کابل -- کارپوهان وايي، د افغانستان په جګړه ځپلو ولایتونو کې، چې له ۴۰٪ څخه ډېر ماشومان له ښوونځيو څخه پاتې دي او د ځوانانو بې کاري په کې په زیاتېدلو ده، القاعدې او د هغې ملګرو د کسانو د استخدام لپاره ښه ځای موندلی دی.
د لسیزو تعلیمي سقوط او اقتصادي نهیلۍ څخه په ګټې اخیستنې سره، افراطیان هڅه کوي چې ناچاره ځوانان استخدام کړي او وپالي، او بیا یې د ترهګرۍ په وسیلو باندې بدل کړي.
د دې کار لپاره، القاعده له غربت، بې کارۍ او بې سوادۍ څخه د استخدام د وسیلو په توګه کار اخلي، د تعلیمي بېخبنا د ویجاړتیا له امله رامنځته شوې تشې څخه په ګټه اخیستنې سره له تیاره راتلونکي سره مخامخ ځوانانو ته تحریف شوی هدف وړاندې کوي.
د لسیزو جګړو د افغانستان تعلیمي سیستم او اقتصاد ویجاړ کړی، په ځانګړې توګه په کلیوالي سیمو کې چیرې چې فرصتونه کم پاتې دي.
په اسلام اباد کې مېشت ټولنپوه رحمت الله ایوبي وویل، «موږ له داسې نسل سره مخامخ یو چې له ۴۰٪ څخه زیات خلک په کې ښوونځيو ته لاسرسی نه لري او بې کاري په کې ډېره ده،»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «په داسې تعلیمي خلا کې، القاعده او د هغې ملګري د دروغو په وعدو سره رامخته کېږي،»
هغه وویل، «کله چې یو ځوان نه پوهیږي چې له ژوند څخه څه غواړي او د اقتصادي ستونزو په وسیله محاصره وي، هر هغه شعار چې هویت او راتلونکی وړاندې کوي زړه راښکونکی کیږي، حتی که دا شعار تاوتریخوالی او افراطیت ته وده ورکړي،»
ښوونه او روزنه ځوانانو ته د انتقادي فکر کولو مهارتونه په لاس ورکوي او د کار روزنه له هغوی سره د کار موندلو کې مرسته کوي. له دغو ټولنیزو جوړښتونو څخه پرته، د افراطي استخدام کونکو لپاره دا اسانه ده چې داسې افراطي ایډیالوژۍ تحمیل کړي چې تاوتریخوالی ته وده ورکوي.
کله چې کتابونه او قلمونه لیرې کړای شوي وي
په نوي ډیلي کې مېشت سیاسي شنونکي عتیق الله احدي سلام ټایمز ته وویل، د القاعدې استخدام کوونکي هڅه کوي چې په محرومو سیمو کې ټولنیزو شبکو او جوماتونو ته ننوځي.
احدي وويل، «کله چې حکومت کوم تعليمي پروګرامونه نه لري يا ښوونځي غير فعال وي، دا ډلې د بديل په توګه عمل کوي، خو هغه څه چې دوی يې وړاندې کوي يواځې تحریف شوي مذهبي زده کړې او د مغزونو وینځل دي،»
هغه زیاته کړه، «په داسې چاپیریال کې، ځوانان له ساینسي او عقلي نړۍ لیدونو څخه بې برخې کیږي او د تاوتریخوالي وسیلې ګرځي،»
هغه وویل، «دا ګواښ له افغانستان څخه بهر ځي، ځکه چې یو ځوان چې نن په یوه ولایت کې د القاعدې له خوا ګمارل شوی وي، سبا په سیمه ایزه کچه فعالیت کولی شي.»
په کاناډا کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي محمد زمان سیال وویل، «کله چې له ځوانانو څخه کتابونه او قلمونه واخیستل شي، توپکونه یې په لاسونو کې ورکول کیږي،»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «د تعلیم او کار نشتوالی د افراطي ډلو لپاره د ذهنونو د وینځلو لپاره غوره فرصت دی،»
سیال وویل، «حکومتونه او نړۍ وال بنسټونه باید دا مسئله بیړنی لومړیتوب وګڼي، ځکه چې ترهګري له دغو تشو څخه تغذیه کیږي.»
په انقره کې مېشت د سیمه ایزې پالیسۍ کارپوه آصف طاهري سلام ټایمز ته وویل، خو بیا هم سطحي تعلیمي پروګرامونه بنسټیزې ستونزې نشي حل کولی.
هغه وویل، «القاعده له ډېرې مودې راهیسې پوهیږي چې دوامداره نفوذ یواځې د وسلو له لارې نه راځي بلکې د ځوان نسل د ذهنونو کنټرولولو له لارې راځي،»
طاهري وویل، «موږ باید کلیو ته ورسیږو، ښوونځي فعال کړو، د ښوونکو ملاتړ وکړو، او د کار حقیقي فرصتونه رامنځته کړو، که نه نو، موږ راتلونکی نسل په خپلو لاسونو شریرو ډلو ته ور سپارو.»
![افغان کوچنیان د ۱۴۰۰ لمریز د لړم په ۶مه د بلخ ولایت په دشتان کلي کې د خپل کور په انګړ کې لوبې کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2025/07/09/51105-Dashtan-Balkh-children-585_329.jpg)