زده کړه

د انځورګرۍ ټولګی د هرات له ښوونځیو څخه محرومو نجونو ته هیله ورکوي

د عمر راپور

په هرات ښار کې د انځورګرۍ یو ټولګی هغو نجونو ته چې د هغوی د ښوونځیو له بندېدلو څخه وروسته په ژور خفګان او نورو رواني ناروغیو اخته شوې وې، نوې هیله ورکوي. له ۲۰ څخه ډېرې د ثانوي ښوونځي زده کوونکې چې له نږدې یو کال راهیسې نشي کولی ښوونځیو ته لاړې شي، هره ورځ دغه ټولګي ته ورځي او د څو ساعتونو په مخه د انځورګرۍ د زده کولو تر څنګ له خپلو همزولو سره له وخت تېرولو څخه خوند اخلي.

هرات -- په هرات ښار کې د انځورګرۍ یو ټولګی هغو نجونو ته چې د هغوی د ښوونځیو له بندېدلو څخه وروسته په ژور خفګان او نورو رواني ناروغیو اخته شوې وې، نوې هیله ورکوي.

له ۲۰ څخه ډېرې د ثانوي ښوونځي زده کوونکې چې له نږدې یو کال راهیسې نشي کولی ښوونځیو ته لاړې شي، هره ورځ دغه ټولګي ته ورځي او د څو ساعتونو په مخه د انځورګرۍ د زده کولو تر څنګ له خپلو همزولو سره له وخت تېرولو څخه خوند اخلي.

روبینې تیموري چې ۱۷ کاله عمر لري او په هرات ښار کې د لسم ټولګي زده کوونکې ده، دوه میاشتې مخکې د انځورګرۍ د ټولګي لپاره داخله وکړله او هره ورځ ورځي.‌

ټولګي کې د نورو نجونو، هغې وویل چې هغې د ښوونځي د نه لرلو درد او غم هېر کړي او په ژوند کې یې یوه نوې هیله موندلې ده.‌

نجونې د زمري په ۲مه په هرات ښار کې په یوه ټولګي کې انځورګري زده کوي. [عمر/سلام ټایمز]

نجونې د زمري په ۲مه په هرات ښار کې په یوه ټولګي کې انځورګري زده کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هغې وویل، «ما هر وخت ژړل او کله چې ښوونځي بند شول ما هیله له لاسه ورکړله، خو ځان مې په کور کې ایسار نه کړ او د انځورګرۍ ټولګي کې مې داخله وکړله. زه غواړم چې د دې هنر له لارې پرمخ لاړه شم او د محرومیت پر ضد مبارزه وکړم.»

هغې وویل، «که هغوی زموږ پر مخ یوه دروازه بنده کړي، موږ ډېرې نورې پرانیزو. هیڅوک هم نشي کولی چې زموږ پرمختګ ودروي. موږ نجونې به د بې انصافۍ او محرومیتونو پر وړاندې چوپ پاتې نشو.»

روبینې وویل چې هغه او د لېسې او ثانوي ښوونځي نورې زده کوونکې انتظار کوي چې د هغوی ښوونځي بیا پرانستل شي او هغوی خپلې زده کړې د تېر په څېر بیا پیل کړي.

لیلا ارمان چې ۱۸ کاله عمر لري او په هرات ښار کې د یوې لېسې زده کوونکې ده، وویل چې د انځورګرۍ ټولګي هغه له هغو رواني او روحي فشارونو څخه وژغورله چې د ښوونځیو د بندېدلو په نتیجه کې رامنځته شوي ول.

هغې وویل، «زه د ښوونځیو له بندېدلو څخه وروسته څو میاشتې په کور کې پاتې شوم او په سخت ژور خفګان باندې واوښتم. زه څو ځلې ډاکتر ته لاړم خو څه مرسته یې ونه کړه، خو له هغه وخت نه چې درې میاشتې مخکې ما د انځورګرۍ ټولګي ته تګ پیل کړ زما حال ښه شوی او له ژوند نه خوند اخلم.»

هغې وویل، «د نجونو له خوا د انځورګرۍ زده کول د محدودیتونو او محرومیتونو پر وړاندې یو ډول مبارزه او مقاومت دی. څومره چې محرومیتونه زیاتېږي، هومره موږ پیاوړې کېږو او په لا ډېر قاطعیت سره خپل هدفونه تعقیبوو.»

لیلا ژمنه وکړله چې په ټولنه کې له سختو محدودیتونو سره سره به هغه او نورې نجونې تسلیم نشي.

په هرات ښار کې د یوې لېسې زده کوونکې راحلې جعفري چې ۱۹ کاله عمر لري، وویل چې هغې یوه میاشت مخکې په دغه ټولګي کې له داخلې اخیستلو راهیسې د انځورګرۍ په هکله ډېر څه زده کړي او اوس انځورونه او طبیعي منظرې باسي.

هغې وویل، «ما د انځورګرۍ په زده کولو سره بیا په ژوند کې هیله وموندله. د ښوونځیو له بندېدلو څخه وروسته ما داسې احساسوله لکه نور چې هیله نه وي او زما ژوند پای ته رسېدلی وي.»

اوس راحله نور هدفونه لري چې غواړي ترسره یې کړي.

هغې وویل، «زه غواړم چې خپل ښوونځی بشپړ کړم او ډاکتره شم. د هغه تر څنګه به زه یوه هنرمنده هم اوسم چې دا یو ډېر ښه احساس دی.»

په کور کې پاتې کېدل د حل لاره نه ده

په داسې حال کې چې په میلیونونو افغانې نجونې مجبورې شوي چې په کور پاتې شي او له یوه نامعلوم راتلونکي سره مخامخ شي، ډېرې له ټولنیزو فعالیتونو او د زده کړې له نورو فرصتونو څخه چې په خصوصي توګه وړاندې کېږي، ګټه اخلي.‌

اسما تیموري چې ۱۵ کاله عمر لري او د لسم ټولګي زده کوونکې ده، وویل چې هغه د موسیقۍ یوه محلي ګروپ غړې وه، او کله چې له ښوونځیو سره په یو وخت کې هغه هم بند شو ډېره زیاته خفه شوله.‌

د هغه په بدل کې، هغې د انځورګرۍ ټولګیو ته تګ پیل کړ.

هغې وویل، «زه هېڅکله هم نه غواړم چې ټولنیز فعالیتونه ودروم او په کور کې کېنم. زه به هر هغه څه چې غواړم وکړم او نورو ته به اجازه ورنه کړم چې ما له خپل کار نه ایساره کړي.»

هغې وویل، «زه غواړم چې د نورو نجونو لپاره یوه بېلګه و اوسم او هغوی ته دا پیغام ورکړم چې هغوی باید د تېر په څېر په ټولنه کې فعالې واوسي او د یوې ښځې په توګه د خپل هېواد او خلکو خدمت وکړي.»

اسما ژمنه وکړله چې هېڅکله به مطالعه، د انځورګرۍ زده کړه او په ټولنه کې فعالیت کول ونه دروي.‌

هغې وویل، «زه باوري یم چې هغه لاره به، چې موږ نجونو په دې سخت وخت کې انتخاب کړې ده، افغانستان د پرمختګ او ښېرازۍ په لوري بوځي. موږ غواړو زده کړه وکړو او خپل هېواد جوړ کړو.»

حبیبې حیدري چې ۱۵ کاله عمر لري او په هرات ښار کې د لسم ټولګي یوه بله زده کوونکې ده، وویل چې هغه د ښوونځیو له بندېدلو څخه وروسته په کور کې ایساره نشوله.

هغې وویل، «په کور کې کېناستل او محدودیتونو ته تسلیمېدل به موږ خراب کړي. موږ به هېڅکله هم دغه حالت قبول نه کړو.»

نوموړې وویل، «دا صحیح ده چې ښوونځي زموږ نجونو لپاره بند شوي دي، لاکن موږ نوښتګرې یو او پرې به نه ږدو چې زموږ د پرمختګ مخه ونیسي.»

حبیبې وویل، نجونې باید نورو فعالیتونو ته مخه کړي او د ښوونځیو تر بېرته پرانستل کېدلو پورې خپل ځانونه منزوي نه کړي.

د پرمختګ فرصتونه

علي فرهنګ چې ۳۵ کاله عمر لري او په هرات کې د انځورګرۍ کار کوي، په هرات ښار کې د نجونو لپاره د انځورګرۍ ټولګی پرانستی دی.‌

هغه وویل، د ښوونځیو له بندېدلو څخه وروسته، نجونو له انځورګرۍ څخه د پرمختګ د یوې وسیلې په توګه کار واخیست او له دغه فرصت څخه یې ډېره ښه استفاده وکړله.

نوموړي وویل، «نجونې هره ورځ په ډېره زیاته لیوالتیا ټولګي ته راځي او انځورګري په مسلکي بڼه زده کوي. دا نجونې واقعا د هنرونو د زده کولو استعداد لري او په راتلونکي کې به ښې هنرمندانې شي.»

فرهنګ زیاته کړه، «د انځورګرۍ زده کړه وړیا ده. د رسامۍ په ټولګي کې د زده کوونکیو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او هغوی ټولې د ښوونځیو زده کوونکې دي.»

هغه وویل چې کورنۍ د خپلو نجونو له خوا د هنرونو د زده کړې ډېر زیات ملاتړ کوي.‌

د هرات پوهنتون د ښکلیو هنرونو د پوهنځي یوې فارغې منیژې سلطاني چې ۲۷ کاله عمر لري، وویل چې افغانو نجونو له دغو ننګوونکیو شرایطو څخه پخپله ګټه کار اخیستی او زده کړې او پرمختګ کولو ته یې دوام ورکړی دی.

هغې وویل، «ډېرو زده کوونکیو په یوه میاشت کې دننه انځورګري زده کړې ده. د ښوونځیو د بندېدلو په نتیجه کې د ذهني فشار له امله دا نجونې ډېرې خوځنده شوي او د خلا د ډکولو لپاره سخت زیار وباسي.»

نوموړې وویل، «افغانو ښځو او نجونو نړۍ ته ورښودلې چې هغوی حتی په غیر عادي او نازکو حالاتو کې پرمختګ کوي. نجونو محدودیتونو ته سرونه نه دي ټیټ کړي، او د یوه روښانه راتلونکي په لور په ډېر قوت سره پرمخ ځي.»

سلطاني وویل، ښځې او نجونې په نهیلۍ برلاسې شوي او په ډېره قوي انګېزه کار کوي چې خپل اکاډمیک ظرفیت پیاوړی او هنر زده کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که څه هم یواځې ۲۰ نجونې دومره ډېرې نه دي چې حساب شي. ځکه لږ تر لږه ۲ میلیونه نجونې دا اوس هم د زدکړو څخه محرومې دي. خو بیا هم خوښ یم چې په لږ شمېر افغان نجونو ته هم دا امکانات برابر شوي څو په یو ډول نه یو ډول زدکړو ته دوام ورکړي. لکه څنګه چې آغلي سلطاني ویلي؛ افغان نجونې په دې ډول دا ثابتوي چې هغوی په تر ټولو سختو شرایطو کې هم د پرمختګ وړتیا لري. که چېرته هغوی ته فرصت ورکړل شي، د پرمختګ مخه یې ونه نیول شي او په ټولنه کې د نرانو سره د برابرو حقونو نه برخمنې شي، زما باور دی چې افغاني مېرمنې به ډېر ژر د پرمختګ لوړو څوکو ته ورسېږي او آن په نرانو به برلاسې شي ځکه په دوی کې د کار انګېزه زیاته ده، زحمت کښه دي او هرکار په ایماندارۍ سره ترسره کوي.

ځواب ورکړئ

د افغان نجونو لپاره د ښوونځيو د دروازو تړل د افغانانو پر وړاندې د طالبانو له خوا تر ټولو ستر خیانت دی. که څه هم دا پروژه له یوې خوا نجونو ته د کار زمینه نه برابروي، له بلې خوا د دوی پر مورال یو څه مثبتې اغیزې کوي او هغوی ته هیله ورکوي. دا افغان نجونې په دې باور دي چې یوه ورځ به اجازه ورکړل شي چې ښوونځي ته لاړې شي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. یو کال کېږي چې طالبانو افغان نجونې او ښځې په زوره د زده کړو له لومړنیو حقونو بې برخې کړې او له نړیوالو اعتراضونو سره سره بیا هم دوی دې ته چمتو نه دي چې افغان نجونې ښوونځيو ته لاړې شي. د ښوونځیو دروازې خلاصې کړئ.

ځواب ورکړئ

افغانان په تېره بیا افغانې ښځې او نجونې باید هېڅکله له داسې بې ارزښته کړنو راضي نه شي. له څه باندې یوه کال راهیسې طالبانو په زوره افغان نجونې او ښځې د زده کړو له لومړنیو حقونو څخه بې برخې کړي او له نړیوالو اعتراضونو سره سره بیا هم دوی نه غواړي افغان نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي. دا حالات باید بدل شي. که څه هم دا فعالیتونه نجونې بوخت ساتي، لاکن دا ښوونځي ته د هغوی د تګ انګېزه له منځه وړي. د افغانانو پر وړاندې د طالبانو تر ټولو ستر خیانت د افغان نجونو د ښوونځیو تړل دي، افغانان باید یوه ورځ له طالبانو سره حساب وکړي.

ځواب ورکړئ

دا ډېره ښه خبره ده چې هغه نجونې چې ښوونځيو ته له تګ څخه بې برخې دي له ښوونځيو څخه جلا نشي او په يو ډول یې له ليک لوست او زده کړې سره اړيکه ټينګه شي، دا اړيکه نجونې لا ډېرې هڅوي. دا پروژه که له یوې خوا نجونې بوختوي، له بلې خوا د هغوی پر روحیه یو څه مثبتې اغیزې لري او هیله مندي ورکوي. دا افغان نجونې په دې باور دي چې یوه ورځ به اجازه ورکړل شي چې ښوونځي ته لاړې شي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. په دې اړه مې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې ځینې پوسټونه ولوستل چې آسیا فونډېشن د ښوونځیو د مضامینو ځینې اپلیکېشنونه جوړ کړي او د ښوونځیو زده کونکو لپاره یې چمتو کړي دي. زده کونکي کولی شي خپل مواد وکاروي او د دغو اپلیکېشنونو په ډاونلوډ کولو سره د درسونو ویډیوګانې په خپلو سمارټ فونونو کې خوندي کړي. زه غواړم د دې غوښتنلیکونو لینک په دې تبصره کې د هغو لوستونکو لپاره پیسټ کړم چې علاقه مندي لري. مننه https://play.google.com/store/apps/details?id=com.biology.App https://play.google.com/store/apps/details?id=com.chemedu.newname https://play.google.com/store/apps/details?id=com.Physic.App https://play.google.com/store/apps/details?id=com.tafchemistry.chemistryApp https://play.google.com/store/apps/details?id=com.GeologyApp.APP

ځواب ورکړئ