د ښځو حقوق

افغان هنرمندانې په خپلو انځورګریو کې د ښځو ښکلا او ننګونې انځوروي

د عمران راپور

د هغو زیاتو شویو ننګونو او محدودیتونو په ترڅ کې چې افغانانې ورسره مخامخ دي، د ښځینه هنرمندانو یو ګروپ په هرات کې راټول شوی چې د انځورګریو له لارې خپل فکرونه او احساسات څرګند کړي. د شمامه په نامه ګروپ غړې په هرات ښار کې د انځورګرۍ په یوه ورکشاپ کې د یوه مېز په شاوخوا راټولې شوي او د ښځو داسې انځورونه باسي چې د هغوی ښکلا او لاسته راوړنې او ورسره هغه محدودیتونه چې هغوی ورسره مخامخ دي، انځوروي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د هغو زیاتو شویو ننګونو او محدودیتونو په ترڅ کې چې افغانانې ورسره مخامخ دي، د ښځینه هنرمندانو یو ګروپ په هرات کې راټول شوی چې د انځورګریو له لارې خپل فکرونه او احساسات څرګند کړي.

د شمامه په نامه ګروپ غړې په هرات ښار کې د انځورګرۍ په یوه ورکشاپ کې د یوه مېز په شاوخوا راټولې شوي او د ښځو داسې انځورونه باسي چې د هغوی ښکلا او لاسته راوړنې او ورسره هغه محدودیتونه چې هغوی ورسره مخامخ دي، انځوروي.

زهرا نجفي چې ۲۲ کاله عمر لري، وویل، شمامه هڅه کوي چې په انځورګریو کې د افغان ښځو غږونه او غمونه تر پوښښ لاندې ونیسي.

هغې زیاته کړه، «افغانانې له سختو محدودیتونو، بې وسۍ او نهیلۍ څخه کړېږي، او موږ غواړو چې له خپل هنر څخه په استفادې سره د هغوی غږونه پورته کړو.»

دوه ځوانې ښځې د غبرګولي په ۱۳مه په هرات ښار کې د شمامه ټیم له یوه انځورتون څخه لیدنه کوي. [عمر/سلام ټایمز]

دوه ځوانې ښځې د غبرګولي په ۱۳مه په هرات ښار کې د شمامه ټیم له یوه انځورتون څخه لیدنه کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هغې وویل، «هیڅوک هم نشي کولی چې ښځې د زده کړو او هنري مهارتونو له ترلاسه کولو څخه محرومې کړي. افغانانې غواړي چې پرمختګ وکړي، او د هغوی د غوښتنو باید درناوی وشي. موږ هوډ کړی چې د خپل هنري کار له لارې د هغوی لاسته راوړنې انځور کړو.»

نجفي وویل، که د ښځو او نجونو پر مخ یوه دروازه بنده شي، بله به ورته پرانستل شي، او هغوی به د مخکې تګ او پرمختګ لپاره یو واحد تصمیم ونیسي.

د شمامه ګروپ یوې بلې غړې فرشتې نوري وویل، دغه ګروپ غواړي چې د افغان ښځو مهارتونه وځلوي.

هغې یادونه وکړه چې، «موږ غواړو چې د خپلو انځورګریو له لارې د هغوی ښکلا او وړتیاوې وښیو. موږ غواړو نړۍ ته وښیو چې افغان نجونو او ښځو... د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.»

د پرمختګ هڅه

ښځو په وروستیو میاشتو کې په ټولنه کې د هغوی په رولونو باندې له لګېدلو محدودیتونو سره سره په هرات کې په بېلابېلو برخو کې فعالیت ته دوام ورکړی او همکاري یې کړې ده.

د شمامه یوې غړې ارزو محمدي وویل، له محدودیتونو سره سره، ښځې هره ورځ نوي نوښتونه کوي، او په دغو نوښتونو سره هغوی ټولنه د نېکمرغۍ او پیاوړتیا په لور رهبري کوي.

هغې وویل، «موږ د خپل کار له لارې غواړو چې خپل هېوادوال وهڅوو څو د پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او هېڅکله هم تسلیم نشي. له دغو ننګونو سره مقابله او د محدودیتونو پر وړاندې مبارزه له تیارو څخه د وتلو یواځینۍ لاره ده.»

محمدي وویل، «روانه مبارزه د پایښت لپاره ده، او موږ به هېڅکله هم تسلیم نشو،» او زیاته یې کړه چې افغانانې به له هر فرصت څخه په استفادې سره د خپلو ځانونو لپاره یو روڼ راتلونکی جوړ کړي.

هغې وویل، محدودیتونه لګول او ښځې او نجونې د هغوی کورونو پورې محدودول بریالۍ چاره نه ده او هېڅکله به هم یوه مثبته پایله ونه لري.

د غبرګولي په ۱۲مه، شمامه ګروپ په هرات ښار کې یو نندارتون جوړ کړی وو چې خپل انځورونه نندارې ته وړاندې کړي.‌

د هغوی هنري کار د جبري حجاب پر ضد د هغوی اعتراض، د نجونو په زده کړو باندې بندیز، او هغه محدودیتونه انځورول چې کار کوونکې ښځې ورسره مخامخ دي.‌

د هرات پوهنتون د دویم کال محصلې زمرد حسیني چې په نندارتون کې یې برخه اخیستې وه، وویل، دا به ناشونې وي چې ښځې او نجونې چې په خپلو حقونو خبرې دي، څنډې ته کړای شي.

هغې وویل، «موږ به د شتو محدودیتونو پر ضد مقاومت ته دوام ورکړو. موږ به هیچاته هم اجازه ورنه کړو چې زموږ غږونه چوپ کړي. اوس هغه وخت نده چې افغانو ښځو او نجونو به هر څه په چوپه خوله منل، خپله مبارزه به یې پرېښودله او ځانونه به یې کورونو پورې محدودول.»

هغې زیاته کړه، «په دې کې شک نشته چې د محدودیتونو پر ضد زموږ روان اعتراض او مبارزه زموږ راتلونکی جوړوي. موږ به پرې نه ږدو چې نور زموږ لپاره پرېکړه وکړي او موږ ته یو تیاره راتلونکی انځور کړي.»

محدودیتونه به ډېر دوام ونه کړي

په هرات کې د ښځو د حقونو ګڼ شمېر فعالانو وویل، د افغانو ښځو ټولنیز نقش ښه تثبیت شوی او د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې یې ښې ریښې ځغلولې دي.

فعالې طلوع عادل وویل، محدودیتونو په ټولنه کې د ښځو په فعالیتونو باندې ډېر اغېز نه دی کړی.

هغې وویل، «د نجونو د ښوونځیو بندول او د لوستو او مهارت لرونکیو ښځو پر مخ د حکومتي دوایرو او پارکونو بندول، او ورسره نور محدودیتونه، به دومره ډېر دوام ونه کړي او دا یې ثابته کړې چې مؤثر نه دي.»

هغې زیاته کړه، «په ۲۱مه پېړۍ کې په ښځو او نجونو باندې دغه ډول محدودیتونه لګول د ریشخند وړ کار او پای یې ناکامي ده.»

عادل وویل، «په افغانستان کې تر ۱۵ میلیونو پورې ښځې موجودې دي چې د ټول نفوس تقریبا نیمایي جوړوي. د ۱۵ میلیونو خلکو پر ضد کوم ځواک مقابله کولی شي؟ هیڅوک هم دا زړه نه لري چې دومره ډېر خلک د هغوی له حقونو څخه محروم کړي.»

ځینې وایي، له دا هر څه سره سره، محدودیتونو ښځو ته دا انګېزه ورکړې چې لا نور پرمختګ وکړي.

په غور ولایت کې د ښځو د حقونو یوې فعالې وږمې پرستش وویل، ټولنه ښځو ته اړتیا لري او که په بېلابېلو برخو کې د ښځو همکارۍ نه وي، ټولنه به له ناکامۍ سره مخامخ شي.

هغې وویل، «په زرګونو لوستې او تجربه کارې ښځې به داسې ونه کړي چې د تل لپاره په کورونو کې پاتې شي او له خپلو حقونو څخه سرغړونې د سر په سترګو وګوري. اوس دغه چوپتیا ماته شوې ده.»

پرستش وویل، د ښځو له همکاریو او فعال ګډون څخه پرته، له روان ناورین څخه وتل او د افغانستان پرمختګ او ښېرازي ناشوني دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نقاشي د هرات ولايت له لرغونو هنري فرهنګونو څخه ده. د هرات نجونې وتوانېدې چې د خپل هنري کلتور لاسته راوړنې نړۍ ته وښيي ځکه چې نجونې لا هم د انځورګرۍ کلتور ژوندی ساتي. په ښځو باندې ډېر بندیز سم کار نه دی. که رښتیا ووایم، ښځې کولای شي چې په هر سخت حالت کې خپلې دندې اوږه په اوږه ترسره کړي. افغان ښځو په هره برخه کې د افغانستان لپاره ډېرې اتلولۍ ګټلي دي. موږ نشو کولی د ښځو دغه اتلولي هېره کړو. په ښځو باندې بندیزونه په دې معنی دي چې زموږ سترګې وتړل شي. ښځې باید تمه ولري چې د ښځو په وړاندې شته محدودیتونه به پای ته ورسیږي او د نجونو ښوونځي به پیل شي. د څو میاشتو راهیسې ستونزې شته. په هلمند ولایت کې د بدخشان ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د هرات په ښار کې د ښځو د بازارونو د یوه نندارتون پرانیستل د دې ښکارندویي کوي چې هر څه ممکن دي. په درنښت، مصور

ځواب ورکړئ

دوهمه برخه انګریز او پاکستان بریالي ول او د نبراسکا پروژه کامیابه شوه، ادعا کیږي، چې دا پروژه به تر قیامته روانه وي او یوازې به په افغانستان کې روانه وي. یو چا د افغان سیکهانو او هیندوانو په اړه لیکلي وو: بد یې کول، چې ووتل، باید همدلته پاتې وای، چې د نورو غوندې وژل شوي وای... نن و پرون هم د قتل او سرپرې کولو خبرونه ورکړل شول، چا ورپورې وخندل، چا طنز ترې جوړ کړ، ځینو خپګان وښود خو ډېر پام یې دې ته و، چې خپګان یې څومره لایکونه اخلي؟ موږ ته قتل او د قتل خبر داسې ټکان نه راکوي، چې عقل او شعور مو راویښ کړلای شي او د نبراسکا د پروژې په وړاندې د (ولې؟) پر پوښتنې بحث راپیل کړو. ټول په دې باور یو، چې (قتال او جهاد) دیني حکم دی او دا به یوازې په افغانستان کې تر قیامته روان وي. که دې له دې څخه عقیده لږه کږه شوه، نو وشماره د تکفیر ټاپې! نبراسکا بریالۍ ده! - عبدالغفور لېوال په تهران کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پخوانی سفیر

ځواب ورکړئ

د میخائیل شولوخوف " غلی دون" ناول به مو لوستی وي، په ټوله کیسه کې زما لپاره پاموړ برخه هغه ده، چې د کیسې اتل (ګریګوري) له خپل لومړني قتل څخه ځوریږي. ګریګوري یو سرتېری دی او باید په جبهه کې خپل دوښمن ووژني، که نه دی به ووژل شي... دی همداسې کوي، خو څورځې نه خوب لري، نه آرام او هره شېبه د وژل شوي دوښمن څېره او هغه شېبه یې چې ده قتل وکړ، تر سترګو سترګو کیږي... کیسه روانه ده او ګریګوري په ټولو مخالفو او موافقو جبهو کې جنګیږي، دوهم قتل یې هم لړزوي، درېیم او څلورم... خو زمانه داسې ده، چې ګریګوري په سلګونو خلک وژني او یو مهال انسانوژنه ورته داسې ښکاري لکه د اوبو غوړپ. افغاني ټولنه د انسانوژنې په وړاندې همداسې بې تفاوته شوې ده، دا بې تفاوتي له دیني توجیه ( جهاد) څخه سرچینه اخلي. وامې ورېدل، یا مې ولوستل، چې د افغانوژنې پراخه پروسه د نبراسکا پوهنتون یوه پروژه وه او داسې جوړه شوې وه، چې افغانان باید یو د بل له وژلو سره روږدي او عادي شي. نبراسکا، انګریزانو او پاکستان دا پروژه ډېره پخوا، ان په ۱۳۵۲ او ۱۳۵۳ لمریزو کلونو کې راپیل کړې وه. نوم یې پرې جهاد ایښی و او یوه ځانګړنه یې دا وه، چې تر پردیو به خپل ډېر وژني. هدف یې دا و، چې په اسیا کې د خپل هر سیال پښه افغانستان او نورو پښتونمېشته سیمو (قبایلي ایجنسیو) ته راوکاږي او بیا یې له سقوط او سکوت سره مخامخ کړي. اول نسل یې له سرې اېږې سره مخامخ کړ، دویم یې خپل منځ کې سره په مرګونو وروزل او درېیم نسل یې ښايي د اېږې له بچي او ژېړ ښامار سره مخامخ کړي... خو کیسه هماغه کیسه ده، افغان به افغان وژني، قتل، بې رحمي او ویجاړي به روانه وي، خو عام افغانان به یا له اعتیاده او یا هم له بېوسۍ و بېچارګۍ بېتفاوته وي... اوله برخه

ځواب ورکړئ

امریکا او ټولې نړۍ د افغان ښځو په وړاندې خیانت وکړ. دوی پوهېدل چې طالبان درواغ وايي او هېڅکله د ښځو حقونو ته درناوی نه کوي، خو بیا یې هم ویل چې طالبان بدل شوي او له ښځو سره به ښه چلند کوي. خو په حقیقت کې دا ثابته شوه چې دوی نه دي بدل شوي، بلکې د پخوا په پرتله لا زیات جاهل او احمق شوي دي او له ښځو سره یې دښمني هم زیاته شوې ده. متحده ایالات باید د جمهوري نظام د سقوط مسؤل وګڼل شي. امریکا باید ووایي چې ولې یې د خپلو موخو لپاره افغانستان، خلک، ښځې، ماشومان، دیموکراسي او بشري حقونه قرباني کړل؟ ولې یې د جمهوریت له سقوط سره مرسته وکړه او ولې له طالبانو سره د هغوی د ژمنو حساب نه کوي؟ حقیقت دا دی چې متحده ایالات د ډیموکراسۍ یا بشري حقونو پروا نه کوي، یوازې د خپلو ګټو پروا لري. شیرین علیزۍ

ځواب ورکړئ

انځورګري یو له هغو وسیلو څخه ده چې په ذریعه یې پیغام خپل مخاطب ته په ډېر ښه شکل رسېږي. ښځو چې په تېر کې کومې لاسته راوړنې لرلې نو د انځورګرۍ له لارې یې ښودل ځکه تر نورو لارو ښه کار دی چې په سوله ییز ډول دوی خپل پیغام انتالوي او مقابل لوری دېته متوجه کوي چې غوښتنې یې ومني، محدودیتونه یې ختم او کومې ننګونې چې ورته متوجه دي مسؤلین یې په حل کې همکاري وکړي.

ځواب ورکړئ