القاعدې پورې تړلې ترهګرې ډلې الشباب هڅه وکړه چې په سومالیا کې د متحده ایالاتو او د هغوی د افریقایي متحدینو پر یوې اډې برید وکړي، خو خپل هدف یې ترلاسه نه کړ.
دا غیر مستقیم برید د وږي په ۱۳مه د کیسمایو ښار ته نږدې ترسره شو، چې غوښتل یې د متحده ایالاتو او ائتلاف ځواکونه په نښه کړي.
په برید کې هېڅ سرتېری ژوبل نشو، او نه هم اډې یا ائتلافي ځواکونو ته کوم مالي زیان و رسېد.
له ناکامۍ سره سره، الشباب هڅه وکړه چې دا پېښه د دروغو ادعاوو له لارې لوړه وښيي، او خپلو پلویانو ته یې د بریا په توګه وړاندې کړه.
له دې ناکام برید څخه وروسته، د متحده ایالاتو د افریقا قوماندانۍ (افریکام) اعلان وکړ چې امریکایي ځواکونه به له افریقایي شریکانو سره د ترهګرۍ د خطر کمولو او د ټولې وچې امنیت د بهبود لپاره همکاري ته دوام ورکړي.
همداراز، افریکام ټینګار وکړ چې د سومالیا له حکومت او وسله والو ځواکونو سره یو ځای خپلو هڅو ته دوام ورکوي ترڅو پر متحده ایالاتو، پوځیانو، او په بهرکې په وګړو یې د الشباب د حملو پلان جوړونې او عملي کولو وړتیا تضعیفه کړي.
القاعدې ته یوه لویه ضربه
کارپوهان وایي چې د الشباب دا ناسم تبلیغاتي کمپاین د دې ډلې اعتبار هم د خپلو ملاتړو او هم سیالانو ترمنځ سخت خراب کړی دی.
په کابل کې مېشت یوه سیاسي شنونکي نظام الدین کبیري د الشباب دا ناکامه هڅه نه یوازې د همدې ډلې لپاره بلکې د القاعدې لپاره هم یو لوی شاتګ وباله.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا وروستی برید د القاعدې نظامي کمزوري څرګندوي او ښيي چې الشباب دومره پیاوړی نه دی څومره چې ځان ښيي،»
هغه زیاته کړه، «که څه هم الشباب د القاعدې د نسبي فعاله څانګې په توګه پېژندل کېږي، خو دوی خپلې کړنې غټې ښیي او عملا یو ډېر کمزوری ګروپ دی،»
هغه زیاته کړه، «حتی د دوی د غچ اخیستنې بریدونه هم ناکام شوي، او دا د القاعدې لپاره یوه لویه ضربه ده،»
کبیري وویل، د الشباب د ناکامو بریدونو پروپاګند او مبالغه د دوی لاسته راوړنه نه ده، بلکې د دوی موقف او اعتبار یې د پلویانو په منځ کې ډېر کمزوری کړی دی.
القاعدې پورې د تړلو ډلو کمزوري کېدل
په کابل کې مېشت د سیاسي چارو یوه شنونکي محمد کاظم حسيني وویل، د الشباب په څېر ډلو کمزوري کېدل د نړیوالې ټولنې د ترهګرۍ ضد مبارزې هوډ نور هم قوي کوي.
هغه وویل، «د ترهګرۍ ضد کلونو هڅو د نړۍ په کچه ترهګرې ډلې کمزوري کړې دي، په ځانګړي ډول په افریقا کې الشباب له تېر کال راهیسې له پرله پسې بریدونو څخه سخت زیان لیدلی دی،»
هغه زیاته کړه، «د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه یوازې د متحده ایالاتو مسؤولیت نه دی، ټول هېوادونه باید د دې ترهګر سازمان پر وړاندې عملي اقدامات وکړي،»
حسيني خبرداری ورکړ چې په افریقا کې د القاعدې اړوندې ډلې لا هم «د نړیوال امنیت جدي تهدید» دي، او د هوايي او ځمکنيو عملیاتو زیاتولو غوښتنه یې وکړه.
په هرات کې مېشت د پوځي چارو شنونکي محمد نسیم حیدري وویل، «الشباب چې پخوا یې پراخې سیمې تر خپل کنټرول لاندې لرلې، اوس یې د عملیاتو ساحه په پراخه کچه راکمه شوې ده،»
هغه وویل، «القاعده او اړوندې ډلې یې هغومره پیاوړې نه دي څومره چې د دوی په پروپاګند کې ادعا کېږي. که چېرې روانې د ترهګرۍ ضد هڅې دوام ومومي، نو دا ډلې ښایي ډېر ژر له منځه ولاړې شي.»
حیدري وویل، «ترهګرې ډلې ورو ورو خپل اعتبار او نفوذ له لاسه ورکوي. کله چې د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړي، بیا به د فعالیت لپاره نه خوندي ځایونه ولري او نه هم د عملیاتو امکانات ولري.»
![په داسې حال کې چې د ختیځې افریقا د غبرګون ځواک غړو امنیت نیولی، د ۱۴۰۴ د غوایي په ۲۴مه د سومالیا په موګادیشو کې یوه اېم وي – ۲۲ اوسپری الوتکه په ځمکه کېني. [بریدمن کرستوفر ګراس/ د متحده ایالاتو هوایي ځواک]](/cnmi_st/images/2025/09/19/52020-9039896-585_329.jpg)