په افغانستان کې د القاعدې د تاریخي ځواکمن مرکز په سقوط، په منځني ختیځ کې د دې ډلې د ملاتړ په کمېدلو او په پرله پسې توګه د مشرانو په وژل کېدلو سره،دغې افراطي ډلې د خپلې بقا او مشروعیت لپاره خپلو افریقایي ملګرو ته سترګې نیولې دي.
د ۱۴۰۲ لمریز د وږي په میاشت کې د متحده ایالاتو د خپرو شویو استخباراتي راپورونو په اساس، دې ډلې په افغانستان کې د خپل حضور د ساتلو لپاره هڅې کړې، خو اوس یې دغلته «شاوخوا لس تنه مهم غړي پاتې دي او له تاریخي پلوه تر ټولو ټیټه نقطه» کې فعالیت کوي.
په واشنګټن پوسټ کې د یوه خپاره شوي تحلیل په اساس، په دې کې د ډلې د مشرتابه، یووالي، د جز او تام د ژمنتیا او د ځایي سیمې د له لاسه ورکولو په هکله توضیحات وړاندې شوي، او «د القاعدې لپاره د مړینې» په توګه شمېرل کیږي.
په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د دې ډلې شتون اوس د عملیاتي اډې په پرتله «د القاعدې د مشرانو لپاره یوه پالنځي» ته ورته دی.
د مشرتابه تشې دا ډله نوره هم کمزورې کړې ده.
په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري په استوګنځي باندې د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د هغه له مړینې څخه وروسته، دا ډله په رسمي ډول د خپل ځای ناستي په نومولو کې پاتې راغلې ده.
په داسې حال کې چې سیف العدل د عملي مشر په توګه راڅرګند شوی، په ایران کې د هغه استوګنځي د ډلې دننه او بهر جنجالونه راپورته کړي دي، او دا روښانه نه ده چې هغه څومره نفوذ یا واک لري.
په منځني ختیځ کې سقوط
د ای اېف پي د راپور په اساس، القاعدې وروستۍ ضربه د مرغومي په میاشت کې هغه وخت ولیدله چې په سوریه کې یې ملګرې ډلې، حراس الدین، د القاعدې د «عمومي قوماندې» له اوامرو څخه وروسته خپل انحلال اعلان کړ.
د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې په وینا، حراس الدین د القاعدې پخواني ملګري تحریرالشام سره له شخړې څخه د مخنیوي لپاره منحل شو. تحریرالشام په ۱۳۹۵ کال کې له دې ډلې څخه جلا شو او اوس یې په سوریه کې د ټولو وسله والو ډلو د منحل کېدلو غوښتنه کړې ده.
د متحده ایالاتو بریدونو په سوریه کې د حراس الدین مشرتابه له منځه وړې ده. د مرغومي په میاشت کې یې لوړ پوړی چارواکی محمد صلاح الزبیر، د وږي په میاشت کې مروان بسام عبدالرؤف او د زمري په میاشت کې ابو عبدالرحمن المکي ور ووژل.
د القاعدې یو پخوانی غړی چې له دې ډلې څخه جلا شوی و، د ډلې د کمزوري حالت په اړه مالومات وړاندې کړل.
له دغې ډلې څخه جلا شوي غړي په ۱۴۰۲ کې الشرق الاوسط ته وویل، «القاعدې د خپلو شبکو سره د اړیکو وړتیا، د نویو شبکو جوړولو لپاره د کسانو د قاچاق، په لیرې پرتو هیوادونو کې د غړو د استخدام، او هلته د هغوی د تمویل وړتیاوې له لاسه ورکړي دي.»
دې کس وویل، «د القاعدې څانګې له سیمه ایزو ستونزو سره لاس او ګریوان دي،» او زیاته یې کړه چې «په یمن کې القاعده خورا ډیرې ستونزې لري او په سختۍ سره په یمن کې کار تنظیمولی شي او اوس یې اندیښنه بقا ده.»
دغه حالت القاعده دې ته مجبوره کړې چې حتی په سومالیا او ساحل کې د الشباب او جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (جی اېن آی اېم) په ګډون تاوتریخوالی ترسره کوونکیو افراطي ډلو ته سترګې ونیسي او په دې توګه خپل شهرت او بقا یقیني کړي.
د استخباراتي ارزونو له مخې، په افغانستان - پاکستان کې له خپل پخواني مرکز څخه لیرې، د القاعدې ډیر تاوتریخوالی ترسره کوونکي افریقایي ملګري اوس هڅه کوي چې د ډلې کمزوري شوي اساس ته مشروعیت ورکړي.
تبصرې برابرول له موږ سره د ویب پاڼې په ښه والي کې مرسته کوي او د لوستونکو لپاره يو فورم رامنځته کوي. موږ هيله لرو چې تاسو به د تبصرو په اړه زمونږ پاليسۍ تعقيبوۍ. ستاسې له خوا نظرونه سپارل دا څرګندوي چې د دغه پالیسۍ سره موافق یاست. موږ د یو لړ پراخو موضوعګانو په اړه بحث هڅوو؛ مهرباني وکړئ دا په یاد ولرئ چې خپاره شوي تبصرې د هغه کسانو نظرونه او مفکورې څرګندوي کومو چې دغه تبصرې سپارلې دي. کومې مفکورې، نظرونه یا فکرونه چې په دغو تبصرو کې څرګند شوي دي، مونږ د دې سره موافقه نه لرو او نه یې تل تصديق کوو خو موږ تاسو ته يو فورم وړاندې کوو چې ستاسو او د لوستونکو د خوښې په موضوعاتو بحث وکړی شې.
ځواب ورکړئ2 تبصره
اصلا دا لیکنه چي تاسو کړي ددی اپ سره اړخ نه لګوي
ځواب ورکړئ2 تبصره