تروريزم

د سومالیا له حکومت سره په همغږۍ د متحده ایالاتو هوايي بریدونو د تندلارو مورچلونه په نښه کړل

د عمران راپور

د متحده ایالاتو ځواکونو د ۱۳۹۹ د مرغومي په ۲۲مه په سومالیا کې د الشباب پر یوه قرارګاه هوایي برید وکړ. [د افریقا لپاره د متحده ایالاتو قومانداني]

د متحده ایالاتو ځواکونو د ۱۳۹۹ د مرغومي په ۲۲مه په سومالیا کې د الشباب پر یوه قرارګاه هوایي برید وکړ. [د افریقا لپاره د متحده ایالاتو قومانداني]

د متحده ایالاتو د افریقا قوماندانۍ (افریکام) په وینا، د متحده ایالاتو د وروستیو بریدونو په لړ کې چې په سومالیا کې یې د الشباب سنګرونه په نښه کړل، د غبرګولي په ۳مه د کیسمایو شاوخوا ۴۰ کیلومتره شمال لوېدیځ ته د اورپکو موقعیتونه وویشتل.

تر دې مخکې دوو بریدونو د غوایي په ۳۱مه د کیسمایو ۴۳ کیلومتره شمال لویدیځ ته موقعیتونه په نښه کړل، او یوه بل له موګادیشو څخه ۲۰۰ کیلومتره شمال ته له مباکس سره نږدې سیمې وویشتلې.

افریکام وویل چې دوی د سومالیا حکومت او وسله والو ځواکونو سره کار ته دوام ورکوي څو «د الشباب د بریدونو د پلانولو او ترسره کولو ظرفیت کمزوری کړي.»

په کابل کې مېشت د پوځي چارو شنونکي عین الدین کاکړ وویل، دوامدار هوایي کمپاین په سومالیا کې د الشباب عملیاتي ظرفیت او د خوځښت ازادي ډېره زیاته کمه کړې ده. په دغه هېواد کې، دې ډلې د کلونو بې ثباتۍ په ترڅ کې وده کړې وه.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «الشباب په ختیځه افریقا کې د القاعدې یوه پیاوړې څانګه ده. د دې ډلې ځپل او کمزوري کول مستقیما په ټوله وچه کې د القاعدې وړتیاوې اغیزمنوي

هغه زیاته کړه، «د الشباب پر وړاندې د سومالیا امنیتي ځواکونو څخه د متحده ایالاتو نظامي ملاتړ به د دې ترهګرې ډلې تر کنټرول لاندې سیمو د ازادولو او په نهایت کې په هېواد کې د القاعدې د ماتې لامل شي.»

کاکړ وویل، «سومالیا له لسیزو راهیسې د الشباب د ترهګریزو فعالیتونو له امله رنځیږي، او د متحده ایالاتو ملاتړ د دغه هېواد لپاره د الهام سرچینه ده.»

ترهګرو شبکو ته پیغام

شنونکو سلام ټایمز ته وویل، د متحده ایالاتو هوایی بریدونه د سومالیا ځواکونو لپاره د تکتیکي ملاتړ په توګه کار کوي او په افریقا کې ترهګرو شبکو ته یو پراخ ستراتیژیک پیغام لیږي چې هغوی نور ازادانه کار نشي کولی.

په هرات کې مېشت سیاسي شنونکی وکیل احمد وفا وویل، «که چېرې دا هوایي بریدونه دوام ومومي، د سومالیا په مختلفو برخو کې به د الشباب د عملیاتو ساحه کمه شي، او د هغې ډېر جنګیالي به یا له وېرې وتښتي یا به خپل فعالیتونه پریږدي،»

هغه وویل، «په اوږده موده کې، دا به د دغې ډلې ټولیز جنګي ځواک کم کړي،»

هغه زیاته کړه، «د الشباب ځپل به نه یواځې سومالیا ته ثبات او امنیت راولي بلکه په ګاونډیو هیوادونو کې به هم د سولې په برخه کې مرسته وکړي،»

وفا وویل، «د کینیا او ایتوپیا په څېر هیوادونه له کلونو راهیسې د الشباب بریدونو څخه رنځېږي او پراخه بې ثباتي او ناامني په کې موجوده ده.»

په کابل کې مېشت سیاسي شنونکی فرهاد احساس وویل، د متحده ایالاتو هوایی کمپاین د سومالیا امنیتي ځواکونو لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي چې د الشباب په وړاندې پرمختګ وکړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «الشباب په ختیځه افریقا کې د القاعدې سره تړلې ترټولو لویه او فعاله ترهګره ډله ده. په وروستیو کلونو کې، د دغې ډلې د فعالیتونو ساحه له سومالیا اخوا او ګاونډیو هیوادونو ته پراخه شوې ده،»

هغه وويل، «د سوماليا پوځ او د الشباب ضد ائتلاف سره د متحده ایالاتو همکاري دا ډله په جدي توګه کمزورې کوي،»

احساس وویل، «د مهمو شخصیتونو، بېخبناوو او د وسلو د ډيپوګانو په نښه کولو لپاره پرله پسې هوايي بريدونه به د دې ډلې د له منځه تللو سبب وګرځي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500