شنونکو سلام ټایمز ته وویل، حراس الدین، چې د القاعدې سوریایي ملګری دی، د ایډیالوژۍ پر ځای د ځان ساتنې لاره غوره کړه، او د روان کال په پیل کې وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو په هوایي بریدونو کې یې مشرتابه له منځه لاړه او پخوانیو متحدینو یې د افراطيت اجنډا رد کړه، منحل شو.
دغې ډلې د بشارالاسد رژیم له ړنګېدلو څخه وروسته، د سلواغې په ۹مه، په سوریه کې تحولونو ته په اشارې سره، خپل انحلال اعلان کړ، او دا پرېکړه یې د القاعدې د مشرتابه د لارښوونې په توګه وړاندې کړه.
خو د ای اېف پي د راپور په اساس، د دې اعلان تر شا چې خبر یې په لوړه سویه خپور نشو، د متحده ایالاتو په مشرۍ ائتلاف د میاشتو اوږده ویجاړونکي بریدونه هم وو چې په منظم ډول یې د ګڼ شمېر فعالانو تر څنګ لوړپوړي مشران لکه مروان بسام عبدالرؤف او ابو عبدالرحمن المکي له منځه وېوړل.
حراس الدین چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې له القاعدې څخه د تحریر الشام د جلا کېدلو د مخالفو سخت دریځو له خوا جوړ شو، سخت فکرې ایډیالوژۍ او د نه جوړجاړي موقف یې بالاخره پخواني متحدین چې یو وخت یې شریکه لاره تعقیبوله، هم له ځان نه لیرې کړل.
په کابل کې مېشت د پوځي چارو شنونکي عین الدین کاکړ وویل، «حراس الدین په سوریه کې د القاعدې د شتون په ساتلو کې مهم رول ولوباوه،»
هغه وویل، «په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان په څېر سیمو کې د القاعدې نفوذ کم شو، حراس الدین سوریه په یو له هغو څو پاتې سیمو باندې بدله کړه چیرې چې شبکه کولای شوای خپل ځواک وښيي او جنګیالي استخدام کړي.»
کاکړ وویل، د دغه ځواک چې یو وخت یې شمېر ۲۵۰۰ کسانو ته رسېده، منحل کېدلو د استخدام مهمې شبکې او مالي چینلونه چې د القاعدې سیمه ییز عملیات یې دوامدار ساتلي وو، پرې کړي دي.
ایډیالوژیک سقوط
د حراس الدین تسلیمۍ د هغوی ریښتینی لومړیتوب - د ایډیالوژۍ په پرتله ځان ساتنه - څرګند کړ، ځکه چې دې ډلې هڅه کوله ځان د متحده ایالاتو او سیمه ایزو نظامي فشارونو څخه پټ کړي.
شنونکو سلام ټایمز ته وویل،دې پریکړې د القاعدې د نه ماتیدونکي ژمنتیا انځور ته جدي ضربه ورکړه.
په هرات کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي زمري طاهري وویل، اغېزې یې په پخوانیو مرکزونو کې په چټکۍ سره احساس شوې، امنیت ښه شوی او په ښوونځیو او مذهبي ادارو کې د بنسټپالو نفوذ کم شوی، او زیاته یې کړه چې، «حراس الدین له منځه وړل په سیمه کې نورو ترهګرو ډلو ته یو قوي پیغام ورکوي.»
هغه زیاته کړه چې د متحده ایالاتو او سیمه ییزو ځواکونو دوامدار فشار کولای شي په بل ځای کې ورته پایلې ولري، او ویې ویل، «دې هڅو بې له شکه په سیمه کې د ترهګرۍ په کمېدلو کې مرسته کړې ده.»
د وحشت لاره
په بادغیس کې مېشت دیني عالم مولوي سید ګل احمدي وویل، د القاعدې نظریه نه یواځې غیر اسلامي، بلکې په بشپړ ډول د اسلام ضد ده.
احمدي سلام ټایمز ته وویل، «د القاعدې د ایډیالوژۍ له مخې، هر هغه مسلمان چې د هغوی په عقیده نه وي کافر ګڼل کیږي چې مرګ یې روا بولي. دا دریځ په مستقیم ډول د اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې دی.»
هغه زیاته کړه، «په څو اسلامي هېوادونو کې د القاعدې بې توپیره بریدونه د زرګونو خلکو د مرګ لامل شوي دي،»
د سیمه ییزو او نړۍ والو رسنیو په وینا، یواځې په تېر زمري کې، د القاعدې د لوېدیزې افریقا څانګې په بورکینا فاسو کې تر ۶۰۰ پورې کسان ووژل.
د دوامدار تاوتریخوالي دې بېلګې هغه ټولنې ویجاړې کړې دي چې القاعده یې د دفاع ادعا کوي او له افغانستان او منځني ختیځ څخه تر افریقا او هاخوا پورې پرتې دي.
احمدي وویل، «افراطیت او تاوتریخوالی په اسلام کې ځای نه لري. د القاعدې ټولې کړنې په وینو تویولو او وحشت کې ریښې لري.»