تروريزم

القاعده په افریقا کې د پراختیا په لټه کې له کم وسه خلکو څخه ګټه پورته کوي

د عمر راپور

په دې عکس کې چې د کب په ۴مه آنلاین خپور شوی، د جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (جناو) مشکوک جنګیالي په مالي کې لیدل کېږي. [TRACTerrorism اېکسپاڼه]

په دې عکس کې چې د کب په ۴مه آنلاین خپور شوی، د جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (جناو) مشکوک جنګیالي په مالي کې لیدل کېږي. [TRACTerrorism اېکسپاڼه]

کابل -- د افریقا په ساحل سیمه کې د پراختیا د هڅو په لړ کې، د القاعدې ملګري د هغو خلکو د ژوند او معیشت پر وړاندې بې رحمانه چلند کوي چې دوی هڅه کوي محکوم یې کړي.

القاعده په ساحل سیمه کې د جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (جناو) په څېر ډلو له لارې، چې په مالي، نایجر او بورکینا فاسو کې فعاله ده او هڅه کوي چې خپل نفوذ جنوب ته وغځوي، فعالیت کوي.

کارپوهانو وویل، جناو هڅه کړې ترڅو په هغو سیمو کې نفوذ وکړي چې کمزورې حکومتولۍ او امنیتي ننګونې لري، او په دې توګه د خپل کنټرول پراخولو په لړ کې د سیمې خلکو ته ستونزې جوړوي او وینه تویوي.

د نړۍ وال بحران ډلې څېړونکي ابراهیم یحیی د فرانسې خبري اژانس ته وویل، دا ډله په کلیوالو سیمو کې ګرځي، د تښتونې او وژنې په څېر د ډارولو تکتیکونو څخه کار اخلي چې کلیوال ووېروي او په ځنګلونو کې له کمپونو څخه په ښارونو بریدونه تنظیموي.

د کمین، ډزو، په لاس جوړو ناچاودو توکو او د ډرون څخه غورځول شويو چاودیدونکو توکو له لارې ترسره شويو بریدونو سربیره، د القاعدې ملګري حاصلات سوځوي او د ټولنې مشران تښتوي څو کلیوال مجبور کړي چې خبره یې ومني.

هغه ملکي وګړي چې له ملي اردوګانو سره د همکارۍ شک پرې کېږي، تښتول کیږي یا وژل کیږي.

جناو خپل عملیات د تښتونو، د مالونو غلا کولو او په زور له خلکو څخه د زکات اخیستلو له لارې تمویلوي، او د څنډې ته شویو ولسونو د مدافع په توګه د ځانونو په مطرح کولو سره په سیمو کې د پښې اېښودلو ځایونه مومي.

ویجاړتیا او اور

په ډاکار کې د ټیمبوکټو انسټیټیوټ رییس بکاري سامبې ای اېف پي ته وویل، «د جناو په روایت کې، اسلامي ایډیالوژۍ ته اشاره کیږي، لاکن د سیمه ایزو غوښتنو له ډولونو سره تړاو لري،»

القاعده ادعا کوي چې هغه د اسلام له دښمنانو سره جګړه کوي، خو کارپوهان وایي چې د جناو ډېری قربانیان مسلمانان دي،او د دغې ‍ډلې ترهګریز فعالیتونه د اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې دي.

په هرات کې مېشت د پوهنتون استاد احمد ضیا افضلي سلام ټایمز ته وویل، «د دې ډلې فعالیتونه د ځانمرګو بریدونو، ډله ییزو وژنو، تاوتریخوالي، افراطیت، تښتونو، وېره اچولو او ظلم کولو په شاوخوا ګرځي،»

نوموړي وویل، «په دغو کارونو کې کوم یو د اسلامي ارزښتونو او اصولو سره سمون لري؟»

هغه زیاته کړه،‌ «د القاعدې مشران له اسلام څخه د شخصي ګټې لپاره د وسیلې په توګه ګټه پورته کوي. د دوی کړنې له اسلام سره هیڅ تړاو نه لري او له ټولو اسلامي لارښوونو څخه سرغړونه کوي.»

افضلي وویل، دغه افراطي ډله اوس «د ترهګرو، مافیا ډلو، انساني قاچاقچیانو، وسلو او مخدرو توکو قاچاق وړونکو او تښتوونکو» د شبکې په بڼه کار کوي چې د بې ګناه خلکو د ژوند په بیه شخصي ګټې لټوي.

په هرات کې مېشت پوځي چارپوه عبدالحکیم عرفان وویل، «په منځني ختیځ او نورو هیوادونو کې د القاعدې کمزوري کېدل ښه خبر دی، خو په افریقا کې د هغې مخ پر ودې شتون دا وېره رامنځته کوي چې ډېر هېوادونه د جګړې او ناارامۍ له خطر سره مخامخ شي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هر ځای ته چې ور خپریږي، ویجاړتیا او اور راوړي،» هغه القاعده د «سرطان» سره پرتله کړه.

عرفان وویل، «په داسې حال کې چې افریقایي هیوادونه لا دمخه د فقر او لوږې پر وړاندې مبارزه کوي، د القاعدې شتون به یوازې د هغوی کړاوونه زیات کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ویجاړتیا او اور راوړي،» هغه القاعده د «سرطان» سره پرتله کړه.

ځواب ورکړئ