زده کړه

تعلیم په افغان ځوانانو کې بدلون راولي او د افراطیت د جذب کچه کمزورې کوي

لیکوال: عمران

د ماسټرۍ دورې محصلین د ۲۰۲۶ کال د اپرېل میاشتې په ۷مه نېټه په هرات کې په یوه خصوصي پوهنتون کې په ټولګي کې په زده کړو بوخت دي. (عمران/سلام ټایمز)

د ماسټرۍ دورې محصلین د ۲۰۲۶ کال د اپرېل میاشتې په ۷مه نېټه په هرات کې په یوه خصوصي پوهنتون کې په ټولګي کې په زده کړو بوخت دي. (عمران/سلام ټایمز)

ځوان نسل په فعاله توګه لوړو زده کړو ته مخه کړې او په ورته وخت کې له افراطي ایډیالوژیو او ډلولکه القاعدې څخه ځان لرې ساتي.

پوهنتونونو د فکري ودې په رامنځ ته کولو کې مهم رول لوبولی، نوښتي فکر یې هڅولی او په بېلابېلو ټولنو کې یې د سوله ییز ګډ ژوند دود پیاوړی کړی دی.

دا ډول علمي چاپېریال محصلینو ته دا زمینه برابروي چې خپل نظرونه په ازاده توګه شریک کړي او د تحلیل، بحث او باخبره لیدلوري له لارې د افراطي نظریاتو مقابله وکړي.

په دې سره، لږ احتمال لري چې ډېر ځوانان تاوتریخوالي ته مخه کړي یا له هغو افراطي سازمانونو سره یو ځای شي چې په سیمه کې فعالیت کوي.

خصوصي پوهنتونونو هم د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو په وړاندې کولو سره د هغو محصلینو لپاره فرصتونه زیات کړي چې غواړي لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.

د تعلیمي او ټولنیزو بنسټونو سره یوځای کېدل

افغان ځوانان په زیاتېدونکي توګه په کلتوري ټولنو، ورزشي ټیمونو، رضاکارانه پروګرامونو، د مطالعې پروګرامونو او نورو ټولنیزو فعالیتونو کې برخه اخلي.

دا فعالیتونه د تړاو احساس پیاوړی کوي او مثبت ګډ هویت رامنځ ته کوي، چې ورسره د افراطي ډلو له خوا د جذب خطر کمېږي.

د القاعدې په څېر ډلې هڅه کوي ځوانانو ته د داسې هویت په ورکولو سره هغوی جذب کړي چې پر غلطو روایتونو او ناسمو ارزښتونو ولاړ وي.

لوړې زده کړې همدارنګه د استقامت د لوړولو، د ټولنیزو مهارتونو د ښه کولو او د بېلابېلو ټولنو ترمنځ د همکارۍ د هڅولو لپاره مهمه وسیله ده.

پوهنتونونه او کلتوري مرکزونه داسې ملاتړي چاپیریالونه رامنځ ته کوي چېځوانان پکې سالمې اړیکې جوړوي او ګډ اهداف تعقیبوي.

علي احمد اکبري، چې په هرات کې د ماسټرۍ محصل دی، همدارنګه له یوې خیریه موسسې سره کار کوي چې له اړمنو کورنیو سره مرسته کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه نیمه ورځ په پوهنتون کې زده کړې کوم او پاتې نیمه ورځ بېوزلو کورنیو ته د خوړو په وېش لګوم.»

هغه زیاته کړه، «موږ د ځوانانو یوه ۲۰ کسیزه ډله یو چې په رضاکارانه ډول په یوه خیریه بنسټ کې کار کوو تر څو له اړمنو خلکو سره مرسته وکړو.»

له افراطیت څخه لیرې کېدل

د افغان ځوانانو ترمنځ د پوهاوي زیاتوالی په هېواد کېپه بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي او افراطي ایډیالوژیود رد سبب شوی دی.

په کلتوري او رضاکارانه فعالیتونو کې فعاله ونډه اخیستل هم د شخصي او ټولنیزې ودې لپاره د مثبتو لارو په برابرولو سره د خطر کچه راکموي.

تعلیم او عامه رسنیو ته لاسرسي هم د افراطي ډلو د ویجاړوونکو فعالیتونو او نیتونو په اړه پوهاوی زیات کړی دی.

ډېرو افغان ځوانانو جګړه او تاوتریخوالی تجربه کړی، چې له امله یې سوله او ثبات د هغوی لپاره لومړیتوب ګرځېدلي دي.

هغوی د افراطي کړنو پایلې لیدلې دي او هڅه کوي خپلې ټولنې د بیا رغونې او اوږدمهاله پرمختګ پر لور بوځي.

احمد فواد کریمي، چې په هرات کې د پوهنتون استاد دی، د افراطیت پر وړاندې د مبارزې لپاره د تعلیم او ټولنیز پوهاوي پر اهمیت ټینګار وکړ.

هغه وویل، «هر څومره چې د ځوانانو ترمنځ د تعلیم او پوهاوي کچه لوړېږي، په هماغه اندازه یې له افراطي ډلو سره واټن زیاتېږي. بې سواده، بېکاره او نهیلي ځوانان ژر د دغو ډلو ښکار ګرځي.»

هغه زیاته کړه، «له لوړو زده کړو سره د لېوالتیا زیاتوالی او په ټولنیزو فعالیتونو کېګډون افراطي او ترهګرې ډلې له جدي ستونزو سره مخ کوي. د افغان ځوانانو د زده کړو د کچې لوړېدا د القادې په ګډون د افراطي ډلو د جذب هڅې په څرګند ډول محدودې کړې دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500