د ښځو حقوق

په هرات کې ښځینه هنرمندانو د بندیزونو پر ضد د مبارزې په ترڅ کې خپل هنري کارونه نندارې ته وړاندې کړل

د عمر راپور

په هرات ولایت کې درې ښځینه هنرمندانو د پخواني حکومت له نسکورېدلو راهیسې په لومړي ځل په هرات ښار کې خپل انځورونه نندارې ته وړاندې کړل. هرمندانو وویل، د دغه نندارتون چې د کب له ۱ نه تر ۹مې ترسره شو، هدف دا وو چې په ښځو باندې د لګېدلو بندیزونو پر ضد غږ پورته شي او هغوی ته الهام ورکړل شي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- په افغان ښځو باندې د لګېدلو بندیزونو پر ضد د مبارزې په ترڅ کې، درې ښځینه هنرمندانو د روانې میاشتې په لومړیو کې د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره یو نندارتون ترسره کړ.‌

دغو ښځو، چې د هرات پوهنتون د ښکلیو هنرونو له پوهنځي څخه فارغې شوي، د خپل هنري کار ۷۰ ټوټې چې د تېرو پنځو میاشتو په ترڅ کې یې جوړې کړې دي، د کب په ۱ - ۹مه نندارې ته وړاندې کړې.

هنرمندانو وویل، د دغه نندارتون هدف دا وو چې په ښځو باندې د لګېدلو بندیزونو پر ضد غږ پورته شي او هغوی ته الهام ورکړي.

د یادو درې هنرمندانو له ډلې څخه روزیتا محمدي وویل هغه غواړي چې ښځې وهڅوي څو ټولنې ته راستنې شي او خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

دوه ښځې د کب په ۱ په هرات ښار کې د انځورګرۍ له نندارتون څخه لیدنه کوي. [عمر/سلام ټایمز]

دوه ښځې د کب په ۱ په هرات ښار کې د انځورګرۍ له نندارتون څخه لیدنه کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هغې وویل، «دا چې موږ مجبورې شوي یو چې چوپ پاتې شو او خپل غږ نشو پورته کولی، موږ خپلې خبرې د خپل هنري کار له لارې څرګندې کړي دي.»

هغې زیاته کړه، «زه په ټولو نجونو باندې غږ کوم چې له ډار پرته له خپلو کورونو څخه راوځي. په دې کې شک نشته چې هغوی به د خپلو هدفونو په ترسره کولو کې بریالۍ شي.»

محمدي وویل، په لنډ مهال کې ښایي نجونې او ښځې په ټولو بندیزونو باندې په بشپړ ډول برلاسې نشي، لاکن په نهایت کې به هغوی بریا ترلاسه کړي.

د مژده خادمي په نامه یوې بلې هنرمندې وویل هغې د خپل هنري کار له لارې هغه څه څرګند کړل چې غوښتل یې ویې وایي.‌

هغې زیاته کړه،‌ «دا د دې وخت نه دی چې وډارې شو. ټولې نجونې باید له خپلو کورونو څخه راوځي او خپل حقونه وغواړي.»

هغې وویل، «ښځې او نجونې هم باید د سړیو په څېر کار وکړي او د افغانستان په بیارغونه کې رول ترسره کړي.»

خادمي وویل، هیڅوک هم نشي کولی چې د ښځو او نجونو خولې بندې کړي. د هغوی پر مخ که یوه دروازه بندېږي، په لسګونو نورې به پرانیزي.

لوستې ښځې

د زمري میاشتې راهیسې په اکثرو کارځایونو کې سړي او ښځې په زور سره جلا کړای شوي او دا کار د دې سبب شوی چې ډېر مستخدمین خپلې کارمندانې له کاره ګوښه کړي. ښځې په مهمو دولتي موقفونو کې له کار کولو څخه ایسارې کړای شوي دي.‌

د ډېرو نجونو پر مخ ثانوي ښوونځي تړل شوي، او د پوهنتونونو په نصاب کې داسې بدلونونه راوستل کیږي چې د اسلام یو سخت دریځه تفسیر وړاندې کړي.

نازنین محمدي چې یوه انجنیره ده او د هرات د ښاري پراختیا او اراضۍ ریاست سره یې کار کاوه، اوس بې کاره ده.

هغې وویل، هغې د ځمکو مدیریت په برخه کې له هندوستان څخه ماسټري راوړې، خو هغه سړی چې د هغې پرځای مقرر شوی یواځې لومړنی ښوونځی لوستلی دی.

هغې وویل، «دا ناشونې ده چې په حکومت کې د لوستو او په کارپوهو ښځو له شتون پرته د خلکو خدمت وشي.»

محمدي زیاته کړه، «مقررۍ باید د وړتیا په اساس وي. که هغو زرګونو لوستو ښځو ته چې مجبورې شوي چې په کور کېني، د کار کولو اجازه ورکړل شي، هغوی به په چټکۍ سره په هېواد کې روان بد حالت ښه کړي.»

هغې وویل، په دولتي او خصوصي سکتورونو کې له کار څخه د لوستو ښځو بې برخې کول به ډېر وخت دوام ونه کړي.‌

فروزان حسیني چې د پخواني حکومت پر وخت یې د هرات د پوهنې ریاست کې څلور کاله کار کړی وو، له کاره ګوښه شوې او اوس په کور ناسته ده.

حسیني وویل هغې له هرات پوهنتون څخه په اقتصاد کې لېسانس ډګري اخیستې، لاکن له حکومتي کار څخه منع کړای شوې ده‌.‌

هغې زیاته کړه، «ما په دولتي سکتور کې د کار کولو هیله له لاسه ورکړې ده. اوس زه ګورم چې که په خصوصي سکتور یا یوه غیرحکومتي موسسه کې کار پیدا کړم.‌ له ۱۶ کاله زده کړو څخه وروسته، زه غواړم هغه څه چې ما زده کړي دي د افغانستان په بیارغونه کې ولګوم او له خپلو خلکو سره مرسته وکړم.»

حسیني وویل، «هیڅوک هم نشي کولی چې ښځې له کار کولو څخه ایسارې کړي ځکه دولتي او خصوصي سکتورونه دواړه د کار کولو په موخه لوستو ښځو ته اړتیا لري. هغه د ښځو له حضور څخه پرته نشي چلېدلی.»

مبارزه او سرغړونه

له نندارتون څخه د لیدنې پر وخت د هرات پوهنتون د دری ادبیاتو د پوهنځي محصلې عادلې خادمي وویل چې ښځې او نجونې باید په کورونو کې د چوپ پاتې کیدلو پرځای، راوځي او هغه څه چې په ذهن کې یې لري، څرګند کړي.

هغې وویل، «په وروستیو کالونو کې له ډېرو زیاتو ننګونو سره سره، موږ نجونو زحمت وایسته او پرمختګ مو وکړ. موږ به هیچاته هم اجازه ور نه کړو چې موږ له کار کولو او زده کړو څخه ایسارې کړي.»

هغې وویل، «نجونې باید مبارزه وکړي او لاس وانه خلي. موږ باید نړۍ ته ثابته کړو چې موږ له هغو ننګونو او بندیزونو سره چې په موږ باندې لګېدلي مخامخ کیدلی او پر ضد یې مبارزه کولی شو.»

خادمي وویل، نجونې باید هیچا ته هم اجازه ورنه کړي چې له هېواد څخه یې ناوړه استفاده وکړي.‌

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوې فعالې فیروزې حیدري وویل، په افغان ښځو باندې چې محدودیتونه څومره ټینګیږي، هومره هغوی پیاوړې کیږي.

هغې وویل، ښځې او نجونې یواځې خپل بشري او اسلامي حقونه غواړي. هیڅوک هم نشي کولی چې د ډارولو او د ځواک د استعمال له لارې له دغو حقونو څخه سرغړونه وکړي.‌

هغې ژمنه وکړه چې، «موږ به پرې نه ږدو چې هغه لاسته راوړنې چې موږ په تېرو ۲۰ کالونو کې ترلاسه کړي دي له لاسه ورکړو. موږ به له ټولو مشکلاتو سره مبارزه وکړو او هغه به خوندي وساتو.»

فیروزې حیدري وویل، «دا ناشونې ده چې ټولې فعالې او لوستې ښځې د هغوی کورونو پورې محدودې وساتل شي. په نړۍ کې داسې هېڅ ځواک نشته چې د زور او ګواښونو له لارې د یوه هېواد د ښځو پر وړاندې ودرېږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دې مېرمنو یې کور ودان چې خپل پیغام یې په ډېر ښه شکل مسؤلینو ته رسولی او که نورې مېرمنې هم غواړي چې حقوق یې ورکړل شي په کار داده چې خپل پیغام په داسې ډول حکومتي چارواکو ته واوروي. زه وایم ښځه باید کار وکړي چې د نورو له احتیاجه خلاصه شي. ځکه په افغانستان کې دا تېر شل کاله ډېرې کورنۍ بې سرپرسته شوې او اوس د ژوند د مخته وړلو لپاره څوک نه لري چې لاس نیوی یې وکړي نو په کار ده چې ښځو ته د افغاني فرهنګ سره سم د کار کولو اجازه ورکړل شي. او که د کار اجازه ورنکړل شي یوه بله ستونزه چې اوس په ډېرېدو ده هغه د پېغلو نجونو، ماشومانو او زړو ښځو سوال دی چې په ښارونو کې یې کوي. لارې او کوڅې ترې ډکې دي. مجبورې دي، د خوراک او پوښاک لپاره څه نه لري. دوی ته که چا د ورځې یو څو روپۍ ورکړې ښه تر ښه کنه ماښام د خپل مجبوریت له وجې آن بدفعلۍ ته مجبورې شي. نو ښه داده چې اوسني چارواکي د خلکو ستونزې درک کړي او کار کولو فرصتونه ایجاد او د نارینه وو تر څنګ ښځو ته د کار اجازه ورکړي.

ځواب ورکړئ