تروريزم

د ائتلافي ځواکونو بریدونو او داخلي اختلافاتو په سوریه کې په القاعدې پورې تړلې ډلې په له منځه وړلو کې مرسته وکړه

د محمدقاسم راپور

د سوریې د ملکي دفاع ځواک غړي د بې پیلوټه الوتکې د برید له ځای څخه، چې د کب په ۵مه یې په ادلیب ولایت کې یو موټر په نښه کړ او د حراس الدین غړی محمد یوسف ضیا طلايي مشهور په جعفر الترکي یې وواژه، ملبه پاکوي. [د سوریې د ملکي دفاع ځواک]

د سوریې د ملکي دفاع ځواک غړي د بې پیلوټه الوتکې د برید له ځای څخه، چې د کب په ۵مه یې په ادلیب ولایت کې یو موټر په نښه کړ او د حراس الدین غړی محمد یوسف ضیا طلايي مشهور په جعفر الترکي یې وواژه، ملبه پاکوي. [د سوریې د ملکي دفاع ځواک]

کابل -- امنیتي شنونکو وویل، په سوریه کې د القاعدې د وروستۍ مهمې ډلې، حراس الدین منحل کول دا په ډاګه کوي چې د داخلي ایډیالوژیکي ویشونو ترڅنګ دوامدار پوځي فشار څنګه افراطي ډلې ډوبولی شي.

حراس الدین، چې په خپل اوج کې یې ۲۵۰۰ جنګیالي درلودل، د ۱۳۹۶ لمریز د سلواغې په میاشت کې په داسې حال کې راڅرګند شو چې القاعدې په سوریه کې د نفوذ د بیا جوړولو هڅه کوله. په دغه وخت کې، النصره جبهې په ښکاره له هغې سره اړیکې پرې کړې څو تحریرالشام ډله جوړه کړي.

د ۱۴۰۳ لمریز کال په دوران کې د متحده ایالاتو نظامي عملیات چې د حراس الدین مشران یې په نښه کړل، د سلواغې په ۹مه د دې ډلې د منحل کېدلو په پریکړه کې د یوه فکتور په توګه رول ولوباو.

د وږي په میاشت کې د متحده ایالاتو په یوه برید کې د دې ډلې جګپوړی مشر مروان بسام عبدالرؤف او د دغې ډلې اته نور غړي ووژل شول او د زمري په میاشت کې د متحده ایالاتو په برید کې د شورا یو بل لوړ پوړی مشر ابو عبدالرحمن المکي هم ووژل شو.

د نړۍ والو ایتلافي ځواکونو د کب په ۳مه د متحده ایالاتو په برید سره د سوریې په شمال لویدیځ کې د «جګپوړی اسانچاري» وسیم تحسین بیرقدار په وژلو سره د دې ډلې تعقیب ته دوام ورکړ -- دا په یوه میاشت کې درېیم عملیات دي.

په اسپانیا کې مېشت د منځني ختیځ شنونکي عبدالخلیل مصطفوي وویل، «څېړنې ښیي چې دې ډلې په ابتدايي توګه د سوریې په شمال لویدیځ، په ځانګړې توګه ادلیب ولایت کې فعالیت کاوه، چې د سوریې د حکومتي ځواکونو او سیالو ډلو په وړاندې په بریدونو تمرکز کاوه،»

سیمه ییزو شنونکو وویل، په داسې حال کې چې حراس الدین په پیل کې د شپاړسو کوچنیو وسله والو ډلو ژمنې جلب کړې، خو د هغې سختې ایډیالوژۍ او له نورو وسله والو ډلو څخه انزوا هغه په زیاتیدونکې توګه زیانمنه کړې ده.

د افراطي ډلو کمزوري کول

د افراطیت پر وړاندې د مبارزې پروژې په وینا، حراس الدین له خپل انحلال څخه مخکې په سوریه کې له ۲۰۰ څخه زیاتو بریدونو ادعا کړې وه.

په فرانسه کې مېشت د تروریزم شنونکي محمد یعقوب حسیني سلام ټایمز ته وویل چې حراس الدین له اوله یو «جدي ګواښ» ؤ.

هغه وویل، «د ګروپ د مشرانو د په نښه کولو دقیقو هوايي بریدونو د هغه په کمزوري کولو کې مهم رول ولوباوه،»

د تاوتریخوالی د توجیه کولو لپاره له اسلامي لارښوونو څخه د دې ډلې ناوړه استفاده د دې سبب شوه چې ډېر غړي یې خپلې لیکې پرېږدي، او دغه ګروپ له عملیاتي پلوه شل شي.

په ترکیه کې مېشت افغان سیاسي شنونکي عبدالواسع نیازي وویل، «د حراس الدین په څیر ډلو تجربه ښیي چې دوامدار پوځي فشار او دقیق استخباراتي عملیات کولی شي افراطي ډلې په بریالیتوب سره کمزورې کړي،»

د حراس الدین منحل کېدا ښیي چې څنګه دا ډول ډلې کله چې د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړي او همغږو امنیتي غبرګونونو سره مخامخ شي ناکامیږي.

په کابل کې د مدني ټولنې فعال صمیم رشیدي سلام ټایمز ته وویل، په سوریه کې د ترهګرو د پټنځایونو په له منځه وړلو سره، نړۍ وال ایتلاف د افراطي ډلو پر وړاندې د مبارزې اغېزمنتوب ثابت کړی دی.

هغه زیاته کړه، «القاعده او داعش جنایتکارې ډلې دي چې انسانیت تهدیدوي،» او یادونه یې وکړه چې همغږی نړۍ وال اقدام کولی شي خلک د دې ډلو له خوا له ګواښ څخه خلاص کړي.

شنونکو وویل، د حراس الدین منحل کېدا د القاعدې د سیمه ییزې شبکې لپاره یو بل مهم ټکان دی، چې دا په ډاګه کوي چې څنګه افراطي ډلې په نهایت کې کله چې د دوامدار نظامي فشار سره مخامخ کیږي، پخپله له منځه ځي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟