کابل -- القاعدې په افغانستان او افریقا کې د نالوستو او بې روزګاره ځوانانو ډلو کې د استخدام ښه زمینه موندلې ده، او د پیسو او هدف د غلطو ژمنو په پراخولو سره له سختو اقتصادي شرایطو او د تعلیمي تشو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.
په کابل کې مېشت سیاسي شنونکي پیمان رستمي سلام ټایمز ته وویل، دا ډله او د هغې ملګري په ټول افغانستان او افریقا کې ځوانان په نښه کوي، له ټولنیزو رسنیو، ویناوو او پروپاګند څخه کار اخلي او هغوی په جال کې را ایساروي.
رستمي روښانه کړه چې، «د القاعدې د غړو افراطي او له تاوتریخوالي څخه ډک مذهبي تبلیغات، نالوستي ځوانان د ډېرو پیسو ژمنې سره، په خورا ستونزمن حالت کې اچوي،»
هغه وویل، «ډېر دغه ځوانان، چې له فقر او بې کارۍ څخه رنځېږي، دې ته د یوه طلايي فرصت په توګه ګوري او په اسانۍ سره دې ترهګریز سازمان ته ور جذبېږي.»
هغه وویل، د افراطیانو ستراتیژي په ځانګړي ډول د تعلیم یافته ځوانانو مخه نیسي، ځکه هغوی له داسې ډلو څخه ځانونه لیرې ساتي.
رستمي زیاته کړه، پرځای یې، دا ډلې په هغو کسانو تمرکز کوي چې د تاوتریخوالي مذهبي تبلیغاتو پر وړاندې حساس دي چې په غلط ډول ادعا کوي چې اسلام تر ګواښ لاندې دی او باید دفاع ترې وشي.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) د ۲۰۲۳ میلادي کال راپور چې «په افریقا کې د افراطیت مزل» تر عنوان لاندې ترتیب شوی، غربت، تبعیض او بې عدالتي، د پیسو، امنیت یا شتمنۍ ژمنې د القاعدې له خوا د ځوانانو د استخدام اصلي سببونه بلل شوي دي.
په افغانستان کې، القاعده د کونړ او نورستان په ګډون ولایتونو کې له سختې بې وزلۍ، کمزورې حکومتولۍ او کمو تعلیمي بېخبناوو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپل د ۲۰۲۳ میلادي کال راپور کې، د ملګرو ملتونو د تحلیلي ملاتړ او بندیزونو څارنې ټیم د افغانستان، افریقا او یمن په ځینو برخو کې د القاعدې د شتون یادونه کړې ده.
د افراطیت روزنځی
په کابل کې مېشت ټولنپوه عبدالخالق رمزي سلام ټایمز ته وویل، د زده کړو نشتوالی د ترهګرو د استخدام لپاره مناسب شرایط رامنځته کوي.
هغه وویل، ځوانان د ښوونې او روزنې له کمزورو سیستمونو او ډېرې بې کارۍ سره مخامخ دي، چې هغوی د عاید او بې باورۍ څخه تېښتې ته لېواله کوي.
رمزي وویل، «دا شرایط د القاعدې لپاره یو طلایی فرصت رامنځته کوي چې د هغوی له نهیلۍ او نارضایتۍ څخه ګټه پورته کړي، او هغوی په غلطو ژمنو سره راجلب کړي،»
دا ډله د اسلام له تحریف شوي تعبیرونو څخه کار اخلي څو په چټکۍ سره نوي کسان بدل کړي، ډېری وختونه په قصدي ډول ښوونځي په نښه کوي او بندوي څو زده کړو ته د لاسرسي مخه ونیسي.
په هرات کې مېشت ټولنپوه بشیر احمد نوري وویل چې له زده کړو او فکري لارښوونې څخه پرته، د القاعدې د تاوتریخوالی ایډیالوژي په اسانۍ سره د هغو محرومو سیمو په ځوانانو کې خپریږي چې د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا ځوانان په چټکۍ سره د القاعدې په څېر ترهګرو سازمانونو ته جذبیږي،» او ټینګار یې وکړ چې د زده کړو پراخول او د تاوتریخوالي کلتورونو پر وړاندې مبارزه د مخنیوي یواځېنۍ اغېزمنې لارې دي.