په تیرو دوو لسیزو کې، د افغانستان د سواد مخ په ودې کچې د دې هیواد ځواناند افراطي ډلو د جلب او جذب پر وړاندې پر یو ځواکمن خنډ بدل کړي دي.
پداسې حال کې چې د القاعدې او «دولت اسلامي عراق او شام» (داعش) په څیر ترهګرو ډلو له اوږدې مودې راهیسې هڅه کړېترڅو افغان ځوانان ، د تاوتریخوالي لپاره منحرف کړي، خو د زده کړې د کچې لوړېدو د دوی نفوذ په چټکۍ سره کم کړی دی.
۳۰ کلن فیصل ابراهیمي د دې بدلون یوه بیلګه ده.
هغه چې د غور ولایت اصلي اوسیدونکی دی، د لوړو زده کړو لپاره هرات ولایت ته تللی او د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځۍ څخه فارغ دی.
مخکې له دې چې خپل کلی چې د ولایت مرکز فیروزکوه ته نږدې دی، پریږدي، هغه ولید چې داعش خپلو لیکو ته د ځایي ځوانانو د جذب هڅه کوله.
هغه سلام ټایمز ته وویل «کله چې ما په خپل کلي کې تور بیرغ ولید، نو ډیر وویریدم.»
هغه وويل «د داعش غړو ځوانان وژنو او ځانمرګو بريدونو ته هڅول. ما پرېکړه وکړه چې زده کړې وکړم، خو زما د تره زوی، چې له داعش سره يوځای شو، په هماغه کال ووژل شو.»
ابراهیمي چې د دې ډلې د نفوذ په وړاندې یې د مقاومت هوډ درلود، په خپل کلي کې ځوانان وهڅول ترڅو د داعش ایدیولوجی رد کړي.
هغه زیاته کړه «د قرآن کریم د آیتونو او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د لارښوونو په حواله، ما ثابته کړه چې د داعش فعالیتونه حرام دي. دې هڅو د ډیری ځوانانو سره مرسته وکړه ترڅو داعش پریږدي او بیرته خپلو زده کړو ته راستانه شي.»
هغه وويل، کله چې ځوانان له دې ډلې څخه جدا کیدل، «تور بیرغ هم زموږ له کلي څخه ورک شو، او سوله او امنیت بیرته راستون شو.»
ډیری هغه کسان چې داعش یې پریښود، وروسته ښوونځيو یا پوهنتونونو ته مخه کړه، ډاکټران، انجینران او ښوونکي شول چې اوس افراطي روایتونه ننګوي.
د افراطي لاسوهنو رسوا کول
ښوونکو او شنونکو وویلد پوهاوي ودې د هیواد ټولنیز انځور بیرته بدل کړی دی.
د هرات پوهنتون استاد عبدالخالق عزیزي، وروستي شل کالونه د افغانستان د ځوانانو لپاره د بدلون اساسي مرحله یاده کړه.
هغه وويل «په تېرو شلو کلونو کې، افغان ځوانان په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زده کړې له لارې له پوهې او بهرنۍ نړۍ سره آشنا شول.»
هغه زیاته کړه «د دوی لیدلور پراخ شو. دغه لوستي ځوانان اوس د ترهګرو ډلو پر وړاندې یو قوي خنډ دي او د دوی د جلب او جذب او ودې مخه یې نیولې ده.»
عزيزي ټينګار وکړ چې د سواد د کچې زياتوالي د القاعدې او داعش په څېر ډلو اصلي نيتونه څرګند کړي دي.
هغه وويل «لوستي افغان ځوانان په روښانه توګه پوهیږي چې د القاعدې او داعش په څیر افراطي ډلې د افغانستان اصلي دښمنان دي. دې ډلو د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره افغانانو او د هغوی هیواد ته زیان رسولی دی.»
دا بدلون د افراطي ایدیولوجۍ او افغان ارزښتونو ترمنځ د بنسټیز ټکر له امله پیاوړی شوی دی.
د سیاسي چارو شنونکي محمد سلیم وردګ وویل، د القاعدې او داعش نظرییات «په بشپړه توګه بهرني دي او د افغانستان له مذهبي یا کلتوري ارزښتونو سره هیڅ تړاو نلري.»
هغه وويل «افغانان له افراطیت او تاوتریخوالي څخه کرکه کوي او هیڅکله د داسې ایدیولوجیو ملاتړ نه کوي. د القاعدې او داعش منطق او عقیده په وژنې او وینې تویولو باندې را څرخیږي، او دا ډول نظریات تل په افغانستان کې ناکام شوي دي.»
وردګ وویل، دا ډلې اوس په لرې پرتو غرونو کې پټې دي، او نشي کولی ځایي ملاتړ ترلاسه کړي، پداسې حال کې چې ټول افغانان د دوی د ویجاړونکي ایډیالوژۍ پر وړاندې متحد دي.
![د کابل پوهنتون فارغین د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ په لومړۍ نیټه په کابل کې خپل فراغت لمانځني. [Massoud Hossaini/AFP]](/cnmi_st/images/2025/12/08/53033-afp__20110101-585_329.jpg)