تروريزم

د ساحل هېوادونه د زیاتیدونکي ترهګریز ګواښ پر وړاندې مقاومت کوي

د عمران راپور

په دې عکس کې چې آنلاین خپور شوی، د بوکو حرام پخواني جنګیالي د نایجریا په ګومبي ایالت کې له بنسټپالنې څخه د خلاصون پروګرام څخه د فراغت په مراسمو کې ګډون کوي.

په دې عکس کې چې آنلاین خپور شوی، د بوکو حرام پخواني جنګیالي د نایجریا په ګومبي ایالت کې له بنسټپالنې څخه د خلاصون پروګرام څخه د فراغت په مراسمو کې ګډون کوي.

د ساحل هېوادونه د القاعدې او داعش د ملګرو پر وړاندې خپله مبارزه کې د زیاتوالي اغیزمنتوب ښیې، چې وروستۍ بریاوې یې د افریقایي سیمې د امنیت لپاره د احتمالي بدلون ټکی په ګوته کوي.

د ۲۰۲۵ کال د نړۍ وال تروریزم د شاخص له مخې، د جناو (جماعت نصرت الاسلام والمسلمین) او داعش د سیمه ایزو ملګرو په څېر ډلو تر مشرۍ لاندې ترهګریزو فعالیتونو زیاتوالي، ساحل سیمهد افراطي تاوتریخواليپه نړۍ وال مرکز باندې بدله کړې ده.‌

د نایجریا د دفاعي چارو ادارې د سلواغې په ۲۵مه وویل، د سلواغې په میاشت کې، د نایجریا ځواکونو، له ساحل څخه د خپرېدونکي تاوتریخوالي په ځواب کې له بوکو حرام سره د مبارزې په ترڅ کې، ۷۵ ترهګر ووژل، ۱۳۸ یې ونیول او ۴۶ یرغمل شوي کسان یې وژغورل.

د نایجریا د دفاع وزیر سلیفو مودي د سلواغې په ۳مه وویل، دا حرکت د مرغومي په میاشت کې د بورکینا فاسو، نایجر او مالي له خوا د ترهګرۍ ضد نوښت ملاتړ کوي چې ۵۰۰۰ داسې سرتیري په کې توظیف شوي چې ګډ هوایی، ځمکني او استخباراتي ظرفیتونه لري.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمنې محمد د سلواغې په ۲مه وویل،‌ «ساحل د نړۍ د یوه خونړي بحران د پيل ځای دی،»

هغې زیاته کړه، «د القاعدې او داعش ملګرو خپلې وژونکې ریښې د لویدیځې افریقا ساحلي هیوادونو ته خپرې کړي، چې یواځې په تېرو دوو کلونو کې له ۲۵۰٪ څخه ډېر تاوتریخوالی ښیي،»

د وسله والو شخړو د موقعیت او پیښو د معلوماتو پروژې (ای سي اېل اي ډي) په وینا، د ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو ترمنځ، جناو او داعش د بینین، نایجیر او نایجریا د پولو په اوږدو کې عملیات زیات کړل، چې دا سیمې یې د شخړو په نویو سیمو باندې بدلې کړې.

کیت ریچبرګ د لړم په میاشت کې واشنګټن پوسټ ته په یوه مقاله کې ولیکل، «په ساحل کې تاوتریخوالی ګاونډیو هیوادونو، د ولسواکو هېوادونو په ګډون، که څه هم چې ولسواکۍ یې نیمګړې هم دي، لکه نایجیریا ته خپریږي.»

په ساحل کې د حالاتو بدلون

په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ له امله سختو ځپل شويو ۱۰ هېوادونو کې، پنځه په ساحل کې موقعیت لري. حکومتونه د څارنې د زیاتولو، د سرحدي کنټرولونو د سختولو او د ترهګرو د تمویل میکانیزمونو د له منځه وړلو لپاره په متمرکزو هڅو سره غبرګون ښیې.

په کابل کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي فرهاد احساس سلام ټایمز ته وویل، «په وروستیو کلونو کې، القاعدې له سیمه ایزو ترهګرو ډلو څخه په استفادې سره په ساحل کې خپل نفوذ پراخ کړی دی،»

هغه وویل، «بلې خوا ته، داعش هم خپله چټکتیا ساتلې او د القاعدې په څېر یې د ناامنۍ اور ته د سونتوکو په برابرولو او د نظامي پرسونل او ملکي وګړو د وژلو په برخه کې رول لوبولی دی.»

د ای سي اېل اي ډي د راپور له مخې، دا پراختیا د جنګیالیو د استخدام او د قاچاقي لارو د خوندي کولو په برخه کې د ترهګرو د اړتیا له امله رامنځته کیږي.

په غور کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي محمد صدیق رادمنش وویل، «که څه هم په ساحل کې کمزورې حکومتولۍ ترهګرو ډلو ته د ودې اجازه ورکړې، د دې هیوادونو له خوا همغږې هڅې کولی شي په سیمه کې د ترهګرۍ د خپرېدلو مخه ونیسي،»

د امنیتي کارپوهانو په وینا، په داسې حال کې چې فقر او د دولت کمزورتیا د ترهګرو د استخدام لپاره د مناسبو شرایطو رامنځته کولو ته لاره هواروي، وروستۍ نظامي لاسته راوړنې او ژورې سیمه ایزې همکارۍ د ساحل هیوادونو مخ پر ودې ټینګښت منعکسوي.

هغوی وویل، د سیمه ایزو حکومتونو متحد چلند، د جګړې په ډګر کې له وروستیو بریالیتوبونو سره یوځای، د سیمې په امنیتي برخه کې احتمالي بدلون په ګوته کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟