ټولنه

په افغانستان کې د بې وزلۍ او بې کارۍ له امله د ځان وژنې کچه لوړه شوې ده

د عمر راپور

د افغانستان په لوېدیځ کې د روغتیا محلي چارواکو وویل چې په وروستیو میاشتو کې د سخت اقتصادي ناورین او د راتلونکي په هکله د بې باورۍ له امله د افغان ځوانانو او په ځانګړې توګه د نجونو تر منځ د ځان وژنې کچه لوړه شوې ده. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د افغانستان په لوېدیځ کې ډاکترانو او محلي رسنیو وویل چې په وروستیو میاشتو کې د سخت اقتصادي ناورین او د راتلونکي په هکله د بې باورۍ له امله د افغان ځوانانو او په ځانګړې توګه د نجونو تر منځ د ځان وژنې کچه لوړه شوې ده.

طلوع نیوز د چنګاښ په ۲۸مه راپور ورکړ چې، د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې په ۱۰ ولایتونو کې شاوخوا ۲۷ افغانانو ځانونه وژلي چې ډېرې قربانیانې یې ښځې وې.‌

دغې رسنۍ وویل، د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې، په هرات ولایت کې تر ۱۰۰۰ پورې اوسېدونکیو د ځان وژنې هڅه کړې چې تقریبا ۲۰ کسان په کې مړه شوي دي.‌

د هغو کسانو چې د ځان وژنې هڅه یې کړې نږدې ۷۰٪ ښځې یا نجونې وې.

عبدالرؤف (منځ) چې ۷۵ کاله عمر لري او د نګور له مرګ څخه وروسته یې زوی بندي شوی دی، د چنګاښ په ۳۰مه په هرات ښار کې خپله یوه لمسۍ په غېږ کې کېنولې ده. [عمر/سلام ټایمز]

عبدالرؤف (منځ) چې ۷۵ کاله عمر لري او د نګور له مرګ څخه وروسته یې زوی بندي شوی دی، د چنګاښ په ۳۰مه په هرات ښار کې خپله یوه لمسۍ په غېږ کې کېنولې ده. [عمر/سلام ټایمز]

د هرات د سیمه ییز روغتون سرطبیب ډاکتر محمد عارف جلالي وویل، د هغو کسانو چې ځانونه یې وژلي ۸۵٪ نارینه او ښځینه ځوانان ول چې د ۱۵ او ۲۵ کالونو تر منځ عمرونه یې لرل.

هغه روښانه کړه چې، «د هراتیانو په منځ کې د ځان وژنې ډېره عامه طریقه ځان ته اور اچول، را ځوړندول یا د نشه ییزو توکو اضافي کارول دي.»

هغه وویل، د هرات سیمه ییز روغتون ته په اوسط ډول په ورځ کې له ۵ څخه تر ۷ پورې داسې ناروغان راځي چې د ځان وژنې هڅې یې کړې وي.‌

جلالي وویل، په هغوی کې ډېرو زهري یا کېمیاوي مواد کارولي وو او «زموږ ډاکترانو ژغورلي دي،» او یادونه یې وکړه چې په عمومي توګه دغه ډول ناروغان یا زده کوونکي دي یا د کور مېرمنې دي.‌

هغه زیاته کړه، د پخواني حکومت کارمندان او کارکوونکي چې په ژور خفګان او ذهني ناراحتۍ اخته شوي د هغو خلکو په ډله کې شامل دي چې ځانونه وژني، او ویې ویل چې په هېواد کې د روان وضعیت په ترڅ کې د نهیلۍ سخت احساس غالب دی.

د لوږې او بې وزلۍ زیاتېدل

ادعا کیږي چې ۲۳ کلنې زلیخا چې د دوو ماشومانو مور ده،‌ د چنګاښ په ۲۵مه په هرات ښار کې خپل ځان را وځړاوه. د هغې تخلص نه دی یاد شوی.

د هغې مېړه چې یو مزدورکار وو له څو میاشتو راهیسې یې کار نه وو کړی، او دغه کورنۍ له سختې لوږې سره مخامخ وه. ډېرې شپې به د هغوی ماشومان په لوږه ویده کېدل.

د هغې کورنۍ وویل، دغې ځوانې ښځې نور د بې وزلۍ او بې کارۍ زغم نه درلود او د بې وسۍ احساس یې کاوه، له دې امله یې خپل ژوند پای ته ورساوه.‌

د زلیخا خسر عبدالرؤف چې ۷۵ کاله عمر لري، وویل، «زما د نګور له ځان وژنې څخه وروسته زما زوی بندي کړای شو.»

که څه هم کورنۍ وایي چې زلیخا خپل ځان پخپله وواژه، لاکن پولیس د هغې د مړینې په تړاو د هغې له مېړه څخه څېړنې کوي.

رؤف وویل، «موږ په کورنۍ کې د نفقې ګټلو څوک نه لرو. ژوند ډېر سختېږي، او موږ هېڅ نه لرو چې ویې خورو او ژوندي پاتې شو.»

هغه وویل، «زما زوی یو مزدورکار دی او په تېرو څو میاشتو کې ونه توانېد چې څه کار پیدا کړي. هغوی دومره څه نه لرل چې بېګا ته یې وخوري. د غریبۍ له امله، زما نګور ته عصبي تکلیف پیدا شو.

رؤف وویل، غریبۍ د هغه ژوند هم تریخ کړی دی.

د زلیخا ایندرور صالحې چې ۳۲ کاله عمر لري، وویل، «کله چې زما ورور وظیفه له لاسه ورکړله، د هغه کورنۍ ته ستونزې پیل شوې.»

صالحې د هغو اونیو په هکله د خبرو پر وخت چې په نتیجه کې زلیخا مړه شوله، وویل، «زما ورېندار که څه هم چې په نورو کورونو کې کار ولټاوه خو ویې نشوای کړای چې وظیفه ومومي. د هغوی ستونزې له یوې ورځې څخه بلې ته پسې بدترېدلې.»

هغې زیاته کړله، «زما ورور یو مزدورکار دی او په یوه کرایي کور کې ژوند کوي. هغه د میاشتې ۳۰۰۰ افغانۍ (۳۳ ډالر) کرایه ورکوي. هغه دومره پیسې نشوای ترلاسه کولی چې کرایه پرې ورکړي او د خپلې کورنۍ لپاره خواړه واخلي.»

صالحې وویل، د کور مالک به راتلو او کرایه به یې غوښتله چې د هغې په ورور او ورېندار باندې یې سخت فشار جوړ کړ.‌

د هغې خواښې خدیجې چې ۵۶ کاله عمر لري، وویل، زلیخا به تل ژړل او خفه به وه ځکه چې د هغې ماشومان وږي ول.

هغې وویل، «زما لمسیانو به ټوله شپه د لوږې له لاسه ژړل. هغوی یواځې هغه وخت کولی شوای څه وخوري چې ګاونډیانو به یې ورسره مرسته وکړله.»

د هغې د نګور له مړینې او د خپل زوی له بندي کېدلو څخه وروسته، اوس دا د هغې پر غاړه شوې چې د یادې جوړې د ماشومانو پالنه وکړي.

ډېرو خلکو هیله له لاسه ورکړې ده

د تېر کال په ترڅ‌ کې په زرګونو افغانانو خپلې وظیفې له لاسه ورکړي، او د ښوونځیو بندېدا په میلیونونو افغانې نجونې مجبورې کړي چې په کور پاتې شي.

فعالانو وویل، په کور کې د پاتې کېدلو رواني فشار او هغه هم چې څه کار نه وي، له زغمه وتلی کار دی.

د هرات سیمه ییز روغتون وایي، له یوه کال څخه په لږه موده کې د دغه روغتون د عصبي ناروغیو څانګې ته نږدې ۸۰۰۰۰ ناروغان د تداوۍ لپاره ورغلي دي.

له دغه شمېر څخه، ۴۰٪ زده کوونکي او پخواني حکومتي کارمندان ول.

په هرات کې د حسن حکیمي په نامه یوه فعال وویل،‌ روانو سختو حالاتو ډېر افغان ځوانان نهیلي کړي ځکه چې هغوی له یوه نامعلوم راتلونکي سره مخامخ دي.

هغه وویل، «ډېر ځوانان چې په شوق سره یې خپل د ښوونځیو درسونه بشپړ کړي وو اوس بې کاره دي. دغه حالت د هغوی په دماغي ثبات باندې اغېز کړی ځکه چې هغوی د نهیلۍ او بې وسۍ احساس کوي.»

حکیمي وویل، «افغانانو او په ځانګړې توګه ځوانو ښځو هیله له لاسه ورکړې ده. ډېر لوستي افغانان چې له بې کارۍ او ذهني ناراحتۍ سره لاس او ګرېوان دي، نشي کولی چې دغسې یو حالت تحمل کړي، او ځینې ځانونه وژني.»

حکیمي وویل، افغانستان په یوه څلورلاري کې دی او د روانو محدودیتونو او بې ثباتۍ له امله یې د ځوانانو تر منځ د ځانوژنې د شمېر د زیاتوالي په هکله خبرداری ورکړ.

په هرات ښار کې د سید اشرف سادات په نامه یوه فعال وویل، د کار چاپېریال د ځوانو افغانانو لپاره ورځ تر بلې سختېږي، او بې کاره خلک په کورونو کې ایسار پاتې دي.

سادات وویل، لوستي ځوانان د بې کارۍ او بې ثباتۍ له رواني فشارونو سره لاس او ګرېوان دي،‌ او یادونه یې وکړه چې که وضعیت سمدلاسه ښه نشي، ډېر ځوانان به له وطن څخه پښې سپکې کړي.

هغه خبرداری ورکړ چې، په ټولنه کې به د هغوی ځای افراطیان او نالوستي خلک ونیسي.‌

هغه وویل، «په وروستیو میاشتو کې ما له دولتي دندو څخه د ډېرو ښځو او سړیو لیرې کول ولیدل، او اوس هغوی ټول بې کاره دي.»

سادات وویل، «دغو ځوانو افغانانو ته هېڅ هیله ورپاتې نه ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

8 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په دې جنایت کې له نړۍ والې ټولنې او په ځانګړې توګه له امریکا څخه رانیولې تر تېر حکومت او طالبانو پورې په برابر ډول شریک دي. نړۍ والې ټولنې په تېرو شلو کالونو کې هېڅ داسې بېخبنا جوړه نه کړه چې حتی ۱۰۰۰۰۰ کورنۍ پرځان بسیا کړي. د تېر حکومت چارواکو ایله دومره کول چې خپل جیبونه یې ډکول، د ملت په هکله یې هېڅ فکر نه کاوه. او طالبان خو د پاکستان نوکران دي. هر څه چې ورته پاکستان وایي هغه کوي. د طالبانو پر وړاندې نه افغان اهمیت لري نه افغانستان.

ځواب ورکړئ

د بې کارۍ او بې وزلۍ له امله د خلکو ځان وژنه یو واقعیت دی. که څوک پرې سترګې پټوي دا بېله خبره ده کنه هره ورځ او که هره ورځ نه وي نو په اونۍ کې ډېر داسې کسان شته چې د ډېر ذهني فشار او ډیپریشن له وجې ځان وژنه کوي. کار نشته. بچي یې ترې خواړه غواړي، پوښاک غواړي، نورو ماشومانو سره سیالي غواړي ... آخر د کورنۍ مشر پلار یا ورور د بد اقتصاد له وجې دېته اړ شي چې ځان وژنه وکړي. دلته لویه بدبختي داده چې کله یوه ډله په واک کې نه وي نو خلکو ته داسې تبلیغ کوي چې ګوندې دوی واک ته ورسېږي وطن به ګل و ګلزار کړي خو چې هغه واک ته ورسېږي تر پخوانۍ هغې ډېر په فساد کې ښکیل وي. ډېره دربدري ورسره رامنځته شي. اوس چې طالبان ځان له هر ډول ګناه څخه پاک بولي او د تېر حکومت کارمندان ورته هېڅ انسانان نه ښکاري همدا لامل کېږي چې یوه ورځ د دوی حکومت هم له منځه لاړ شي. همدغه خلک چې اوس ورته طالبان هېڅ احترام او درناوی نه لري په مقابل کې یې راپورته کېږي او بلاخره یوه ورځ یې مبارزه دې حد ته رسېږي چې بسته حکومت چلینج او له منځه یوسي. نو زه وایم که اسلامي امارت په ریښتیا خپلې ریښې مستحکمې غواړي د جمهوریت لوړ پوړي او ټيټ پوړي خو له فساد پاک اشخاص او مامورینو ته دې ارزښت ورکړي، انساني چلند دې ورسره وکړي، په اوس وخت کې دې د هغوی ستونزې درک کړي. کنه هغوی ټول ځان وژنې نه کوي؛ بلکې د طالبانو په مقابل کې دریږي او یوه ورځ به خپل غچ اخلي خو ښه ده چې خبرو ته سره کېني او ټولې خواوې یو متحد حکومت رامنځته کړي.

ځواب ورکړئ

دا خبر واقعاً خفه کوونکی او دردونکی دی. خدای دې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي. د افغانستان اوسنی وضعیت دا ثابتوي چې موږ به هیڅکله هم ونشو کولی چې په خیریه او نړیوالو مرستو سره یو پرمختللی او باثباته هیواد ولرو. دا د افغانستان پخوانیو حکومتونو او د هغه د نړیوالو شریکانو دواړو لپاره د شرم خبره ده چې په شلو کلونو کې او د ملیاردونو ډالرو په لګولو سره د خلکو د خوراک لپاره د داسې نظام په جوړولو کې پاتې راغلل. که چیرې دا پیسې په سمه توګه مدیریت شوي وای او د هغې په کارولو کې هیڅ ډول غلا او اختلاس نه وای شوی، نو افغانستان او خلک به یې له داسې حالت سره مخامخ شوي نه وای. دا یوازې د افغانستان سیاستوال فاسد او غله نه وو، ډیری بهرنیان چې په افغانستان کې یې د مشاورینو او مدیرانو په توګه کار کاوه هم په فساد کې ښکیل وو، که نه هېڅ امکان یې نه درلود چې د تېر حکومت چارواکي دې په خپل سر دومره ډېرې غلاګانې وکړي.

ځواب ورکړئ

دا ادعا کاملاً دروغ ده چې ګواکې دوی په میلیاردونو ډالر په افغانستان کې لګولي دي. تقريباً ټولې هغه پيسې چې له امريکا څخه افغانستان ته راوړل کېدې، د هغوی د سرتېرو په معاشونو، د لوکس لګښتونو او داسې نورو کارونو کې ورکول کېدې چې ګټه یې يوازې پخپله هماغوی ته ور رسېدله. مرګ په ناولي ایران، مرګ په لعنتي پاکستان

ځواب ورکړئ

په هر اړخ کې ناورین دی ناورین. زه نه پوهیږم چې د افغانستان خلک به تر کومه وخته د خپلو مشرانو د تېروتنو او خیانت تاوان ورکړي. په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان غدارو مشرانو خپل جیبونه ډک کړل، کورونه او په بهر کې یې لوکس ځایونه رانیول او لوی کاروبارونه یې پیل کړل. دوی په لومړي درجه رستورانونو کې خوراکونه کوي او په ډیسکوګانو کې له ښایسته انجونو سره نڅا کوي او ټوله شپه شرابونه څښي. دوی ځانونه د ولس رښتیني استازي ګڼل او په خپل نوم یې امتیازات ترلاسه کول، خو اوس چې هماغه خلک له لوږې مري او حتی ځان وژنې هم کوي، نه غږ پورته کوي او نه هم پوره وجدان لري چې له خپلو شتو څخه د بې وزلو خلکو د مرستې لپاره څه پیسې ولګوي. اوسني مشران هم دا خلک خپل نه ګڼي او د دوی پر وړاندې د مسوولیت احساس نه کوي. خدای دې دا ټول تباه او برباد کړي او خدای دې هېڅکله هم بل هېواد ته د افغانستان په څېر فاسد، غدار، بې وجدانه او لالچی مشران ور نه کړي. :(

ځواب ورکړئ

هر کله چې په افغانستان کې نوی حکومت جوړ شي، بیا د پخوانیو حکومتونو مامورین مسلمانان هم نه ګڼي. دوی څه کوي؟ څومره چې خلک د نا امیدۍ په خاطر ځانوژنې کوي، بېکاري او بېوزلي همدومره زیاتیږي او له بهر څخه هیڅ ډول مرستې نه راځي، همدا راز په افغانستان کې د فقر اصلي لامل د دولتونو چټک بدلون دی.

ځواب ورکړئ

نن سبا په افغانستان کې د بېکارۍ او بې وزلۍ په اړه خبره ریښتیا ده. د غربت له وجې ځان وژنې هم نه شی ردېدلی. په هېواد کې تر ډېره حده د بې کارس د تکرار یواځنی لامل د حکمتونو د ژر بدلېدو دی. دا منو چې په نړۍ کې د حکمتونو بدلېده یو معمول دی خو لسېزی کېږي چې زمونږ افغانانو لویه بدبختي دا ده چې د هرې ډلې حکومت راغلی، مقابل لوری یا د زوړ حکومت کار کوونکو سره هیڅ انساني چلند نه کوي. د زړې ادارې کارکونکو ته د مسلمان په سترګه خو څه کوې چې د انسان په سترګه هم نه ورته ګوري. دلته نوې بریالۍ اداره همېشه ځان پر حقه بولي، همدا نتیجه شی چې د نوې ادارې د منځ ته راتګ په نتیجه کې خلک وظیفې له لاسه ورکړي او او بېرته د فقر کندې ته وغورزيږي. که نوي مسولین دې اړخ ته متوجه نه شی لرې نه ده چې افغانان به له لوی ناورین سره مخ شي. دا یقیني خبره ده چې نن سبا د ځان وژنې پېښې بیخي زیاتې شوي، وطن او وطنوال له یو تدریجی مرګ سره لاس او ګریوان دي. په کلیوالو سیمو کې خلک ډېر وار خطا دي. هغوی ته حتی بشري مرستې هم نه رسېدلي او نه یې څوک په فکر کې دي. د ډبلیو ایف پي څومره خوراکي مرستې چې راځي، ټولې د شخصی روابطو په اساس وېشل کېږي او د غریبو خلکو پروا هم څوک نه کوي.

ځواب ورکړئ

یوازې اقتصادي ناورین نه دی چې هره ورځ خلک مرګ ته ورکش کوي. اوس مهال د کولرا ناروغۍ په سلګونو افغانان وژلي دي، خو طالبان د مړینې اصلي شمېره پټوي ځکه نه غواړي چې خپله بې کفایتي او ناسم مدیریت ومني. د شفقنا خبري آژانس او ​​نورو رسنیو د راپورونو له مخې، د افغانستان په لویدیځ کې معتبرو سرچینو په دغې سیمه کې د کولرا او طاعون د خپریدلو په هکله خبر ورکړی دی. سرچينو زياته کړې، چې د هېواد په سوېل کې د يادې ناروغۍ ورته پېښې په بادغيس او فراه ولايتونو کې هم ثبت شوې دي. د فراه ولايتي روغتون کې يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، وويل چې د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې يو شمېر اوسېدونکي د کولرا په ناروغۍ اخته شوي او د درملنې په موخه د دغه ولايت مرکز ته لېږدول شوي دي. د هغه په ​​وينا، که څه هم دغه ناروغان د کولرا ځينې نښې لري، خو د دې ناروغۍ هویت په کې تایید شوی نه دی. په ورته وخت کې هغه وايي چې د کولرا ناروغۍ د تشخیص لپاره وسایل نه لري. په همدې حال کې د بادغیس ولایت روغتیايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې هم د کولرا په څېر یو شمېر پېښې ثبت شوې دي. د بادغيس د مرکزي روغتون يو تن ډاکټر چې نه يې غوښتل خپل هويت په ډاګه کړي، وويل چې د دغه ولايت مرکز قلعه نو ته څېرمه په يوه کلي کې د کولرا په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ١٠٠ ته رسېدلى دى. دغه ډاکټر دا هم وويل چې په بادغيس کې د کولرا د تشخيص اسانتياوې نشته. سرچينې وايي، د طالبانو د فشار له امله د افغانستان په لوېديځو سيمو کې د کولرا خپرېدل نه دي تاييد شوي. دې ناروغۍ په جوزجان ولایت کې هم لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي دي. دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په زابل ولایت کې خپره شوه. مرستندوی سازمانونه باید اقدام وکړي او د افغانستان د بې وزلو خلکو سره چې وا

ځواب ورکړئ