په اقتصادي پرمختګ کې د افغانستان د ځوانانو فعال رول ښيي چې افراطي باورونه په ټولنه کې ځای نه لري او د خلکو له هيلو او ارمانونو سره په ټکر کې دي.
لوستي ځوانان د اقتصادي نوښتونو له لارې معیشت کې بهبود راولي او د تاوتريخوالي او افراطي چلند پر وړاندې په ښکاره توګه درېږي.
د افغانستان په لوېديځ کې د ځوانانو يو فکري مرکز د عملي او برياليو اقتصادي وړانديزونو په وړاندې کولو سره، چې له سوداګريزو بنسټونو ملاتړ کوي او فرصتونه رامنځ ته کوي، له دې پرمختګ سره مرسته کوي.
په هرات کې د توسعه پایدار (پایداره پراختیا) سوداګریز مشورتي خدماتو په نوم مرکزځوانانو ته يو داسې فرصت برابروي څو خپلې داسې نوښتګرې نظريې وړاندې کړي چې د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته وده ورکوي.
دا مرکز چې دوه کاله وړاندې تاسيس شوی، د لوستو افغان ځوانانو لپاره د يو فکري مرکز په توګه فعاليت کوي او په فعاله توګه د هغوی د وړانديزونو د پلي کولو ملاتړ کوي.
تېر کال له ټول افغانستان څخه څه باندې ۶۰۰ ځوانانو د خصوصي سکتور د شريکانو لپاره په يو رقابتي پروګرام کې خپل وړانديزونه وړاندې کړل.
د مرکز رئيس نذير احمد سديد سلام ټايمز ته وويل، «هغه شرکتونه او ادارې چې اقتصادي پلان نه لري يا د ناکامۍ له ګواښ سره مخ دي، موږ د نوښتګرو ځوانانو په همکارۍ ورسره مرسته کوو ترڅو بېرته پر خپلو پښو ودرېږي.»
هغه زياته کړه، «زموږ مرکز د پانګه والو او د نظريو د جوړونکو ترمنځ واټن له منځه وړی دی. آن د فراه او غور ولايتونو په څېر له محرومو سيمو څخه ځوانان هم ډېر پياوړي اقتصادي نظریات وړاندې کوي.»
دېرش فابريکې او اقتصادي شرکتونه له دې نوښت سره يو ځای شوي دي او اقتصادي پلانونه په مستقيم ډول له همدې ځوانانو څخه ترلاسه کوي.
د افراطيت پر ضد تعلیم
ترهګرې ډلې له نالوستو ځوانانو څخه ناوړه ګټه اخلي، په داسې حال کې چې لوستي ځوانان د القاعدې او د عراق او سوريې اسلامي دولت (داعش) په څېر ډلو د نفوذ پر وړاندې مقاومت کوي.
شنونکي باور لري چې د ځوانانو ترمنځ د زده کړې پراختيا د ترهګرو سازمانونو او افراطي تبليغاتو پر وړاندېتر ټولو پياوړی دفاعي ډال دی.
په هرات کې ټولنيز شنونکي سميع الله وفا وويل، «په لوستو ځوانانو کې د ژوند هيله زياته ده او هغوی هېڅکله افراطي ډلو ته نه اوړي. هغوی د خپلې پوهې او مهارتونو په کارولو سره له غوره اقتصادي وضعیت څه برخمن وي او په ټولنه کې رغنده رول لوبوي.»
هغه زياته کړه، «د القاعدې او داعش په څېر د ترهګرو ډلو یوازينۍ ويره په ټولنو کې د سواد خپرېدل دي.»
په تېرو دوو لسيزو کې په افغانستان کې ميليونونه ځوانانو تحصيل کړی دی، چې دې کار دغو ډلو ته د هغوی جلبول ستونزمن کړي دي.
د پرمختګ لپاره نوښت
تخصصي زده کړې او نوښت ځوانو مسلکي کسانو ته دا وړتیا ورکړې چې له يو بل سره همکاري وکړي او په ټول افغانستان کې د متشبثينو او پانګه والو لپاره هيله بښونکي فرصتونه رامنځ ته کړي.
محمد ناصر اميني چې په هرات کې د سوداګرۍ او ادارې له څانګې فارغ شوی، د هرات په صنعتي پارک کې له يوې فابريکې سره د تجدید وړ انرژۍ يو وړانديز شريک کړ.
هغه باور لري چې د ځوانانو پوهه او نوښت به د افغانستان د راتلونکي اقتصادي ودې په برخه کې ټاکونکی رول ولوبوي.
د تجدید وړ انرژۍ پروژې لوړ ظرفيت لري او کولی شي د هرات ولايت د انرژۍ د کمښت په راکمولو کې مرسته وکړي.
هغه وويل، «د خپلې پروژې د برياليتوب لپاره مې په بېلابېلو ولايتونو کې له ډېرو ځوانانو سره مشورې وکړې. د هغوی نظريو زما فکر په يو عملي پلان بدل کړ.»
عمران رحماني چې د کمپيوټر ساينس له څانګې فارغ شوی، د سازمانونو د مدیریتي سیستمونو د عصري کولو او د زړو لارو چارو د بدلولو لپاره يو پروپوزل وړاندې کړ.
رحماني زياته کړه، «دغه فرصتونه به په هېواد کې اقتصادي بدلون رامنځ ته کړي.»
![نوښتګر افغان ځوانان د فبرورۍ په ۲۳مه په هرات کې د توسعه پایدار سوداګريز مشورتي خدماتو دفتر کې سره راټول شوي دي. [عمران/سلام ټايمز]](/cnmi_st/images/2026/03/04/54828-y_1-585_329.jpg)