امنیت

له هېواد څخه د لوستو افغانانو په وتلو سره د هرات د کتابونو پلورنځي له سقوط سره مخامخ شوي دي

د عمر راپور

له هېواد څخه د لوستو افغانانو په وتلو او د پاتې افغانانو له خوا د کتاپ په لوست کې کمښت په ډېرو کتاب پلورنځیو کې د کتابونو خرڅون په ټپه درولی دی.‌ له دې امله، د اکثرو کتاب پلورونکو خپل دوکانونه بند کړي، چې دغه حالت ځوانان د افراطیت پر وړاندې آسیب پذیره کړي دي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- اوه میاشتې مخکې د افغان حکومت په نسکورېدلو سره، په زرګونو لوستي افغان وګړي مجبور شول چې هېواد پرېږدي او په نورو هېوادونو کې پناه وغواړي.

د هغوی په تګ سره، چې ورسره په هېواد کې اقتصادي حالت هم خراب او د پاتې افغانانو تر منځ د کتابونو د لوستلو لېوالتیا کمه شوه، د ډېرو کتاب پلورنځیو پلورنې هم په ټپه ودرېدلې.‌

فاروقي کتاب پلورنځی په هرات ښار کې د ډېرو هغو کتاب پلورنځیو له ډلې څخه یو دی چې مالکانو یې په وروستیو کې پرېکړه کړې ترڅو خپل دوکان بند کړي.‌

د پلورنځي مالک محمد شفیع فاروقي وویل چې د تېرو اوو میاشتو په ترڅ کې هغه ونشوای کړای دومره پیسې وګټي چې کرایه پرې تادیه کړي او نشي کولی چې د مالي محدودیتونو له امله خپل کاروبار ته دوام ورکړي.‌

یو کتاب پلورونکی د کب په ۱۹مه په هرات ښار کې په خپل دوکان کې مشتریانو ته انتظار کوي. [عمر/سلام ټایمز]

یو کتاب پلورونکی د کب په ۱۹مه په هرات ښار کې په خپل دوکان کې مشتریانو ته انتظار کوي. [عمر/سلام ټایمز]

۳۰ کاله کیږي چې نوموړی دغه کاروبار کوي.‌

هغه وویل، د هغه اکثر مشتریان د پوهنتونونو استادان او محصلان ول چې اکثرو یې په وروستیو میاشتو کې هېواد پرېښی دی.‌

فاروقي وویل هغه په خپل کتاب پلورنځي کې ۱.۵ میلیونه افغانۍ (۱۷۱۰۰ ډالر) پانګونه کړې وه خو اوس نشي کولی چې د ورځې حتی ۵۰۰ افغانۍ (۵.۷۰ ډالر) وګټي.‌

هغه وویل، «اوس په ځوانانو کې داسې یو فکر عام شوی چې لوستل بې فایدې دي او په روانو حالاتو کې کومه ګټه نه رسوي.‌ له بده مرغه چې قدرت د داسې چا لاسونو ته ولوېد چې زموږ ټولنه کې د زده کړو جدي اهمیت ته ارزښت نه ورکوي.»

هغه وویل، «د اوسنۍ بې باورۍ په پام کې نیولو سره چې د هغوی دپاسه یې سیوری غوړولی دی، ډېر ځوان افغانان د راتلونکي په هکله منفي فکر لري، او د کتابونو د لوستلو لپاره یې انګېزه کمه شوې ده.‌»

په هرات ښار کې د ابدالي کتاب پلورنځي مالک غلام دستګیر حقمل وویل چې د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه مخکې د هغه کاروبار ډېر ښه روان وو.‌

هغه وویل، «په هغه وخت کې ښوونځي او پوهنتونونه پرانستي ول.‌ موږ ډېر مشتریان لرل او کولی مو شوای چې په یوه ورځ کې ډېر کتابونه وپلورو، خو اوس، خلک وس نه لري ترڅو کتابونه واخلي.»

حقمل وویل چې هغه حتی دومره ګټه نشي کولی چې د خپل پلورنځي لګښتونه پوره کړي او که وضعیت ښه نشي، هغه به مجبور شي چې خپل کاروبار بند کړي.

هیله نشته

د بې کارۍ زیاتوالي، اقتصادي ننګونو او د ښوونځیو او پوهنتونونو بندېدا ډېر ځوان افغانان نهیلي او منفي ګرایي ته مجبور کړي دي.‌

د هرات پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د درېیم کال محصل محمد رفیق نیرومند وویل، کله چې لوستي ځوانان هڅه کوي چې له هېواد څخه د وتلو لارې ولټوي، بیا نو یوه روښانه راتلونکي ته هیله له منځه ځي.

هغه وویل،‌ په زرګونو ځوان افغانان چې وار له مخه له پوهنتونونو څخه فارغ شوي اوس له بې کارۍ سره لاس او ګرېوان دي، او له بدې ورځې د کار په لټون بهرنیو هېوادونو ته ځي.

نیرومند وویل، «ما زده کړو ته د دوام ورکولو انګېزه له لاسه ورکړه. زموږ پوهنتون د یوه کال لپاره بند شو، او اوس چې پرانستل شوی، زه وینم چې ۷۰٪ ټولګیوال مې تللي یا یې زدکړې پریښې دي.»

هغه وویل، «په هېواد کې د لوستو ځوانانو لپاره د کار شرایط نشته، او په نورو هېوادونو کې د کار موندلو په هکله ویلی شو چې هلته د یوه لوستي او نالوستي افغان تر منځ توپیر نشته ځکه هر څوک مجبور دی چې کار وکړي او نفقه وګټي.»

په هرات ښار کې د دولسم ټولګي یوې زده کوونکې زینب احمدي وویل چې په تېرو څو میاشتو کې د ښوونځیو بندېدا هغه د کتابونو له لوستلو څخه زړه تورې کړې ده.

هغې وویل، «په افغانستان کې اکثرې لوستې ښځې په خپلو کورونو کې ایسارې دي. په روانو حالاتو کې، که زه هر څومره سخته مطالعه وکړم، زه به بالاخره مجبوره شم چې په کور پاتې شم ځکه ماته به اجازه را نه کړل شي چې له کور څخه بهر کار وکړم

احمدي وویل هغه ډیری وخت داسې فکر کوي چې اوس نو په افغانستان کې د ښځو زده کړې بې ګټې دي.‌

هغې وویل، «تېر کال ما په لېوالتیا سره زده کړه کوله او په خپل ټولګي کې په لوړه درجه فارغه شوم. ما د پوهنتون د کانکور په ازموینه کې هم لوړې نومرې واخیستلې، خو په تېرو اوو میاشتو کې مې خپل کتابونه داسې خاص پرانستي نه دي.»

د هرات اوسېدونکي فیروز احمد غفوري وویل چې هغه هره اونۍ یو نوی کتاب لوست خو نور نشي کولی چې کتابونه وپېري.

هغه وویل، «زه مجبور یم چې د کتابونو د لوستلو یا اخیستلو پر ځای د خپلې کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ د موندلو په هکله فکر وکړم.»

هغه وویل، «ما په ښاروالۍ کې کار کاوه او کولی مې شوای چې د کتابونو د پېرودلو لپاره یو څه پیسې وسپموم، خو اوس زه کار نه لرم او د کتابونو د پېرودلو لپاره کافي اندازه پیسې نه لرم.»

غفوري وویل، په داسې شرایطو کې د هیچ چا لپاره هم د کتاب لوستل لومړیتوب نه دی.‌

هغه وویل، «لوستل یوه ارام مغز ته اړتیا لري، خو زما مغز وار له مخه زما د کورنۍ د مړولو لپاره د لارو په موندلو بوخت دی.»

د افراطیت پر وړاندې آسیب پذیره

ښوونکي او شنونکي خبرداری ورکوي چې د لوستو هېوادوالو وتل او د ځوان افغانانو تر منځ په لوستلو کې د لیوالتیا کموالی کولی شي چې په افغاني ټولنه کې د افراطیت لپاره دروازه پرانیزي.

په هرات کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي عبدالقادر کامل وویل، له افراطیت څخه د افغانستان د ژغورلو یواځینۍ لار د عامه پوهاوي لوړول او تعلیم ته وده ورکول دي.

هغه وویل، «هغه افغان ځوانان چې په هېواد کې پاتې شوي دي، باید خپل تحرک او زده کړو ته دوام ورکړي او خپل ظرفیتونه لوړ کړي. یواځې لوستي ځوانان کولی شي زموږ هېواد له روان بحران څخه وژغوري.»

کامل وویل،‌ ترهګرو ډلو د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې بې سواده ځوانان ښکار کړي او هغوی یې د خپلو هدفونو د ترسره کولو لپاره استعمال کړي دي.

هغه وویل، «په افغانستان کې د سواد کچه راټیټه شوې ده، او که زیات ځوانان له زده کړو څخه بې برخې شي، نو راتلونکی به یې په حقیقت کې له ستونزو څخه ډک وي،»

د هرات ښار یوه ښوونکي، سید اکرم نظامي وویل، د هر کتاب پلورنځي تړل د شاته تګ په لور یو ګام دی.

هغه وويل: «ښکاره خبره ده چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ټولو پرمختللیو هېوادونو د کتابونو او د خپلو لوستو ځوانانو په برکت پرمختګ کړی او سوکالي يې ترلاسه کړې ده. که افغان ځوانان زده کړه ونه کړي، افغانستان به هیڅکله هم پرمختګ ونه کړي.»

نظامي وویل، «افراطیت او بې سوادي په افغانستان کې د بدبختۍ او بربادۍ دوه عوامل دي. که په هېواد کې د سواد کچه لوړه شي، هېڅوک هم نشي کولی چې له افغانانو څخه ناوړه ګټه واخلي او یا پرې واکمني وکړي.»

هغه وویل، یواځې داسې یو انقلاب چې په هغه کې ټول سره راټول شي او یو لاس ودرېږي، کولی شي چې افغانستان له ناورین څخه وژغوري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

کتابتونونه نه یوازې په هرات کې د سقوط سره مخامخ دي، بلکې په خواشینۍ سره باید وویل شي چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې لوی او واړه کتابتونونه د سقوط له ګواښ سره مخامخ دي. څوک کتاب لوست ته زړه نه ښه کوي. مطالعې ته وخت نه ورکوي. د خلکو زړونه مات دي. د نوي حکومت مشران او کشران یوازې په دې تمرکز کوي چې څنګه د خلکو ږیرې اوږدې کړي. وېښته یې ځنګل کړي. ښځو ته څنګه چادري ور واغوندي. له زده کړو یې څنګه راایسارې کړي... او سل او زر نورې بهانې. څو ورځې مخکې د لوړو زده کړو وزارت ته لاړم. د وزارت په تالار کې په سکرین پر ځای د دې چې د وزارت مهمې او لاسته راوړونکو برنامو او پروګرامونو ویډیوګانې/عکسونه نشر شي، په کې د طالب نظامیان نظامي مانورونو ویډویګانې خپرېدلې. ورته ومې کتل همداسې ترې تېر شوم. یوازې دا مې وویل چې هر څه لپاره خپل خپل ځایونه جوړ دي او باید هملته اړوند چارې ترسره شي. وړاندې لاړم د لوړو زده کړو وزیر چې کابل کې د پاکستان سفیر سره کومه شخصي لیدنه کړې د هغې لیدنې عکسونه نصب و. چې دې مې هم په ذهن بد تاثیر وکړ. بیا د تضمین کیفیت او اعتبار ورکوونې ریاست ته د خپل کار لپاره ننوتم. ګورم چې نوی رئیس د تعلیم او تربیې لېسانس دی. په دیوال کې راځړېدلي چوکاټ ته مې ولیدل. د پخواني هغه پیغام لیکل شوی و. لاندې برخه کې یې لیکلي و ............... پوهاند .............. نور مې هم ډېر کم کیفیته کارونه چې باید پوهو او مسلکي کسانو ته ورکول شوي و. پر ځای یې اوږدو څڼو والا کسان ناست دي. ښايي تازه تازه له غره یا هم له کلي راغلي و چې دولسم پاس/ ۱۴ پاس، د مدرسو فارغان او لږ برخه یې لېسانس و. نو څنګه به کتاب لوست او مطالعې ته د خلکو مخه شي؟ وار له مخه لا ځوانان زړه ماتي او په دې فکر دي چې لوستل بې ګټې دي!

ځواب ورکړئ