افریقایي اتحادیې په دې وروستیو کې د سیمه ایزې همکارۍ د جلبولو لپاره یوه عاجله غوښتنه خپره کړه، او له هېوادونو څخه یې وغوښتل چې په منظم ډول سره یوځای کار وکړي څو د القاعدې او د هغې د ملګرو په څېر افراطي ډلو له خوا رامنځته شوی ګواښ له منځه وېسي.
دا اقدام یو قوي پیغام لیږي چې افریقایي هیوادونه به د الشباب، بوکو حرام او د داعش د لوېدیځې افریقا څانګې په څېر ډلو له خوا ترسره کېدونکي د ترهګرۍ روان عملونه ونه زغمي.
او دا څرګندوي چې دا ډول ډلې به له ډیرې سختې مبارزې سره مخ شي ځکه چې هېوادونه د هغوی پر وړاندې سره یو لاس کیږي.
امنیتي کارپوهانو سلام ټایمز ته وویل چې سیمه له داسې پېچلیو ننګونو سره مخامخ ده چې هېڅ یو هېواد په یواځې سر نشي کولی چې حل یې کړي، او یاده یې کړه چې یواځې همغږي اقدامات او نړۍ وال ملاتړ کولی شي په مؤثره توګه دا ګواښ له منځه وېسي.
افریقایي اتحادیې وروسته له هغه خپله غوښتنه وړاندې کړه چې القاعدې پورې تړلې جناود وري په ۲۸مه د بینن په شمال کې د نایجر او بورکینا فاسو پولې ته نږدې په یوه ملي پارک کې په پوځي پوستو کې ۵۴ سرتیري ووژل.
د افریقایي اتحادیې کمیسیون رییس محمود علي یوسف په یوه بیان کې وویل چې د مالي مېشتې ډلې «بزدلانه» برید «د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ د زیاتوالي بیړنۍ اړتیا په ګوته کوي،»
د وري له برید څخه وروسته، د بینین د حکومت ویاند ویلفرید لیاندرې هونګبیدجي وویل چې د هغه هیواد د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته د دوام قاطع هوډ لري.
هغه د بي بي سي په یوه راپور کې وویل، «موږ به تسلیم نه شو... زه تاسو ته ډاډ درکولی شم چې ژر یا وروسته، ژر یا وروسته، بری به زموږ په برخه شي.»
ډله ییزه همکاري
په فرانسه کې د سولې د مطالعاتو د مرکز د امنیتي چارو کارپوه محمد نسیم مرادي وویل، د افریقایي اتحادیې چټک غبرګون ښیي چې سیمه ییزې او نړۍ والې ټولنې د افراطي ډلو پر وړاندې مبارزه جدي ګڼي.
هغه وویل، «په ساحل کې هیوادونه دې نتیجې ته رسیدلي چې د داعش او القاعدې په څېر ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره چې د دوی د ګډو پولو په اوږدو کې فعالیت کوي، د ګډې همکارۍ پرته بله لاره نشته،»
هغه سلام ټایمز ته وویل، د بینین او توګو په څېر هیوادونه د جنوب په لوري د ترهګرۍ د خپرېدلو پر واندې د مبارزې لپاره وار له مخه ګډ امنیتي چوکاټونه لري.
په انقره کې مېشت سیاسي شنونکي محمد سرور نعمتي وویل، وضعیت د امنیتي همغږۍ غوښتنه کوي څو د ترهګرو ډلو له خوا له سرحدي کمزورتیاوو څخه د ګټې اخیستنې مخه ونیسي.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «کله چې افریقایي اتحادیه او د ساحل هېوادونه د بیړنۍ همکارۍ غوښتنه کوي، دا یواځې سیاسي غوښتنه نه ده، بلکې یوه عملي اړتیا ده،»
هغه وویل، «دا باید د مالوماتو له ساده تبادلې څخه اخوا لاړ شي او د نظامي او امنیتي عملیاتو په ورځنۍ همغږۍ باندې بدله شي.»
د مقابلې لپاره هوډمن
د وروستیو بریدونو لړۍ د ګډو هڅو اړتیا په ګوته کوي.
اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی چې جناو د غوایي په ۲۱مه د شمالي بورکینا فاسو په یوه پوځي اډه او جیبو ښار کې د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست چې له ۱۰۰ څخه زیات کسان یې، چې ډېری یې سرتیري ول، ووژل.
د بښنې نړیوال سازمان او نورو سرچینو په وینا، د مرغومي په میاشت کې، وسله والو بریدګرو د نایجیریا په شمال ختیځ بورنو ایالت کې لږترلږه ۴۰ بزګران ووژل.
د ایالت والي باباګانا عمرا زولوم او د مالوماتو کمیشنر عثمان تار وویل چې برید احتمالاً د بوکو حرام او داعش-لویدیځې افریقا څانګې له خوا ترسره شوی وي.
د ۱۴۰۳ د غبرګولي په میاشت کې، جناو د نایجر سره پولې ته نږدې په مانسیلا سیمه کې له ۱۰۰ څخه ډېر د بورکینا فاسو سرتیري ووژل. او د وري په میاشت کې، هغوی موردیه ته نږدې د مالي په پوځي کمپ کې یو ځانمرګی موټر بم برید او یرغل ترسره کړ، چې ۳۰ کسان یې ووژل.