نږدې څلور لسیزې، افراطي ډلو، په ځانګړي ډول القاعدې او ورته خوځښتونو، هڅه کړې چې زده کړې محدودې او پر ځای يې افراطي ايديولوژۍ رامنځ ته کړي.
هغوی پرله پسې پر مکتبونو او تعليمي مرکزونو بريدونه کړي او د وېرې او ګواښ له لارې يې، په ځانګړي ډول د نجونو زده کړې، کمزورې کړې دي.
سره له دغو فشارونو، ډېرو افغان کورنيو لا هم د خپلو ماشومانو د راتلونکي لپاره زده کړې تر ټولو مهمه پانګونه بللې او ملاتړ يې کړی دی.
په ښارونو او کليو کې، کورنۍ هڅه کوي چې د پراخې بېوزلۍ، بېکارۍ او محدودو فرصتونو سره سره خپل ماشومان ښوونځي ته واستوي.
![محمد داوود چې ۴۴ کاله عمر لري، د ۲۰۲۶ کال د مۍ میاشتې په ۲۵مه نېټه په هرات ښار کې خپله لور مکتب ته بيايي. [عمران/سلام ټايمز]](/cnmi_st/images/2026/06/04/56387-d_3-585_329.jpg)
محمد داوود چې ۴۴ کاله عمر لري، د ۲۰۲۶ کال د مۍ میاشتې په ۲۵مه نېټه په هرات ښار کې خپله لور مکتب ته بيايي. [عمران/سلام ټايمز]
د ګڼ شمېر کورنيو لپاره، زده کړې د هيلې نښه او د ثبات، پرمختګ او په ټولنه کې د اغېزمنې ونډې اخيستنې لاره ده.
هغوی غواړي چې ماشومان يې ډاکټران، انجنيران، ښوونکي او نور مسلکي کسان شي، نه دا چې د جګړې او افراطيت قربانيان وګرځي.
دا بدلون ښيي چې د افغانستان د بيا رغولو لپاره د زده کړو او فرصتونو له لارې، نه د تاوتريخوالي او وېرې له لارې، لېوالتيا زياته شوې ده.
یو هوډمن پلار
د هرات ولايت په ختيځه برخه کې يو معلول پلار د زده کړو لپاره د قوي ژمنتيا یو مثال دی.
محمد داوود چې ۴۴ کاله عمر لري او د شوروي پوځ د هوايي بريد له امله د ماشومتوب پر مهال فلج شوی و، هر سهار خپله اته کلنه لور مکتب ته بيايي.
هغه هره ورځ په سختو شرايطو کې شپږ کيلومتره مزل کوي تر څو لور يې معصومه زده کړې ترلاسه کړي او ښه راتلونکی ولري.
که څه هم داوود د بېوزلۍ او معلوليت له امله هېڅکله رسمي زده کړې نه دي ترلاسه کړي، خو لور يې د ډاکټر کېدو هیله لري او غواړي خپل هېواد ته خدمت وکړي.
نوموړی ويلچېير ته په خپلو لاسونو حرکت ورکوي او د لارې په اوږدو کې ډېر ځله د دمې لپاره درېږي.
د هغه لپاره د ښوونځي لاره يوازې ورځنی تګ راتګ نه دی؛ بلکې دا د زده کړو د محروميت او افراطيت پر وړاندې د مقاومت نښه ده.
هغه باور لري چې د نجونو زده کړې د افغانستان د راتلونکي لپاره اړينې دي او دا يو ملي ضرورت ګڼي.
نوموړي سلام ټايمز ته وويل، «زما راتلونکی پای ته رسېدلی دی او يوازې د لور راتلونکی راته مهم دی. زه غواړم دا ماشومه مکتب ته ولاړه شي او زده کړې وکړي.»
«زه هيله لرم چې ټولې افغان نجونې وکولی شي زما د لور په شان زده کړې وکړي او لوستې شي.»
پوهاوی د ناپوهۍ پر وړاندې
کلونو جګړو، تاوتريخوالي او افراطي تبليغاتو افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې راوستی چې تر ټولو ډېر له شخړو څخه اغېزمن شوی دی.
سره له دې ننګونو، ډېر افغان ځوانان ورځ تر بلې زده کړې د افراطيت او وروسته پاتې والي د له منځه وړلو کلي بولي.
دا لیدلوری د افراطي سازمانونو له خوا له ترويج شوې ايديولوژۍ سره په ښکاره ډول په ټکر کې دی او په پراخه توګه د خلکو له لوري د دغو باورونو د رد څرګندونه کوي.
د کلونو لپاره، افراطي ډلو هڅه کړې چې وېره رامنځ ته کړي او په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ګډون مخه ونیسي.
نن ورځ، ميليونونه افغان ماشومان او ځوانان د سختو اقتصادي ستونزو او پراخې بېوزلۍ سره سره لا هم زده کړې ترلاسه کوي.
دا پرمختګونه ښيي چې افراطي مفکورې د خلکو د پوهې او فرصت لپاره لېوالتيا له منځه نه شي وړلی.
زده کړې لا هم د بنسټ پالنې او د افراطي ډلو له خوا د جلب او جذب پر وړاندې یو له تر ټولو قوي خنډونو څخه ګڼل کېږي.