امنیت

متحده ایالات په سوریه کې د القاعدې ملګري حراس الدین باندې په برید سره د شبکې پر ضد جګړې ته دوام ورکوي

د عمر راپور

د حراس الدین د لوړ پوړي چارواکي محمد صلاح الزبیر موټر دلته د سلواغې د ۱۱مې په شپه د سوریې په ادلیب ولایت کې د ډرون له برید څخه وروسته لیدل کیږي. [د سوریې ملکي دفاع]

د حراس الدین د لوړ پوړي چارواکي محمد صلاح الزبیر موټر دلته د سلواغې د ۱۱مې په شپه د سوریې په ادلیب ولایت کې د ډرون له برید څخه وروسته لیدل کیږي. [د سوریې ملکي دفاع]

کابل -- د متحده ایالاتو پوځ وویل چې د سلواغې په ۲۷مه په شمال لویدیځه سوریه کې د متحده ایالاتو یوه دقیق هوايي برید د القاعدې سره تړلي حراس الدین د مالي او لوجستیکي چارو یو لوړپوړی چارواکی وواژه.

د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ وویل چې دا برید د متحده ایالاتو او د هغه د ملګرو د هڅو یوه برخه ده چې غواړي «د ترهګرو له خوا د بریدونو پلانولو، تنظیمولو او ترسره کولو هڅې ګډې وډې او کمزورې کړي،»

د حراس الدین د قوماندې جوړښت د متحده ایالاتو د پرله پسې بریدونو له لارې چې د هغې مشران او فعالان چې په خوندي ځایونو کې پټ‌ شوي دي، په نښه کولو سره ډېر زیات کمزوری شوی دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې په وینا، د سلواغې په ۱۱مه، د سوریې په ادلیب ولایت کې د امریکا په هوايي برید کې د حراس الدین لوړ پوړی فعال محمد صلاح الزبیر د هغه د موټر په نښه کولو له لارې ووژل شو.

د تلې په ۳مه د سوریې په شمال لویدیځ کې د متحده ایالاتو په یوه برید کې د حراس الدین نهه غړي ووژل شول، چې لوړ پوړی مشر مروان بسام عبدالرؤف، چې د سوریې څخه د پوځي عملیاتو د څارنې مسؤل و، هم ووژل شو.

د زمري میاشتې په یوه برید کې د حراس الدین شورا غړی ابو عبدالرحمن المکي، چې په ټوله سوریه کې یې ترهګریز عملیات رهبري کول، له منځه وېوړل شو.

حراس الدین، چې د سلواغې په ۳۰مه یې سر راپورته کړ، په ۱۳۹۸ لمریز کې د متحده ایالاتو له خوا ترهګر سازمان ونومول شو.

د سلواغې په لومړیو کې، حراس الدین «د القاعدې د عمومي قوماندې» د پریکړې پراساس خپل منحلېدل اعلان کړل، چې دا په ګوته کوي چې دا پریکړه په سوریه کې «د پرمختګونو په رڼا کې» شوې ده.

ځینو دې ته د یوې سیسې په سترګه کتل چې دې ډلې ته اجازه ورکړي چې له نويو سوریایي ځواکونو سره یوځای شي.

فشار زیاتیږي

امریکایي ځواکونو د ۱۴۰۱ د چنګاښ په میاشت کې په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په وژلو سره القاعدې ته یو سخت ګوزار ورکړ. دوی په مختلفو هیوادونو کې د القاعدې او د هغې د ملګرو تعقیب ته دوام ورکړی دی.

په هرات کې میشت سیاسي شنونکي محمد ناصر هروي سلام ټایمز ته وویل، «په وروستیو کلونو کې د متحده ایالاتو عملیاتو القاعده ګوډه کړې ده،»

هغه وویل،‌ «د هغې ډېری مشران وژل شوي، او اوس هیڅوک د هغې د مشرتابه د اخیستلو جرئت نه کوي. هر هغه څوک چې د دغې ډلې قومانده پرغاړه واخلي د هغې د پخوانیو مشرانو په څېر به له منځه وېوړل شي.»

هروي وویل،‌ د الظواهري له مړینې راهیسې فشار زیات شوی، ځکه چې امریکایي ځواکونه په سیستماتیک ډول د شبکې اصلي جوړښت له منځه وړي او پاتې فعالان یې پټېدلو ته مجبوروي.

هغه زیاته کړه،‌ «د دې ترهګرې ډلې مهم شخصیتونه په مختلفو هیوادونو کې یو په بل پسې اېستل شوي دي. د القاعدې پر وړاندې جګړه خورا بریالۍ وه او د هغې د بیا راژوندي کېدلو مخه یې نیولې ده.»

په هرات کې مېشت سیاسي شنونکي عبدالقادر کامل سلام ټایمز ته وویل، «د القاعدې کمزوري کول نه یوازې د متحده ایالاتو په ګټه دي بلکې ټول بشریت ته ګټه ور رسوي،»

هغه وویل، «د القاعدې د پوره له منځه وړلو لپاره، په کار ده چې په مختلفو هیوادونو کې د هغې په مشرانو باندې پوځي فشار وساتل شي،»

کامل وویل،‌ «دا ترهګره شبکه د نړۍ وال امنیت لپاره یو ګواښ دی، او د هغې د بیا راپورته کېدلو مخنیوی په ټوله نړۍ کې د خوندیتوب ډاډمنولو لپاره ضروري دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500