د سلواغې په لومړیو کې، په سوریه کې د القاعدې اړوند حراس الدین ډلې له خوا د خپل ځان د انحلال په هکله د اعلان له امله د هېواد په ځینو برخو کې چې خلک د بیا رغونې د هڅو لپاره نوې هیله څرګندوي، په امنیتي وضعیت کې ښه والی راوست.
حراس الدین، په ۱۳۹۷ لمریز کې له خپل جوړښت راهیسې، د څو کلنو متشنجو عملیاتو له لارې د افراطي ایډیالوژي پر حفظ متمرکزه وه، خو دوامدار نړۍ وال فشار او هدفمندو بریدونه بالاخره د دې کال په پیل کې د هغه منحل کېدلو ته لاره جوړه کړله.
شنونکو سلام ټایمز ته وویل، د سوریې په ادلیب او حلب ولایتونو کې چې یادې ډلې په کې خپل حضور ټینګ کړی و، او هدفي بریدونه او بمي بریدونه په کې کم شوي دي، اغېز سملاسي او ژور دی.
په هسپانیه کې مېشت د سیمه ایزو څېړنو شنونکي عبدالخلیل مصطفوي وویل، د حراس الدین د مشرانو په نښه کولو لپاره د امریکا بې پیلوټه الوتکو بریدونو د دې ډلې د مشرتابه او عملیاتي همغږۍ د ګډوډولو له امله د دې ډلې په سقوط کې پرېکنده رول ولوباوه.
هغه سلام ټایمز ته وویل، د حراس الدین د پوځي مشر محمد یوسف ضیاء طلای وژنې «د ډلې د قوماندې جوړښت سقوط کړ او ویې ښودله چې متحده ایالات هوډ لري چې حتی د القاعدې ملګري پرته له کوم ځنډ څخه له منځه وېسي،»
مصطفوي وویل، د فشار دوامدار کمپاین اغېزمن ثابت شو، امریکایي او د متحدینو ځواکونو لوړ پوړي قوماندانان په هوایی بریدونو سره په نښه کړل او په ورته وخت کې سیمه ایز حکومتونه قوي سیاسي او امنیتي فشارونه پلي کوي.
یوه اغېزمنه ستراتیژي
په ترکیه کې مېشت سیاسي شنونکيعبدالواسع نیازي وویل، د حراس الدین منحل کېدل په نړۍ واله کچه د القاعدې زیاتیدونکي سازماني کمزورتیا نښه کوي.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا د القاعدې غړو او ملاتړو ته یو پیغام دی چې حتی په هغو سیمو کې چې هغوی په کې نسبي کنټرول لري، هغوی له سیمه ایز ملاتړ او همغږۍ پرته بې ثباته دي،»
په پاریس کې مېشت د ترهګرۍ د چارو شنونکي یعقوب حسیني وویل، «د حراس الدین انزوا د هغې له سقوط سره د پام وړ مرسته وکړه،»
هغه وویل، دا ډله هېڅکله په بریالیتوب سره د تحریر الشام په څېر لویو جوړښتونو کې مدغم نشوه ځکه چې تر منځ یې ایډیالوژیک توپیرونه او د سیمه ایز ملاتړ لپاره سیالي وه.
هغه یادونه وکړه چې، «د حراس الدین د مشرتابه او کلیدي غړو په نښه کولو لپاره د متحده ایالاتو هڅې د ډلې په سقوط کې پرېکنده رول لوبولی دی. پاتې غړو د هدف ګرځېدلو له وېرې له عامه فعالیت څخه ډډه وکړه.»
د شنونکو په وینا، د دغې ډلې سقوط د ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ په توګه د دقیق هدف ګرځولو اغېزمنتوب په ګوته کوي.
هغوی وویل، دا چلند ترهګرې ډلې کمزورې کوي پرته له دې چې ځمکنۍ مداخلې ته اړتیا ولري، سازمانونه دې ته اړ باسي چې تمرکز له پراختیا څخه یوازې بقا او بالاخره د حراس الدین په څېر منحل کېدا ته واړوي.
نیازي وویل، «د دې ډلې له ړنګېدلو سره، نړۍ د یوې داسې ادارې د مخ په زیاتیدونکې کمزورۍ شاهده ده چې یو وخت د نړۍ وال امنیت لپاره لومړی لمبر ګواښ و.»