تروريزم

د متحده ایالاتو پوځي بریدونه د الشباب پر وړاندې د سومالیايي اردو د هڅو ملاتړ کوي

د محمد قاسم راپور

د راډیو دالسان په وینا، یو عکس چې په انټرنټ خپور شوی په باریر کې د الشباب یو ۱۵ کلن غړی ښیي چې د جګړې پرمهال د شاتګ د مخنیوي لپاره د ډلې له خوا په ونې پورې تړل شوی دی.

د راډیو دالسان په وینا، یو عکس چې په انټرنټ خپور شوی په باریر کې د الشباب یو ۱۵ کلن غړی ښیي چې د جګړې پرمهال د شاتګ د مخنیوي لپاره د ډلې له خوا په ونې پورې تړل شوی دی.

شنونکو سلام ټایمز ته وویل، امریکایي ځواکونو په سومالیا کې دقیق هوايي بریدونه زیات کړي چې الشباب په نښه کوي.‌ د جګړې په ډګر کې تېروتنو او د همغږۍ ناکامۍ دا ډله په زیاتیدونکې توګه له ستونزو سره مخامخ کړې ده.‌

دغه بریدونه، چې د سومالیا حکومتي ځواکونو سره په همغږۍ ترسره کیږي، دا وړتیا لري چې ستراتیژیک ښارونه بیرته ونیسي او د افراطيانو عملیات ګډوډ کړي.

د زمري د ۱۰مې او ۱۷مې ترمنځ، د متحده ایالاتو د پوځ د افریقا قوماندانۍ (AFRICOM) بارییر ته نږدې د شابیل په ښکتنۍ برخه کې ګڼ بریدونه ترسره کړل. دا د کب میاشتې راهیسې د الشباب له خوا نیول شوی یو جنجالي ښار دی او د سومالیا ځواکونو لپاره لومړیتوب لري چې باید ثبات په کې راولي.

د ای اېف پي د راپور په اساس، د زمري په ۱۷مه، د سومالیا فدرالي ځواکونو او د یوګانډا سرتیرو په سومالیا کې د افریقایي اتحادیې د ملاتړ او ثبات ماموریت (AUSSOM) لاندې د یوې اونۍ څخه ډېرې مودې جګړې څخه وروسته بارییر په بشپړه توګه خوندي کړ، چې د الشباب تلفات یې له ۱۰۰ څخه زیاتو جنګیالیو ته واړول.

د ډيفنس ويب خبري ادارې په وينا، له مرغومي څخه تر چنګاښ پورې، امريکايي او سوماليايي ځواکونو د ترهګرو ډلو پر وړاندې ۵۱ دقيق بريدونه ترسره کړي دي.

شنونکو وويل، د الشباب جنګياليو د هوايي څارنې سره د مقابلې توان نه درلود، د لوجستيکي ننګونو او کمزوري عملياتي پلان له امله، هغوی ډېر ناچاري شوي دي.

په بلجيم کې مېشت د سياسي چارو شنونکي نظر محمد حيدري وويل، «دا کمزورتياوې د هغوی حرکتونه رسوا کوي، او دې ته فرصت برابروي چې عملیات یې په چټکۍ سره شنډ کړای شي. په ځانګړې توګه، له دې امله چې د ترهګرۍ ضد ځواکونه استخباراتي ملاتړ او پرمختللې ټکنالوجي لکه ډرونونه او د څار سیستمونه لري،»

د رکود په حال کې شبکه

شنونکو وويل، الشباب او د هغې مورنۍ نړيواله شبکه، القاعده، د دوامداره پوځي فشار، هدفي عملياتو، مالي محدوديتونو او د استخدام کمښت له امله په دوامداره توګه کمزورې شوې ده.

په لندن کې مېشت د نړيوالو چارو شنونکي عصمت الله نوري په وينا، د جګړې په ډګرونو کې د کلونو ماتې، د لوړ پوړو قوماندانانو وژل کېدلو يا نيول کېدلو، او د سيمې د ساتلو توان نه درلودلو دغه شبکه د ستراتيژيک پر ځای د غبرګون ښودلو حد ته ښکته کړې ده.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «منظم او دقیق هوايي بریدونه، د بحران ضعیف مدیریت، د نویو نیول شويو سیمو د ساتلو د توان نشتوالی، او د عامه نفوذ کمېدل ټول د شبکې د تدریجي کمښت نښې دي،»

هغه زیاته کړه، «د پیسو د لېږد شبکو تعقیب او په مالي ملاتړ کونکو فشار راوړلو د القاعدې تجهیزات او لوجستیکي وړتیاوې په چټکۍ سره کمې کړې دي،»

د موازنې بدلون

په انقره کې مېشت د امنیتي چارو شنونکي محمد منیر ضیایي په وینا، په داسې حال کې چې افراطي ډلې له خپلو مرکزونو څخه شاتګ کوي او سیمه ایز ملاتړ له لاسه ورکوي، سومالیايي ځواکونه کنټرول پراخوي، حکومتولي بېرته پرځای کوي، او د بیارغونې پرمختللي پروګرامونه پیلوي.

هغه وویل، «د سومالیا وروستي عملیات ښیې چې څنګه د القاعدې او د هغې ملګرو تکتیکي کمزورتیاوو د پرېکنده او تروریزم ضد بریالیو عملیاتو لپاره دروازه پرانیستې ده،»

ضیایي وویل، «د الشباب رکود د سومالیا داخلي امنیت ښه کړیاو په سیمه کې نورو افراطي ډلو ته یې یو قوي پیغام لیږلی دی.»

شنونکو وویل، به ساحه کې د سومالیا استخباراتي مالومات او د متحده ایالاتو د ډرون څارنې او دقیقو بریدونو په ګډه، د افراطي ډلو له خوا په وروستیو کې په خوندي سیمو کې د روزنې د تاسیسات او اکمالاتي لارو د بیا رغښت مخه ډب کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500