جرم او انصاف

د جنګ په سیمو کې د افراطیانو له خوا له کوچنیانو څخه ناوړه استفاده په پراخه کچه وغندل شوه

د عمران راپور

القاعدې سره د تړلي الشباب ګروپ مشکوک وسله وال؛ یوه ښځه او د هغې درې ماشومان، د ۱۳۹۵ د غوایي په ۱۶مه د سومالیا په موګادیشو کې له نیول کېدلو څخه وروسته د وسلو تر څنګ ناست دي. [محمد عبدالوهاب/ای اېف پي]

القاعدې سره د تړلي الشباب ګروپ مشکوک وسله وال؛ یوه ښځه او د هغې درې ماشومان، د ۱۳۹۵ د غوایي په ۱۶مه د سومالیا په موګادیشو کې له نیول کېدلو څخه وروسته د وسلو تر څنګ ناست دي. [محمد عبدالوهاب/ای اېف پي]

القاعده او د هغې ملګري تر خپل کنټرول لاندې جګړه ځپلو سیمو کې له کوچنیانو څخه ناوړه استفاده کوي، او په دې توګه له نړۍ وال قانون او هغو اسلامي اصولو څخه چې هغوی یې د دفاع ادعا کوي، سرغړونه کوي.

د «کوچنیان او وسله واله شخړه» په هکله د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ میلادي کال د راپور په اساس،القاعدې پورې تړلې الشباب ډلې په یوه کال کې د کوچنیانو د استخدام د شاوخوا ۵۵۰ مستندو قضیو مسؤلیت پر غاړه درلود.

د ملګرو ملتونو په راپور کې په تفصیل سره ویل شوي چې د القاعدې یوې بلې څانګې جماعت نصرت الاسلام و المسلمین (جناو) چې د بورکینا فاسو، مالي، چاد او نایجر په ګډون د لوېدیځې افریقا هېوادونو کې فعالیت کوي، په پراخه کچه له کوچنیانو څخه د جنګیالیو په توګه کار اخیستی دی.

په یمن کې، د القاعدې د عربي ټاپووزمې څانګې (ای کیو ای پي) کوچنیان د وسله والو فعالانو په توګه استخدام کړي دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې یادونه شوې چې په دې سیمو کې په زرګونو کوچنیان تښتول شوي، چې ډېری یې وروسته مجبور شوي چې په وسله والو بریدونو کې ګډون وکړي.

کارپوهان په نړۍ واله کچه د القاعدې له خوا له کوچنیانو څخه ناوړه استفاده، د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د حقونو کنوانسیون څخه سرغړونه او له اساسي بشري حقونو څخه ناوړه ګټه اخیستنه ګڼي چې کوچنیوالی یې خرابوي او د ځوانانو ژوند ور ویجاړوي.

په کابل کې مېشت د بشري حقونو فعال عبدالقادر رحیمي سلام ټایمز ته وویل، «القاعده ماشومان د باور وړ او ارزانه جنګیالیو په توګه استخداموي، د هغوی مغزونه ور وینځي او په ترهګریزو عملیاتو کې یې کاروي.»

هغه وویل، «دا ماشومان د ژوند په لومړیو کې د دې ترهګرې ډلې په جال کې لویږي او د مغزونو له وینځل کېدلو څخه وروسته له هغې خطرناکې لارې څخه بې خبره پاتې کېږي چې هغوی پرې روان دي،»

رحیمي څرګنده کړه چې د القاعدې اوږدمهاله هدف دا دی چې د افراطیانو نوی نسل وروزي. هغه وویل، په ځانګړې توګه په لویدیځه افریقا کې د ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو په تړلو سره، هغوی ولسونه له پوهې څخه محروموي او افراطیت ته وده ورکوي.

د اسلامي ارزښتونو پر ضد

دیني عالمان په څرګنده توګه د القاعدې کړنې غندي،او یادونه کوي چې اسلامي تعلیمات په وسله والو شخړو کې د کوچنیانو ښکیلتیا په کلکه منع کوي.

په هرات کې مېشت دیني عالم شهاب الدین متقي سلام ټایمز ته وویل، «په جګړه کې له کم عمره ماشومانو څخه ګټه اخیستل یو جرم دی او د اسلام د مقدس دین له خوا په بشپړ ډول رد شوی دی،»

هغه زیاته کړه چې، «هغه ډلې چې دا ډول جرمونه کوي له اسلام سره هیڅ تړاو نه لري او د هغوی کړنې د اسلامي ارزښتونو خلاف دي. اسلام کوچنیانو ته ډېر ارزښت ورکوي او په وسله والو ځواکونو کې د هغوی د ښکیلتیا په کلکه مخالفت کوي.»

په هرات کې میشت دیني عالم ذکرالله حنفي هم دا عمل د انسانیت تر ټولو بدو جرمونو په توګه وغانده، او سلام ټایمز ته یې وویل چې په وسله والو شخړو کې د کوچنیانو کارول له اسلامي اصولو څخه بشپړه سرغړونه ده.

هغه وويل، «په جګړو او ځانمرګو بمي بریدونو کې د القاعدې له خوا د کوچنیانو کارول د اسلام او انسانیت دواړو پر وړاندې لوی خیانت دی. اسلام د رحم او شفقت دین دی، نه داسې دین چې بې ګناه او زیان منونکي کوچنیان په خطر کې واچوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ستاسو وروستي اکثر راپورونه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د ترهګرو ډلو او هغوی ته د جلب او جذب په رابطه دي. د داسې موادو خپرېدا کولی شي چې د ځوانانو او نویو نسلونو ذهنونه خراب کړي. مونږ چې کوچنیان وو د یوې خارجي موسسې په مرسته د افغان ماشومانو لپاره د نصاب کتابونه چاپ شوي وو چې په اکثرو کې د جنګ او جدل موضوعات وړاندې کړای شوي وو. کله چې هغه خلک غټ شول، اکثر یې په جنګیالیو باندې بدل شول. سلام ټایمز ښه ویب سایټ دی خو کاش چې د داسې بې کاره موادو د خپرولو پر ځای د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د پرمختګونو او حربي ټکنیکونو د پرمختګ په هکله لیکل کړي وای، نه داسې چې ځوان نسلونه مو تخریب کړي.

ځواب ورکړئ