تروريزم

افغانانو د القاعدې د سوریایې ملګرې ډلې سقوط د افراطیت لپاره د یوه ګوزار په توګه وستایه

د محمدقاسم راپور

لکه څنګه چې د ۱۳۹۹ د تلې میاشت کې د یادې ډلې د رسنیو د څانګې، شام الرباط رسنۍ، له خوا خپرو شویو تبلیغاتو کې ښودل شوي، د حراس الدین جنګیالي په سوریه کې د حمزه بن عبدالمطلب کمپ کې لیدل کیږي.

لکه څنګه چې د ۱۳۹۹ د تلې میاشت کې د یادې ډلې د رسنیو د څانګې، شام الرباط رسنۍ، له خوا خپرو شویو تبلیغاتو کې ښودل شوي، د حراس الدین جنګیالي په سوریه کې د حمزه بن عبدالمطلب کمپ کې لیدل کیږي.

د القاعدې د سوریایي ملګرې ډلې سقوط د سوریې د جګړې له ډګرونو هاخوا انعکاس موندلی دی. افغان شنونکي او دیني عالمان د دې ډلې ماتې نه یواځې پوځي بریا ګڼي بلکې د افراطي ایډیالوژۍ د قاطع رد په سترګه هم ورته ګوري.

حراس الدین په ځانګړې توګه د سوریې په ادلیب ولایت کې فعالیت کاوه، او له هغه ځای څخه یې د ترکیې پولې ته نږدې سیمه کنټرولوله. دې ډلې له نورو افراطي ډلو سره ملګرتیا جوړه کړه، خو له مخالفو ځواکونو سره چې غوښتل یې ځانونه له القاعدې څخه لیرې وساتي په جنګ واوښتل.

شنونکو سلام ټایمز ته وویل، که څه هم د متحده ایالاتو په مشرۍ ایتلافي ځواکونو بریدونو حراس الدین دې ته اړ کړ چې منحل شي،خو د دې ډلې چټکې ړنګیدا یې ژورې کمزورتیاوې په ګوته کړلې.

د بي بي سي مونېټرېنګ څانګې د راپور په اساس، د دې ډلې له ړنګېدلو څخه وروسته په یوه میاشت کې، د سلواغې ۱۱مې څخه د کب تر ۷مې پورې، ایتلافي ځواکونو د دې ډلې د پاتې فعالانو په وړاندې پنځه هدفي هوایي بریدونه ترسره کړل، چې لږترلږه شپږ کسان یې په ادلیب او حلب ولایتونو کې ووژل.

شنونکو وویل، حراس الدین ممکن منحل شوی وي، خو ایتلافي ځواکونه له فرصت څخه ګټه اخلي او په دې کې هوډمن دی چې د هغوی د بیا یوځای کېدلو د هرې هڅې مخه ونیسي.

له دین څخه ناوړه ګټه اخیستنه

هغوی وویل، د حراس الدین سقوط له نظامي ماتې څخه ډېر د هغې د افراطي ایډیالوژۍ، چې د اسلام له اساسي تعلیماتو او ټولنیزو ارزښتونو سره په ټکر کې وه، ناکامي په ګوته کړه.

په مزار شریف کې مېشت دیني عالم مولوي عبدالرحمن همدم سلام ټایمز ته وویل، «د القاعدې په څېر ترهګرې ډلې، چې اسلام د تاوتریخوالي او ترهګرۍ لپاره په یوه وسیله باندې بدلوي، نه یواځې د مسلمانو ټولنو امنیت ګواښي بلکې د اسلام ریښتینی انځور هم تحریفوي،»

مذهبي مشران له اوږدې مودې راهیسې استدلال کوي چې د القاعدې د مذهبي مشروعیت ادعا یوه داسې لاره ده چې د تاوتریخوالي توجیه کولو او د دین تر لباس لاندې د شتمنیو راټولولو لپاره ترې کار اخلي.

همدم وویل، «دا ډلې باید پوه شي چې دوی د خپلو کړنو د توجیه کولو لپاره د دین په کارولو کې هیڅ مشروعیت نه لري. اسلام د رحم، عدالت او سوله ایز ګډ ژوند پر اساس ولاړ دی، او هېڅکله د انسانانو پر وړاندې بې رحمانه تاوتریخوالی نه مني.»

هغه زیاته کړه، «اسلام د سولې او یووالي دین دی، نه د وژلو او ویجاړولو،»

پراخې پایلې

په لندن کې مېشت د امنیتي چارو شنونکي علي اکبر محمدي د حراس الدین ړنګېدا «له نړۍ وال افراطیت سره په مبارزه کې ستراتیژیک بریالیتوب» وباله.

هغه وویل چې دغې ماتې د القاعدې د استخدام یو مهمه سرچینه له منځه وېوړله، ځکه چې دې ډلې د بهرنیو جنګیالیو لپاره د مرکز په توګه کار کاوه.

د حراس الدین پر وړاندې کمپاین د ترهګرو بېخبناوو د منځه وړلو په لار کې د نړۍ والو همغږو هڅو اغېزمنتوب هم په ګوته کړ.‌

په بلجیم کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي محمد حیدري وویل، دا ډله «له یو لړ دقیقو بریدونو څخه وروسته چې مهم لوجستیکي مرکزونه او پټنځایونه یې ویجاړ کړل» د عملیاتو په برخه کې فلج او بې اغېزې شوه.

هغه وویل، «د دې ترهګرې ډلې ړنګیدل باید د یوې قضیې د څېړنې په توګه وکارول شي چې څنګه نړۍ واله همکاري کولی شي ترهګریز سازمانونه کمزوري او له منځه یوسي،»

شنونکي مني چې که څه هم ګواښونه دوام لري، افراطي ډلې د مذهبي مشروعیت او د هغو ټولنو له ملاتړ څخه پرته بقا نه لري چې هغوی یې د استازیتوب ادعا کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500