ځانګړي کړي، خو ورو حکومتي پروسې ځنډولي دي. اوس چې د کتابونو لپاره یوه بودجه منل شوې، مقامات به د کتابتون لپاره نور کتابونه هم واخلي.»

د ښوونې او روزنې اهمیت

په ننګرهار کې یوه ازاد خبریال او د مدني ټولنې فعال، جلال یعقوبي، چې ۳۴ کاله عمر لري او د کتابونو د راټولولو په کمپاین کې یې برخه لرله، وویل، د کتابونو د راټولونې په کمپاین کې د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکیو برخه واخیستله.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ یوازې نه وو. د خوست، کندهار او هرات ولایتونو اوسېدونکیو زمونږ کمپاین ته زور ورکړ او مونږ ته یې کتابونه راولېږل.»

هغه وویل،‌«خلک د ښوونې او روزنې په اهمیت پوه شوي او ډېره هڅه کوي چې پوهه خپره کړي. مونږ به دا کمپاین نورو ولایتونو ته، چې کتابتونونه یې ښه کتابونه نه لري، پراخ کړو. مونږ به هڅه وکړو چې هغو ته کتابونه ترلاسه کړو چې لوستونکي وکولی شي استفاده ترې وکړي.»

یعقوبي وویل، «د ننګرهار په پوهه سمبال اوسېدونکي خوښ دي او وایي چې که عامه کتابتونونه غني وي، ډېر ګټه اخیستونکي به فرصت ولري چې په وړیا توګه کتابونو ته لاسرسی ولري،»

په ننګرهار کې مېشت خبریال پروېز رومل، چې د کتابونو په راټولولو کې یې برخه لرله، سلام ټایمز ته وویل، «ډېر افغانان نشي کولی چې کتابونه واخلي،»

هغه وویل، «که عامه کتابتونونه کتابونه ولري او د لاسرسي وړ وي، لوستونکي به وکولی شي چې په وړیا ډول یې په پور وېسي او ډېر څه ترې زده کړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500