امنیت

د پټېدلو ځای نه لري: د متحده ایالاتو بریدونه القاعدې سره تړلي کسان په دقت سره په نښه کوي

د محمدقاسم راپور

دا ویډیو هغه دقیق برید ښیې چې د کب په ۵مه یې د سوریې په شمال لویدیځ کې د حراس الدین لوړ پوړی پوځي مشر محمد یوسف ضیا تلای وواژه. [د متحده ایالاتو مرکزي قومانداني]

کابل -- د القاعدې سره تړلو مشرانو په نښه کولو لپاره د متحده ایالاتو وروستي بریدونه د لوړې کچې دقت ښیې، او پرته له دې چې نورو ته تاوان ورسوي، په مستقیم برید کې هدف له منځه وړي.

امریکایي ځواکونو د کب په ۵مه د سوریې په ادلیب ولایت کې د حراس الدین لوړ پوړی پوځي مشر محمد یوسف ضیاء تلای (مشهور په جعفر الترکي) له تعقیبولو څخه وروسته وواژه.

د متحده ایالاتو د پوځ له خوا خپره شوې یوه ۱۳ ثانیه یي ویډیو ښيي چې تلای د برید پر مهال په یوه کلیواله سیمه کې په یوه خالي سړک موټر چلاوه.

وېډیوي فلم او وروسته هغه عکسونه چې د سوریې د ملکي دفاع غړو د صحنې د معاینه کولو پر وخت اخیستي، ښیي چې د موټر چلوونکي چوکۍ په دقت سره په نښه شوې وه، او د موټر پاتې برخه تقریبا روغه پاتې ده.

د حراس‌الدین لوړپوړی نظامي مشر، محمد یوسف ضیا طلایی، چې د کب په ۵مه د امریکا په هوایي برید کې د سوریې د ادلب په ولایت کې ووژل شو، په دې انځور کې لیدل کیږي، چې په ټولنیز شبکه ایکس کې خپور شوی دی.

د حراس‌الدین لوړپوړی نظامي مشر، محمد یوسف ضیا طلایی، چې د کب په ۵مه د امریکا په هوایي برید کې د سوریې د ادلب په ولایت کې ووژل شو، په دې انځور کې لیدل کیږي، چې په ټولنیز شبکه ایکس کې خپور شوی دی.

رسنیزو سرچینو وویل چې تلای په پټه هڅه کوله د حراس الدین له منحل کېدلو څخه وروسته یوه جلا ډله جوړه کړي.

دوه ورځې وړاندې، امریکایي ځواکونو په ورته سیمه کې د القاعدې سره تړلې حراس الدین یو بل لوړ پوړی مشر وسیم تحسین بیرقدار په یوه «دقیق هوايي برید» کې له منځه یوړ.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) مشر جنرال مایکل ايرېک کوریلا وویل، «موږ به د خپل هیواد او په سیمه کې د متحدو ایالاتو، متحدینو او شریکانو د دفاع لپاره د دغو ترهګرو جدي تعقیب ته دوام ورکړو،»

د سیمه ییزو امنیتي کارپوهانو په وینا، دا عملیات د القاعدې د ملګرو د نیولو لپاره د یوه پراخ کمپاین برخه ده چېرې چې دوی هڅه کوي په افغانستان او پاکستان کې د خپلو دودیزو اډو هاخوا پښې ټینګې کړي.

هدفمند بریدونه

په تاشکند کې مېشت افغان پوځي شنونکی محمد موسی هدفمند یادونه وکړه چې «متحده ایالات د هدفي بریدونو ترسره کولو لپاره پرمختللې ټیکنالوجي رامنځته کړې، او د ترهګرو مشران یې ملکي وګړو ته د حد اقل زیان رسولو پرته له منځه وړي دي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «دا بریدونه معمولا د لږې ګڼه ګوڼې ساعتونو په جریان کې یا په غیر استوګنو سیمو کې ترسره کیږي، او یادونه یې وکړه چې دا د هوایي بریدونو او استخباراتي مالوماتو د شراکت له برکته دي.

هغه وویل، «د داسې دقیقو بریدونو بریالیتوب د متحده ایالاتو د ترهګرۍ ضد وړتیاوو ارتقا ښیي،»

په جرمني کې مېشت د ترهګرۍ ضد شنونکی غلام رسول توحیدي وویل، «دغو بریدونو نه یواځې د دې ډلو عملیاتي وړتیاوې کمې کړي، بلکې د هغوی د مشرتابه او همغږۍ شبکې یې هم ګډې وډې کړې دي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د تلای له منځه وړل د القاعدې او د هغې پورې تړلو څانګو د کمزوري کولو په لور یو مهم ګام دی،»

توحیدي وویل، د هغه مړینه «په سوریه کې د القاعدې عملیاتو ته یو جدي ګوزار دی، ځکه چې حراس الدین د دې ډلې یو له مهمو سیمه ایزو مټونو څخه و،» او یادونه یې وکړه چې متحده ایالاتو «له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره خپله ژمنتیا ښودلې ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د ټولنې د تفریح لپاره ډېر ښه دی.

ځواب ورکړئ

هو

ځواب ورکړئ

عالیه

ځواب ورکړئ

ډېر ښه

ځواب ورکړئ