کابل -- امریکایي ځواکونو په وروستیو اونیو کې په سوریه کې د القاعدې د ملګري ګروپ حراس الدین، چې په وروستیو کې منحل شوی دی، د پخوانیو مشرانو د په نښه کولو له لارې یوه یرغلیز کمپاین ته زور ورکړی او څو مشران یې ور وژلي دي.
دا اقدام په افغانستان او پاکستان کې د القاعدې د سنتي مرکز د په نښه کولو سربېره، په هر هغه ځای کې چې دغه شبکه ریښې جوړوي، د هغې د اړوندو ډلو د له منځه وړلو لپاره د پراخ کمپاین د یوې برخې په توګه ترسره کیږي.
محمد یوسف ضیا طلايي (جعفر الترکي) د کب په ۵مه د سوریې په ادلیب ولایت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. رسنیزو سرچینو وویل چې هغه هڅه کوله څو د حراس الدین له منحل کېدلو څخه وروسته یوه جلا ډله جوړه کړي.
د متحده ایالاتو پوځ وویل چې د کب په ۳مه د متحده ایالاتو یوه هوایی برید د سوریې په شمال لویدیځ کې د حراس الدین لوړ پوړی مشر تسهیل کونکی وسیم تحسین بیرقدار له منځه وېوړ.
د سلواغې په ۲۷مه، په سوریه کې د اېم ۴ لویې لارې په اوږدو کې د متحده ایالاتو په برید کې د هراس الدین لوړ پوړی مالي او د لوجستیک چارواکی ووژل شو؛ او د سلواغې په ۱۱مه په ادلیب ولایت کې د امریکا په یوه برید کې لوړ پوړی کارمند محمد صلاح الزبیر ووژل شو.
حراس الدین د سلواغې په ۹مه خپله منحل کېدا اعلان کړه.
په ایټالیا کې مېشت افغان پوځي شنونکي محمد نعیم غیور سلام ټایمز ته وویل، «په سوریه کې د حراس الدین د منحلېدو لامل د دې ډلې پرله پسې ماتې دي،»
هغه وویل، «په وروستیو میاشتو کې، د دې ډلې ډېر لوړ پوړي مشران او مهم غړي له منځه وړل شوي، چې د نورو عملیاتو توان نه لري،»
غیور زیاته کړه، «د القاعدې ډېرو غړو د متحده ایالاتو د هوايي بریدونو له وېرې له یادې شبکې څخه ځانونه لېرې کړي دي،»
هغه زیاته کړه، «هیڅوک نه غواړي چې نور په القاعده یا د هغې په اړوندو ډلو کې د مشرتابه رول ولوبوي، ځکه پوهیږي چې دا به د ځان وژنې په څیر وي،» او یادونه یې وکړه چې، د القاعدې نورې تړلې ډلې به احتمالا د حراس الدین لاره تعقیب کړي او منحل به شي.
غیر اسلامي عملونه
په القاعدې پورې تړلې ډله حراس الدین په قتل، وژنو، زور زیاتي او ترهګریزو بریدونو تورنه ده.
په داسې حال کې چې دې ډلې ځان د یوه اسلامپال غورځنګ په توګه معرفي کاوه، خو شنونکي او ديني عالمان يې کړنې د اسلامي ارزښتونو او اصولو خلاف بولي.
په هرات کې مېشت سیاسي شنونکي جواد انیس سلام ټایمز ته وویل، «له کلونو راهیسې، د القاعدې تروریستي فعالیتونو له اسلام سره هیڅ تړاو نه درلود،»
هغه وویل، «د دې ډلې مشرانو یواځې د خپلو ګټو او هدفونو د پرمخ بوولو لپاره بې ګناه خلک وژلي دي. ډېرو غړو وروسته له هغه القاعده پرېښودله چې پوه شول چې کړنې یې د اسلام پر ضد دي.»
انیس وویل، «ترهګرو ډلو لکه القاعدې له اوږدې مودې راهیسې ځوانان د استخدام لپاره په نښه کړي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې نا لوستي او یا له مالي پلوه له ستونزو سره مخ دي.»
هغه وویل، «د دې ډلو مشرانو د خپلو ګټو لپاره له ځوانانو څخه کار اخیستی او هغوی یې ګمراه کړي دي، او په دې پروسه کې یې ډیرې پیسې ترلاسه کړي دي.»
القاعده په سوریه کې وروسته له هغه له منځه وېوړل شوه چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ائتلاف په بریدونو کې د ډېرو مشرانو په وژل کېدلو سره دغه شبکه ویجاړه شوه.