د ښځو حقوق

د هرات ښځو د خدیجه الکبری مارکېټ بیا پرانست

د عمر راپور

خدیجه الکبری مارکېټ، چې د افغانستان په هرات ښار کې د ښځو یو مارکېټ دی، له یوه کال څخه وروسته په بشپړ ډول د کار لپاره پرانستل شوی او د ښځینه صنعتګرانو او مشتریانو له خوا یې کلک ملاتړ کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د هرات د ښځو یو مارکېټ، له یو کال بندېدا څخه وروسته، په بشپړ ډول د فعالیت لپاره پرانستل شوی دی، چې د ښځینه صنعتګرانو او مشتریانو له خوا یې کلک ملاتړ کیږي.

ځایي سوداګرو سلام ټایمز ته وویل، په خدیجه الکبری مارکېټ کې تجارتي فعالیتونه بیا پیل شوي، او ۳۴ واړه د مارکیت دوکانونه یو ځل بیا خپلې دروازې پرانیزي.

دغه مارکېټ چې په ځانګړې توګه د ښځینه صنعتګرانو او مشتریانو لپاره ځانګړی شوی دی، پخوا په هرات ولایت کې د لسګونو ښخو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي ول.

دغه مارکېټ ته د خپل عروج پر وخت هره ورځ ۵۰۰ ښځې او نجونې ورتللې، او د داخلي لاسي صنایعو لپاره د پرچون پلورنې په یوه مرکز باندې اوښتی وو.

یوه دوکانداره د زمري په ۲۵مه په هرات ښار کې په خدیجه الکبری مارکېټ کې یوه مشتري ته تولید شوي توکي ورښیي. [عمر/سلام ټایمز]

یوه دوکانداره د زمري په ۲۵مه په هرات ښار کې په خدیجه الکبری مارکېټ کې یوه مشتري ته تولید شوي توکي ورښیي. [عمر/سلام ټایمز]

په سلګونو ښځو او نجونو د خپلو بېلابېلو لاسي صنایعو لکه کالیو، بیګونو، بوټانو او سینګارتوکو لپاره چې هغوی تولیدول، یو مناسب ځای موندلی وو.‌

د خدیجه الکبری مارکېټ رییسې صدیقې تمسکي وویل، «د پخواني حکومت له سقوط څخه مخکې دغه مارکېټ په پوره جوش فعالیت کاوه.»

هغې وویل، خو تر هغه وروسته، «ښځینه سوداګرو خپل تجارتونه بند کړل او د احتمالي خطرونو او ډارونو له امله یې خپل ځانونه په کورونو کې بندیان کړل.»

هغې وویل، ځینې دوکاندارانې له هېواد څخه ووتلې، او ځینو یې د خپلو مهاجرتونو د تمویل لپاره خپل ملکیتونه خرڅ کړل.‌

هغې وویل، «خو اوس ډېرې نوې ښځې او نجونې مارکېټه ته راغلي دي.»

تمسکي روښانه کړه چې، هر دوکان یو اړوند د لاسي صنایعو او د کالیو جوړولو ورکشاپ لري، چې په هر یوه کې له درې څخه تر پنځو پورې ښځې کار کوي.

هغې وویل، کله چې ښځې مارکېټ ته راشي، هغوی د عاید جوړولو لباره یوه وسیله بیا ترلاسه کوي او هغه ستونزې حلوي چې د هغوی کورنۍ ورسره مخامخ دي.

د عاید احیا کول

د تمسکي په وینا، ډېرې هغه ښځې چې په خدیجه الکبری مارکېټ کې دوکانونه چلوي د خپلو کورنیو اصلي نفقه ګټونکې دي.

د فرشتې اسحاقزۍ په نامه یوې دوکاندارې چې ۳۲ کاله عمر لري، وویل چې هغې په مارکېټ کې د خپل کار له بیا پيلولو څخه وروسته بیا خپل عاید ترلاسه کړی دی.‌

اسحاقزۍ وویل چې هغې په بې باورۍ او وېره کې له میاشتو میاشتو وخت تېرولو څخه وروسته خپل تجارت بیا پیل کړ او غواړي چې لا نور انکشاف ورکړي.

هغې وویل، «زه ډېره کړېدلم ځکه چې زه په کور کې وم... ما ډېر سخت کار کاوه، ډېره انګېزه او هدفونه مې لرل.»

هغې وویل، «اوس چې ما خپل دوکان بیا پرانستی دی،‌ زه ډېره خوشحاله یم.»

اسحاقزۍ وویل، «زه غواړم چې د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړم او د خپل هېواد اقتصاد ته انکشاف ورکړم،» او ټینګار یې وکړ چې، «ټولې ښځې دې له خپلو کورونو څخه راوځي او له ډار پرته دې خپل تجارتونه بیا پيل کړي.»

هغې وویل لوستې او مجربې ښځې باید خپل ځانونه په کورونو کې محدود نه کړي بلکې له خپلې پوهې څخه دې کار واخلي او په ټولنه کې دې خپل رول ولوبوي.

د خدیجه الکبری دوکاندارې لال بي بي حنیفي چې ۴۲ کاله عمر لري، وویل چې هغه د مارکېټ له بیا پرانستل کېدلو څخه وروسته خپل کار ته راستنه شوې او یو ځل بیا د خپل راتلونکي په هکله هیله منه ده.‌

حنیفي وویل، «ما په غټه هیله خپل کار بیا پیل کړ، او زه ډېره ورته خوشحاله یم.»

هغې د افغانستان بې ساري اقتصادي ناورین ته په اشارې سره زیاته کړله چې، «په دې سخت حالت کې په ننګونو باندې د برلاسۍ لپاره د ښځو سخت زیار ته اړتیا ده.»

هغې وویل، «زما مېړه له تېرو څو میاشتو راهیسې بې کاره دی، او د کورنۍ د نفقې ګټل یواځې ماته را ترغاړې دي.»

هغې زیاته کړله، «اوس زه کولی شم چې له دوکان څخه مې کافي اندازه عاید ترلاسه او خپله کورنۍ پرې حمایه کړم. که زه کار ته نه وای راستنه شوې، موږ به له سختو اقتصادي ننګونو سره مخامخ شوي وای.»

حنیفي وویل چې د جنسیتي محدودیتونو او د ښوونځیو د بندښت له امله مارکېټ ته د پخوا په پرتله کم مشتریان راځي.

خو هغې وویل هیله لري چې ښځې او نجونې به ژر په ټولنه کې خپل ځایونه بیرته ترلاسه کړي.

یو بهتر راتلونکي جوړول

د مارکېټ یوې دوکاندارې خدیجې حیدري چې ۳۱ کاله عمر لري، وویل ښځینه سوداګرې هڅه کوي چې د خپلو ځانونو لپاره یو بهتر راتلونکی جوړ کړي.‌

هغې وویل، «ښځو د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې په بېلابېلو سکتورونو، په ځانګړې توګه د سوداګرۍ په سکتور کې ګڼ شمېر لاسته راوړنې لرلې. موږ به پرې نه ږدو چې خنډونه زموږ فعالیتونه په خطر کې واچوي.»

حیدري وویل، «موږ هیله لرو چې خپل تولیدات ګردې نړۍ ته صادر کړو

هغې زیاته کړه، «یواځې موږ ښځې کولی شوو چې خپل راتلونکی جوړ کړو. که موږ په کورونو کې پاتې شو او د روانو محدودیتونو او فشارونو پر وړاندې مبارزه ونه کړو، موږ به له یوه تیاره راتلونکي سره مخامخ شو.»

نوموړې وویل،«موږ به هیچاته هم اجازه ور نه کړو چې زموږ راتلونکی خراب او تیاره کړي

حیدري وویل، ښځې او نجونې په لا قوي هوډ سره خپلو کارونو ته راستنې شوي او په سخت زیار سره یې خپلو هدفونو ته د رسېدلو لپاره خپلې انګېزې بیا نوې کړي دي.

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیالې بهناز سلجوقي وویل، د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې په اقتصادي فعالیتونو کې د ښځو او نجونو علاقه مندي زیاته شوې ده.

هغې وویل، «په هرات ولایت کې د سوداګرۍ په بېلابېلو فعالیتونو کې له ۲۰۰ څخه ډېرې ښځې ښکېلې دي. د هغوی اکثرو خپل تجارتي جوازونه په وروستیو میاشتو کې ترلاسه کړي دي.»

هغې زیاته کړه، «هغوی په غټه انګېزه سره کار کوي او د یوه بهتر او لا روښانې راتلونکي لپاره هڅه کوي.»

سلجوقي وویل، د هرات ولایت په کلیو او ولسوالیو کې تر ۱۵۰۰ پورې ښځې او نجونې په بېلابېلو تجارتي فعالیتونو کې ښکېلې دي.

هغې وویل، «په هرات کې د ښځو تجارتونه په وروستیو کې عادي حالت ته راګرځېدلي دي.»

نوموړې وویل، «له وروستیو بدلونونو څخه وروسته، ډېرې ښځې مجبورې شوې چې په کور پاتې شي، او خپل راتلونکي ته هیله یې له لاسه ورکړله، خو اوس حالات څه ناڅه ښه شوي دي، او ښځې توانېدلي چې کار ته ستنې شي.»

سلجوقي وویل، له هغو سختو شرایطو سره سره چې ښځې ورسره مخامخ دي،‌ «هغوی کولی شي چې د مبارزې او په محدودیتونو باندې د برلاسي له لارې خپل هدفونه پوره کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په داسې حال کې چې ټولې ټولنیزې رسنۍ او نورې مطبوعاتي ادارې د افغانستان د خراب سیاسي او اقتصادي وضعیت په اړه خبرې کوي، سلام ټایمز د خوښۍ او هیله ورکوونکي خبرونه خپروي. له سلام ټایمز څخه مننه چې داسې خبرونه خپروي. په حقیقت کې د ښځو وضعیت هغسې نه دی لکه د جمهوریت په وخت کې چې وو. ښځې له ډیرو محدودیتونو سره مخامخ دي، په ځانګړې توګه په دولتي ادارو کې. لا هم زړورو افغانو مېرمنو ماتې نه ده منلې او هڅه کوي چې د بېلابېلو حل لارو په موندلو سره له دغه وضعیت سره مبارزه وکړي. دوی د قربانۍ، جذبې او زړورتیا بشپړې نمونې دي چې د طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو پر وړاندې درېدلي دي. ژوندۍ دې وي زړورې افغانانې.

ځواب ورکړئ

د دې خبر په لوستلو مې زړه خوښ شو. ګڼه ګوڼه به بیا شور جوړ کړي. غږونه او اوازونه سیمه بیا ښېرازه کوي، پرمختګ رامنځته کوي. خلک په مستقیم یا غیر مستقیم ډول ترې ګټه پورته کوي.

ځواب ورکړئ

دا یو ښه پرمختګ دی او د افغان میرمنو د پرمختګ لپاره یو ښه فرصت دی چې دوی وکولی شي په ځان بسیا شي او نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي. که څه هم اسلامي امارت په ټول هیواد کې پر افغان میرمنو ډیر محدودیتونه لګولي دي، خو د هرات دغه زړورې میرمنې له دې ټولو سره سره خپل ورځني ژوند ته دوام ورکوي. د لوی خدای له درباره ورته صبر او استقامت غواړم. دوی د ټولو افغان میرمنو لپاره کافي ښه مثالونه دي.

ځواب ورکړئ

د داسې خبرونو په اورېدو سړی خوشاله شي، خو بل طرف په دې هېواد کې د پردې تر شا ډېرې زیاتې بدبختۍ روانې دي. سړی پرې خفه شي چې اخر به کله دغه خلک (افغانان) خوشالي ویني او کله به د سکون نه ډکه سا اخلي. کله چې اسلامي امارت حاکم شو موږ فکر کاوه چې ځه نور لخیره له جنګونو خلاص شو. کراري شوه. امن شو... خو د وخت په تېرېدو چې ګورو یو ځل بیا د مایوسۍ خبرونه اورو. همدغه هرات چې تاسو ترې حد اقل دا یو ښه خبر خپلو کتونکو ته لیکلی او څه ناڅه مو پرې خوشال کړل پرون د یوې لویې خونړۍ چاودنې شاهد و. د طالبانو د یوه کلک ملاتړي ملا، مولوي مجیب الرحمن انصاري په ګډون ګڼ شمېر بې ګناه کسان په کې ووژل شول. هغه چې په دې چاودنه کې ووژل شول ټول ګناهکار نه و. کیدای شي یوازې انصاري و چې له خپلو مخالفینو سره یې مخالفت درلود او یا یې هغوی ته زیان رساوه مګر پاتې ټول خو ډېر بې ازاره خلک وو. چې هر چا دا کار کړی یوازې د افغانانو دښمن دی ځکه چې د ډېرو بې ګناه خلکو کورونو ته بې روحه جسدونه ډالۍ کړل او خلک یې سخت خواشیني کړل. دا سمه ده چې انصاري به د طالبانو پلوی و، او داسې هم ویل کېدل چې د اسلامي امارت له راتګ سره یې د طالبانو یو لړ سخت قوانین په هرات کې پلي کړي وو. مګر دا نور خلک بې ګناه و او په ډېرې سختۍ یې د ژوند چارې روانې ساتلې وې. بېګاته به ورته خپل بچي په تمه وو. خدای دې داسې ورځ راولي چې هېڅ داسې خبرونه ونه لرو. او یوازې د ابادۍ لکه چې تاسو لیکلي، «د هرات ښځو د خدیجه الکبری مارکېټ بیا پرانست» ګڼ شمېر خبرونه/راپورونه واورو، ولولو، ووینو او بس!

ځواب ورکړئ

چې حتی یوه افغانۍ ګټه هم د یوه کار ولس ته رسېږي او خیر ترې ویني ملاتړ یې په کار دی. زه د دې خبر په لوستلو واقعیت د راحت حس کوم. دلته به بېرته یو ځل بیا د خلکو شور ماشور جوړ شي. او چېرته چې د انسانانو غږ پورته کېږي هغه ساحه ښکلې کېږي. پرمختګ ورسره راځي. خلکو ته په کې ګټه رسېږي هغه که په مستقیم ډول وي او که غیر مستقیم. هراتۍ مېرمنو ته دې مبارک وي. هیله ده هغه ښځې هم د ژوند ټولو سهولتونو ته لاسرسی پیدا کړي چې دمګړۍ ترې محرومې دي او ورته زوریږي.

ځواب ورکړئ