القاعدې پورې تړلی جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (جناو) په وروستیو میاشتو کې په چټکۍ سره په لوېدیځه افریقا کې پراخ شوی، د بورکینا فاسو او مالي لوی ښارونه یې نیولي، او په بینین کې یې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې وژونکي بریدونه پیل کړي دي.
د واشنګټن پوسټ د تحقیقاتي راپور له مخې، د اټکل له مخې جناو د ۶۰۰۰ جنګیالیو په درلودلو سره په کرارۍ په سیمه کې په تر ټولو ډیر په وسلو سمبال افراطي ځواک باندې اوښتی دی.
د غوایي په میاشت کې د دې ډلې مخ پر ودې وحشت هغه وخت زیات شو چې په بورکینا فاسو کې په یوه برید کې د امنیتي منسوبینو، مرستندویو کارمندانو او ملکي وګړو په ګډون له ۱۰۰ څخه ډېر خلک ووژل شول.
په تېر کال کې یواځې په څلورو لویو بریدونو کې، دې ډلې په مالي، بورکینا فاسو او بینین کې د ۶۰۰ ملکي وګړو په ګډون نږدې ۱۰۰۰ کسان ووژل.
په کابل کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي محمد کاظم حسیني سلام ټایمز ته وویل چې د دې ډلې وده د «واک خلا، اقتصادي بحران او فرقه ییز تاوتریخوالي» څخه سرچینه اخلي چې د ساحل هېوادونه ترې متضرریږي.
هغه وویل، په څو لوېدیځو افریقایي هېوادونو کې پوځي کودتاګانو حکومتونه کمزوري کړي دي، داسې شرایط یې رامنځته کړي چې القاعدې د خپل ځواک د پراخولو لپاره ترې ګټه پورته کړې ده.
د افریقا ساحل سیمه د نړیوال تروریزم مرکز ګرځېدلی، چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د تروریزم د نړۍ وال شاخص له مخې، د لومړي ځل لپاره په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ اړوندو ټولو وژنو له نیمایي څخه ډېر هلته پیښیږي.
هغه راپور چې د وري په میاشت کې د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ له خوا خپور شو، په ډاګه کړه چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د نړۍ د ترهګرۍ اړوند ۵۱٪ مړینې - له ۷،۵۵۵ څخه ۳،۸۸۵ د ساحل په سیمه کې پېښې شوي دي.
تاوتریخوالی او وېره
جناو چې په ۱۳۹۶ لمریز کې په مالي کې د القاعدې سره تړلو څلورو ډلو له یوځای کېدو څخه جوړ شو، تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د اسلامي قانون خپل سخت تعبیر پلي کړی دی.
په هرات کې مېشت د بشري حقونو فعال عبدالکریم دانا وویل، القاعده «د خپلې ترهګریزې اجنډا د پرمخ وړلو لپاره اسلام تحریفوي او له هغه څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي،»
هغه سلام ټایمز تهوویل،«خو د قتل، وژنې، تښتونې، د انسانانو او وسلو قاچاق، ګواښونو او شکنجې په ګډون د دغې ډلې هر عمل د اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دی،»
راپورونه ښیي چې د اسلامي قانون د پلي کولو په پلمه، جناو په زوره له بې وزلو ځایی خلکو څخه زکات او مالیات راټولوي، او په دې توګه تر خپل کنټرول لاندې ټولنو کې فقر زیاتوي.
حسیني وویل، دا ډله د ترهګرۍ، وژنو، تښتونو او شکنجې له لارې حکومت کوي، او د سیمې خلک یې د وحشت له امله ځورېږي.
هغه وویل، «په افریقا کې د القاعدې د ملګرو وسیلې تاوتریخوالی او وېره ده،» او زیاته یې کړه چې په ساحل کې د جناو ډېرېدونکی نفوذ به احتمالاً د لا زیاتو تاوتریخوالي او خونړیو شخړو لامل شي.
دانا وویل، د القاعدې په څېر ډلو لپاره، د خلکو مذهب مهم نه دی، ځکه چې هر هغه څوک چې د دوی مخالفت کوي له منځه وړل کیږي.
هغه یادونه وکړه چې، «د القاعدې ملګري په اکثریت مسلمان مېشتو هېوادونو کې فعالیت کوي، او د هغوی د بریدونو ډېری قربانیان مسلمان ملکي وګړي دي،»
هغه وویل، «د هغوی لپاره د انسانانو ژوند هېڅ ارزښت نه لري.»
هغه وویل، په بې وزلو افریقایي هېوادونو کې د القاعدې د جنګیالیو شتون د بې ثباتۍ، له زده کړو څخه د ماشومانو محرومیت، د فقر د زیاتوالي او د بشري بحران د ژوروالي لامل شوی دی.