اقتصاد

په هرات کې سوداګرو ښځو د خرڅلاو د هڅولو او د اقتصاد د پیاوړتیا په موخه نندارتون ترسره کړ

د عمر راپور

په هرات ولایت کې په لسګونو سوداګرو ښځو یو نندارتون ترسره کړ څو خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړي او په دې توګه علاقه مندي جلب او خرڅلاو زیات کړي. نندارتون د لړم په ۴ - ۸مه په ګذره ولسوالۍ کې ترسره شو چې د ښځو او سړیو دواړو پر مخ پرانستی وو. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- په هرات ولایت کې په لسګونو سوداګرو ښځو یو نندارتون ترسره کړ څو خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړي او په دې توګه علاقه مندي جلب او خرڅلاو زیات کړي.

نندارتون له تېرې چارشنبې څخه تر یکشنبې /د لړم ۴ - ۸مې/ پورې په ګذره ولسوالۍ کې ترسره شو چې د ښځو او سړیو دواړو پر مخ پرانستی وو.

په نندارتون کې ۱۵۰ غرفې ایښې وې چې ۳۰ په کې د لاسي صنایعو تولیدات ښودل. نورو خواړه، د ښځو هنري اثار او نور توکي نندارې ته وړاندې کول.

فاطمه احمدي چې ۳۱ کاله عمر لري، داسې یو شرکت لري چې نباتي کریمونه تولیدوي، او په نندارتون کې یې په یوه غرفه کې خپل تولیدات وړاندې کول.

یوه ښځه سوداګره د لړم په ۴مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې په یوه نندارتون کې یوه کتونکي ته کمیسونه ور ښیي. [عمر/سلام ټایمز]

یوه ښځه سوداګره د لړم په ۴مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې په یوه نندارتون کې یوه کتونکي ته کمیسونه ور ښیي. [عمر/سلام ټایمز]

هغې وویل، د هغې کمپنۍ له تېرو میاشتو څخه تولیدات لږ زیات کړي او هیله لري چې نندارتون به د هغې تولیداتو ته په وده ورکولو کې مرسته وکړي.

هغې وویل، «زما هدف دا دی چې خپلې سوداګرۍ ته وده ورکړم. زه غواړم چې په ټول افغانستان کې څانګې پرانیزم او خپل نباتي کریمونه خرڅ کړم.»

هغې زیاته کړه، «زما هیله دا ده ترڅو یوه ورځ خپل تولیدات صادر کړم.»

احمدي وویل چې هغه د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ اصلي نفقه ګټونکې ده او کولی شي چې له خپلې سوداګرۍ څخه د ترلاسه کړیو عوایدو په وسیله د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړي.

زهرا احمدي چې ۳۸ کاله عمر لري، او د ښځو د کالیو ګنډلو یو کارځای لري، هم په نندارتون کې خپل په لاس جوړ تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.

د تېر کال په اوږدو کې د بې ثباتۍ او اقتصادي رکود له امله، هغه مجبوره شوه چې په هرات ښار کې خپل دوکان په موقت ډول بند کړي خو ویې کولی شوای چې په وروستیو کې یې بیا پرانیزي.

یوسفي وویل، «ما دا سوداګري د خپل کارځای له لارې ۱۵ کاله وچلوله. دا کار زما لپاره ډېر ارزښتناک دی، او زه غواړم چې خپله سوداګري پراخه کړم او په راتلونکیو کالونو کې وده ورکړم.»

هغې وویل، د هغې د خرڅلاو اندازه هومره ډېره نه ده لکه پخوا چې وه، خو هغه په راتلونکي کې د خپلې سوداګرۍ دوام ته ډېره هیله منه ده.

د ننګونو او محدودیتونو زیاتېدل

ځایي سوداګر وايي، د تېر کال په اوږدو کې د ښځو په فعالیتونو باندې محدودیتونه سخت شوي او د سوداګرۍ چاپېریال خراب شوی دی.

په هرات ښار کې د خدیجه الکبرا مارکېټ د جامو یوې پلورونکې سوداګرې خالدې قیومي وویل چې پخوا به د هغې دوکان ته کورنۍ، ښځې او سړي ورتلل ترڅو جامې واخلي.

خو اوس چې سړي مارکېټ‌ ته له ورننوتلو څخه منع شوي دي، مارکېټ ته لږ مشتریان ورځي چې د هغې په خرڅلاو باندې یې ناوړه اغېز کړی دی.

هغې زیاته کړه، «زموږ مارکېټ ګوهرشاد بېګم د نجونو ښوونځي تر څنګ پروت دی. هره ورځ به دوکان ته په لسګونو نجونې راتللې، خو سږ کال، د ښوونځیو د بندښت له امله، موږ خپل ټول مشتریان له لاسه ورکړي دي.»

قیومي وویل هغه د جنسیت په اساس محدودیتونو سره سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي څو وکولی شي چې د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړي.

د لاسي صنایعو په نندارتون کې د ښځینه انځورګرانو استازې الناز فروتن چې ۱۹ کاله عمر لري، وویل چې د هنري اثارو خرڅلاو د تېر کال په اوږدو کې کم شوی دی.

هغې وویل، «د انځورګریو خرڅلاو کم شوی دی. مشتریانو له انځورګریو سره علاقه مندي لرله او د خپلو او د خپلو کورنیو د غړو د انځورونو د جوړولو فرمایشونه به یې ورکول، خو اوس د انځورونو جوړول په بشپړ ډول منع شوي دي.»

فروتن وویل، «د جنسیت په اساس محدودیتونو سره سره، موږ خپلو هنري فعالیتونو ته دوام ورکوو. موږ غواړو نړۍ ته وښیو چې افغانې نجونې اوس هم فعالې دي او کولی شي چې د هنري اثارو جوړولو ته دوام ورکړي.»

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیالې بهناز سلجوقي وویل، په تېر کال کې، د اقتصادي ناورین له امله د ښځو د لاسي صنایعو خرڅلاو کم شوی دی.

هغې وویل، «د لاسي صنایعو غوښتنه ډېره کمه شوې ده. افغانان له اقتصادي تنګسو سره لاس او ګرېوان دي او له دې امله نشي کولی چې څه واخلي.»

هغې زیاته کړه، د خرڅلاو په اندازو کې د سخت کمي په رامنځته کېدلو سره، ډېرې سوداګرې مجبورې شوې چې خپل تولیدات په ټیټه بیعه خرڅ کړي.

د ژغورنې د هیلې لاره

ملګري ملتونه هڅه کوي چې د یوه ترخه انځور په روښانولو کې مرسته وکړي.

یاده خونه وایي، د ملګرو ملتونو د ادارو له خوا وړاندې کړای شوي وروستي ملاتړ له ډېرو سوداګرو ښځو سره مرسته کړې چې په هرات ولایت کې عملیات بیا پيل کړي.‌

د خونې رییسې نرګس هاشمي وویل، د نړۍ والو موسساتو له خوا د وړاندې کړای شوي ملاتړ او همکارۍ له برکته، د ښځینه سوداګرو فعالیتونو د یو کال مخکې وخت په پرتله ۹۰٪ وده کړې ده.

هغې وویل، «په هرات ولایت کې ګڼ شمېر موسسات په بېلابېلو سکتورونو کې ملاتړ برابروي. د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) د دوو میاشتو په مخه د ظرفیت جوړونې روزنه پيل کړې ده. د کورس له بشپړولو څخه وروسته هرې برخه والې ښځې تر ۵۰۰ ډالرو پورې نغده مرسته ترلاسه کړې ده.»

هغې زیاته کړه، «د کډوالۍ نړۍ والې ادارې (آی او اېم) له هغو ښځو سره د نغدو پیسو مرسته کړې چې د اقتصادي ستونزو له امله مجبورې شوې وې چې خپلې سوداګرۍ بندې کړي. دغې مرستې هغوی ته دا وړتیا ورکړې چې خپل سوداګریز فعالیتونه بیا پيل کړي.»

هاشمي وویل، د نړۍ والو موسساتو له خوا د احتمالي ملاتړ د خبرونو له اورېدلو څخه وروسته دوه سوه او پنځوسو ښځو او نجونو تجارتونه پيل کړل.‌

په هرات ښار کې د خیاطۍ د یوه دوکان خاوندې نازنین رضایي چې ۳۳ کاله عمر لري، هغه نغده او د رخت مرستې ترلاسه کړې چې یو اېن ډي پي د هغې د دوکان تولیدي ظرفیت ته د ودې ورکولو لپاره کړې وې.

هغې وویل، «که ما له یو اېن ډي پي څخه دغه ډېره د اړتیا وړ مرسته ترلاسه کړې نه وای،‌ ما به پرته له دې چې خپل دوکان بند کړم بله لاره نه لرلی ځکه زه دومره پانګه نه لرم چې خپلې سوداګرۍ ته پرې دوام ورکړم. اوس ما پنځه نجونې مقررې کړي چې له ما سره کار وکړي او میاشت په میاشت تنخا واخلي.»

رضایي وویل، «له نړۍ والو موسساتو څخه د مرستې له ترلاسه کولو څخه وروسته ډېرو ښځو خپلو سوداګریو ته پراختیا ورکړې ده.»

هغې وویل، «دغه مرسته د ډېرو سوداګرو ښځو لپاره د ژغورنې یوه لاره ګرځېدلې ده. دغه راز، دې مرستې له سوداګرو سره مرسته کړې چې د روان بحران په اقتصادي ننګونو او د جنسیت په اساس محدودیتونو باندې برلاسې شي چې کار ته د ښځو په لاسرسي باندې یې اغېز کړی دی.»

رضایي وویل، افغانانې د نړۍ والې ټولنې دوامدارې مرستې ته اړتیا لري څو هغوی وکولی شي چې د جنسیت په اساس روانو محدودیتونو او اقتصادي ستونزو په ترڅ کې د خپلې سوداګرۍ د فعالیتونو جوړولو ته دوام ورکړای شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟