په هغو سیمو کې چې د واک خلا، فقر او ایډیالوژیکي ګډوډي د افراطي ډلو لپاره حاصلخېزه ځمکه برابروي، هلته قومي مشرانو، ښوونکيو، دیني عالمانو او د سیمه ییزې شورا غړو د القاعدې د نفوذ پر وړاندې د دفاع د لومړۍ کرښې په توګه سرونه راپورته کړي دي.
دا مشران په خپلو ټولنو کې بې له شکه ټولنیز مشروعیت لري، او د دیني عقیدې په اړه د دوی ژوره پوهه دوی ته د هغو تحریف شویو روایتونو د ننګولو فرصت په لاس ورکوي چې افراطي ډلې یې د ځوانانو د استخدام لپاره کاروي.
د مزار شریف یوه دیني عالم مولوي محی الدین یعقوبي وویل، د القاعدې په څېر ډلې د تاوتریخوالي ایډیالوژۍ او د دین له تحریف شويو تفسیرونو سره ټولنو ته ورننوځي.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «خو سیمه ییز مشران کولی شي د دود، تاریخ او سیمه ییزو باورونو په ژوره پوهه تکیه کولو سره د افراطي تبلیغاتو مخه ونیسي،»
یعقوبي وویل، که څه هم القاعده د اسلام د ناسمو تعبیرونو له لارې ځوانان په نښه کوي، خو بانفوذه مذهبي شخصیتونه کولی شي چې په فعاله توګه د ټولنې په ښکېلولو سره په مؤثره توګه د دې افراطیت پر وړاندې مبارزه وکړي.
هغه وویل، «هغه کسان چې د اسلام نوم د ترهګرۍ لپاره کاروي، په حقیقت کې د قرآن کریم د اصلي مفاهیمو دښمنان دي،»
هغه وویل، «موږ باید د دین د ریښتینې ژبې په وسیله د غلطو تعبیرونو پر وړاندې مبارزه وکړو، ځکه چې دا جګړه نه یواځې د امنیت، بلکې د ایډیالوژۍ او عقیدې په اړه هم ده.»
یعقوبي یادونه وکړه، په داسې حال کې چې ترهګرې ډلې د دیني متونو سطحي تفسیرونه او له تاوتریخوالي څخه ډک تحریفونه وړاندې کوي، سیمه ایز مشران کولی شي مستند تعلیمات چې په عدالت او سوله ایز ګډ ژوند ټینګار کوي، وړاندې کړي.
هغه وویل، «موږ باید دین له ریښتینو عالمانو څخه واورو، نه د هغو وسله والو کسانو څخه چې دین د تاوتریخوالي لپاره کاروي،» او زیاته یې کړه چې د جوماتونو د خطبو او ټولنیزو غونډو له لارې، دا مشران په دوامداره توګه د ریښتیني اسلام په اړه پوهاوي ته وده ورکوي.
ثابتې شوې پایلې
د جګړې له ډېرو سیمو څخه شواهد د سیمه ایز مشرتابه د پیاوړتیا اغېزمنتوب په ګوته کوي. له افغانستان، سومالیا، مالي او یمن څخه مالومات ښیې چې د سیمه ایزو مشرانو د ملاتړ په ترلاسه کېدلو سره، د القاعدې وده په پام وړ توګه کمېږي.
په اسلام اباد کې مېشت ټولنپوه رحمت الله ایوبي وویل، «سیمه ایز او مذهبي مشران نه یواځې د خلکو په فکر نفوذ لري، بلکې په هغوی باندې د باور کچه هم ډېره لوړه ده،»
هغه وویل، «د هغه ژبې په کارولو سره چې خلک پرې پوهیږي او سیمه ایزو دودونو ته په اشارې سره، دوی کولی شي د افراطیت د خطرونو مخه ونیسي،»
ایوبي وویل، کله چې د سومالیا او افغانستان په قبایلي سیمو کې سیمه ایزو مشرانو د افراطیت ضد هڅو کې د رسمي ادارو سره همکاري وکړه، د القاعدې نفوذ په چټکۍ سره کم شو.
په بلجیم کې مېشت د نړۍ والو چارو شنونکي نظر محمد حیدري وویل، دا مشران د سیمه ایزو ارزښتونو او دودونو د ساتونکو په توګه کار کوي، چې ورسره دوی په ځانګړي توګه په لیرې پرتو سیمو کې چې حکومتي حضور په کې کم دی، ډېر اغېزمن ثابت شوي دي.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «په ډېرو مواردو کې، د دغو مشرانو فعال شتون د القاعدې له خوا استخدام کم کړی او د هغې ټولنیز نفوذ یې کمزوری کړی دی،»
د هغوی بریالیتوب له مخنیوي څخه اخوا د ټولنو بیا رغولو ته ورغځېږي.
په کابل کې مېشت سیاسي شنونکي سمیر رضایي سلام ټایمز ته وویل چې په سمه توګه ملاتړ شوي سیمه ایز مشران کولی شي زیان منونکې سیمې د القاعدې په وړاندې په خنډونو باندې بدلې کړي.
هغه وويل، «دا مشران، له دودونو سره د ژورو اړیکو، منځلارو مذهبي عقایدو، او د هغوی د ټولنو په هکله دقیق ټولنیز پوهاوي ته په پام سره، کولی شي باوري، بې تشدده روایت ته وده ورکړي او د افراطي ايډیالوژۍ پر وړاندې مبارزه وکړي.»
![یو هنرمند د وري په ۲۰مه د افغانستان په هرات کې د لاسي صنایعو په یوه ورکشاپ کې د قرآن کریم په یوه پاڼه باندې رڼا اچوي. [مصطفی نوري/د منځني ختیځ انځورونه د ای اېف پي له لارې]](/cnmi_st/images/2025/07/29/51313-quran-illuminated-manuscript-585_329.jpg)