هرات -- دوو کتاب پلورونکیو په هرات ښار کې د یوې پلې لارې په سر په لږ قیمت د زرګونو کتابونو پلورل پیل کړي څو د ځوانانو تر منځ لوستلو ته وده ورکړي او هغوی ته د ښوونځیو او نجونو ته د پوهنتونو د بندېدلو له امله د خفګان په ترڅ کې هیله ورکړي.
دغه راز، کتاب پلورونکي له غریبو زده کوونکیو سره د کتابونو مرسته کوي او زده کوونکیو ته کتابونه په پور ورکوي.
د زمري په میاشت کې د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته د نجونو پر مخ منځني ښوونځي او لېسې بند شوي، چې په میلیونونو ځوان افغانان ورسره له ښوونځيو څخه محروم شوي دي.
د هرات د دوو کتاب پلورونکیو له ډلې څخه د شرف الدین نیازي په نامه یوه وویل، د کتابونو د پلورنې هدف دا دی چې په ټولنه کې پوهاوی زیات کړی او د ناپوهۍ پر ضد مبارزه وکړای شي.
یو زیات شمېر ځوانو افغانانو د هغې اقتصادي تنګسې او خفګان له امله چې هغوی ورسره مخامخ دي لوستل درولي. له دې امله، د کتابونو پلورونکيو قېمتونه کم کړي ترڅو ځوانان لوستلو ته وهڅوي.
بل کتاب پلورونکي واسع احمدي وویل چې هغه خپل کتابونه په نیم قیمت او حتی په وړیا ډول ځوانانو ته وړاندې کوي، څو هغوی وکولی شي چې په افغانستان کې د بدلون رامنځته کولو استازي وګرځي.
هغه وویل، اکثر ځوان مشتریان زده کوونکي دي او نشي کولی چې کتابونه وپېري، له دې امله کتاب پلورونکي هغوی ته کتابونه په پور ورکوي.
دغه دوه کتاب پلورونکي شاوخوا ۳۰۰۰ کتابونه د خرڅلاو لپاره لري، چې اکثر یې د ټکنالوجۍ او عصري علومو په هکله دي.
د افغانستان له پرمختګ سره مرسته کول
دغه دوه کتاب پلورونکي وایي، هره ورځ له ۲۰۰ څخه ډېر مشتریان کتابونه اخلي، چې شاوخوا ۷۰٪ یې ښځې او نجونې دي.
د هرات پوهنتون د ستوماتولوجۍ پوهنځي د دویم کال محصلې مریم سرشار وویل، هغه نجونې او ښځې چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګ څخه محرومې شوي باید له خپلې وسې سره سم کتابونه واخلي ترڅو هغه څه یې چې زده کړي دي هېر نه کړي.
هغې زیاته کړه، «ما د پوهنتون له بندېدلو راهیسې ډېر زیات وزګار وخت درلود. یواځینۍ لاره چې زه یې لرم دا ده چې ډېر کتابونه ولولم او خپلې علمي وړتیاوې زیاتې کړم.»
هغې وویل، «یواځینۍ لاره چې موږ کولی شو افغانستان ته پرې پرمختګ ورکړو او په یوه نېکمرغه هېواد باندې یې واړوو د زده کړو او پوهې لاره ده.»
سرشار وویل، ښځې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي. هغوی باید وکولی شي چې زده کړه وکړي او هومره پرمختګ وکړي لکه سړي یې چې کولی شي.»
هغې وویل، «د سړیو او ښځو تر منځ فرق نشته. هغوی کولی شي چې د خپل علم له لارې په ګډه هېواد جوړ کړي.»
هغې زیاته کړه، «د ښځو له شراکت څخه پرته په یوه هېواد کې پرمختګ ناشونی دی.»
د هرات پوهنتون د ارواپوهنې د لومړي کال یوې محصلې پروانې عظیمي وویل، که څه هم چې د ښځیه زده کوونکیو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه بند دي، هغوی باید د کتابونو اخیستلو او د یوه روښانه راتلونکي لپاره په کور کې د مطالعې له لارې لوستلو ته دوام ورکړي.
عظیمي وویل، «سړي او ښځې کولی شي چې په ګډه یوه ټولنه جوړه کړي.»
هغې وویل، ټولې افغانې ښځې باید له فرصت څخه استفاده وکړي او پرې نه ږدي چې محدودیتونه هغوی په شا وتمبوي.
هغې زیاته کړه، «یواځینۍ لاره چې موږ کولی شو خپل هېواد جوړ کړو دا ده چې له عصري علومو څخه استفاده وکړو او د کتابونو په لوستلو سره د خپلې پوهې کچه لوړه کړو.»
عظیمي ټینګار وکړ چې، نجونو ته هم باید اجازه ورکړل شي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. ښځې کولی شي چې د ټولنې په پرمختګ کې ډېره مرسته وکړي.
د ناپوهۍ پر وړاندې مجادله
میراحمد احمدي چې ۶۰ کاله عمر لري او لږې زده کړې یې کړي دي، هم یو مشتري دی.
هغه وویل، په هېواد کې له ناورین څخه د وتلو یواځینۍ لاره دا ده چې کتابونه ولوستل شي او د ناپوهۍ پر وړاندې د مجادلې لپاره پوهاوی او علمي کچه لوړه کړای شي.
هغه زیاته کړه، «زه ډېر خفه یم چې وینم چې زموږ د تنکیو ځوانانو او ځوانانو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه بند دي.»
احمدي وویل، «دا بدمرغي او د اندېښنې خبره ده چې د ځوانانو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي. دا به د هېواد ځوان نسل خراب کړي او افراطیت او ناپوهي به رامنځته کړي.»
هغه وویل، «زموږ یواځینۍ هیله دا ده چې زموږ ځوانان لوست وکړي. هغه څوک چې پوهنتونونه او ښوونځي یې تړلي دي هغوی غواړي چې د افغانستان راتلونکی ویجاړ کړي.»
احمدي وویل، افغانستان د توپکونو او ترهګرۍ له لارې پرمختګ نه کوي، او زیاته یې کړه چې یواځې کتابونه کولی شي چې ناپوهي له منځه وېسي او بیارغونه، امنیت او نېکمرغي رامنځته کړي.
په هرات کې د دولسم ټولګي یوه زده کوونکي رامین سروش وویل چې هغه د کتابونو لوستلو ته دوام ورکوي او ژمنه یې وکړه چې له خپل علم څخه به د افراطي نظریاتو پر ضد مبارزه کې استفاده وکړي.
هغه وویل، «موږ پوهېږو چې داسې هڅې کېږي چې د افغانستان نوی نسل له پوهې څخه محروم کړای شي، او د افراطیت او وحشت لپاره لاره هواره کړای شي، خو موږ به پرې نه ږدو چې دا تیاره یو ځل بیا زموږ هېواد ونیسي.»
رامین وویل، «د پوهې له لارې له ناپوهۍ سره زموږ مبارزه ورو روانه ده، خو زموږ د بریا ورځ به را ورسېږي هغه ورځ چې موږ به د علم له لارې د خپل هېواد د برخلیک په هکله پرېکړه وکړو.»
ښه خبر دی، خبریالانو ته په کار ده چې په همداسې سوژو کار وکړي او نه دا چې په اوس وخت هغه څه خپاره کړي چې ولس ته په کې له مثبت نه منفي ټکي ډېر ښکاري. ولس له بل هر وخت اوس خواشینی دی په کار ده چې هیله بښونکي خبرونه هم ورته نشر شي. نه یوازې دا چې سلام ټایمز باید د کندوز او هرات، ارزګان، بادغیس؛ بلکې د افغانستان له نورو ولایتونو هم خبرونه ولري او داسې خبرونه راواخلي چې د ولس ته یو څه هیله بښونکي وي.
ځواب ورکړئ2 تبصره
زه په هرات کې د سلام ټایمز خبریال ته آفرین وایم چې د ډېرو مهمو او ګټورو موضوعاتو په هکله راپورونه ورکوي. د کندوز خبریال هم تکړه دی. له دواړو نه مننه
ځواب ورکړئ2 تبصره