تروريزم

دیني عالمان او کارپوهان په افریقا کې د جی اېن آی اېم ترهګریز کمپاین غندي

د عمر راپور

په عکس کې چې د ۱۳۹۱ د زمري په ۱۷مه اخیستل شوی، د جی اېن آی اېم مشر ایاد اګ غالي لیدل کیږي. [روماریک اولو هین/ای اېف پي]

په عکس کې چې د ۱۳۹۱ د زمري په ۱۷مه اخیستل شوی، د جی اېن آی اېم مشر ایاد اګ غالي لیدل کیږي. [روماریک اولو هین/ای اېف پي]

کابل -- په ساحل کې د القاعدې د افریقایي ملګري جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (جی اېن آی اېم) د وحشیانه واکمنۍ په پراخېدلو سره، دیني عالمان له اسلامي اصولو سره د هغه د بنسټیز خیانت پر وړاندې خبرې کوي.

په هرات کې مېشت دیني عالم مولوي محمدالدین مؤحد سلام ټایمز ته وویل، «اسلام یو معتدل دین دی، او افراطیت پکې هیڅ ځای نه لري،»

هغه وویل، «له لسیزو راهیسې، القاعدې ځان د اسلام د مدافع په توګه ښودلی، خو بیا یې د جی اېن آی اېم په څېر ډلو له لارې، په ځانګړې توګه د بې ګناه خلکو په وژلو سره، د دین په وړاندې تر ټولو لوی خیانت کړی دی،»

جی اېن آی اېم د مالي، بورکینا فاسو او نایجر په ځینو برخو کې فعالیت کوي، او د جنوب لوري ته د بینین، توګو، عاج ساحل او ګانا سیمو ته غځېدلی دی.

د وسله والو شخړو د ځای او پیښو د معلوماتو پروژې (ای سي اېل اي ډي) په وینا، دا ډله په هدفي وژنو، تښتونو او لوړه کچه نظامي عملیاتو کې لاس لري.

د هغې ځانګړی تکتیک له لیرې څخه تاوتریخوالی جوړول دي چې د په لاس جوړو چاودیدونکو توکو، ځمکنيو ماینونو، راکټونو او هاوان څخه په کې کار اخلي.

په وروستیو میاشتو کې په مستند شويو ګڼ شمېر ملکي تلفاتو سربېره، جی اېن آی اېم ترخپل کنټرول لاندې سیمو کې د سختې حکومتولۍ سیستم پلي کړی، او د ظالمانه تنفیذ له لارې د اسلامي قانون افراطي تفسیر تحمیلوي.

د ای سي اېل اي ډي په وینا، دا ډله په سیستماتیک ډول د دولتي تاسیساتو، ښوونځیو او مخابراتي تاسیساتو په ګډون بېخبناوې ویجاړوي څو په ټوله سیمه کې کنټرول ترلاسه کړي.

په کنټرول شویو سیمو کې، جی اېن آی اېم په هغو ښارونو بندیزونه لګوي چې نه اطاعت کوونکي ګڼل کیږي.

د ملګرو ملتونو د نشه ییزو توکو او جرمونو د مخنیوي ادارې (یو اېن او ډي سي) د ۲۰۲۴ میلادي کال د راپور له مخې، دغه ډله د خپلو عملیاتو د تمویل لپاره د تېلو او وسلو قاچاق کوي، زکات راټولوي او له کاروانونو څخه مالیه اخلي.

په ملکي وګړو باندې مرګوني بریدونه

په هرات کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي عبدالرشید رسولي سلام ټایمز ته وویل، «د القاعدې موقف په افریقا کې د هغې د اړوندو ګروپونو په کارونو او عملونو کې ښه منعکس کیږي،»

هغه وویل، «القاعدې د خپل شتون په اوږدو کې، د افغانستان، عراق، سوریې او یمن په ګډون بېلابېلوهېوادونو کې د ملکي وګړو پر وړاندې د ځینو وژونکو بریدونو مسؤلیت درلود،»

هغه زیاته کړه، «القاعده د افریقا په ښکر کې د الشباب په ګډون، د نورو ترهګرو ډلو لپاره د مور په توګه کار کوي،»

د افغان مدني ټولنې فعال سید اشرف سادات چې په سوېډن کې ژوند کوي، وویل، اسلام پورې د داسې ظالمانه کړنو په تړلو سره، القاعدې د مسلمانانو په هکله نړۍ وال تصور زیانمن کړی دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «القاعده حق نه لري چې خپل فعالیتونه له اسلامي ارزښتونو سره ونښلوي،»

نوموړي وویل،‌ «القاعده یعنې د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونه،»

سادات وویل، «هغه په منځني ختیځ او افریقا کې د بې ګناه خلکو د وژنې معنی لري. هغه په افغانستان او پاکستان کې د افراطیت او ترهګریزو بریدونو معنی لري. دا د القاعدې اصلي څېره ده، او دا له اسلام سره هېڅ تړاو نه لري

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا خبره سمه ده چې د هر ظالم د ظلم مخنیوی باید وشي. زه هم د سلام ټایمز له لارې د امریکایي ولس لپاره یو پیغام لرم. هیله لرم چې دا پیغام د خلکو او د امریکا هوښیار او باخبره مشرانو ته ورسیږي. هغه پلان چې ستاسو ولسمشر د غزې لپاره وړاندې کړی، د امریکا ملي ګټو ته زیان رسوي. دا د امریکا حیثیت او مقام ته زیان رسوي. تر اوسه پورې، امریکا او امریکایانو د بشري حقونو، د ښځو او ماشومانو د حقونو، د رسنیو د ازادۍ، او دیموکراسۍ لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي، چې د ستایلو وړ دي. په اسلام کې یو اصل شته، چې وایي: که د چا سره نیکي وکړې، او هغه مننه درڅخه وکړه، دا ستا لپاره بدله ده. که هغه مننه ونکړي، بیا هم ستا عمل نه ضایع کیږي، او ثواب به ترلاسه کړې، که په دې دنیا وي او که د مرګ نه وروسته. حقیقت دا دی چې امریکا په نړۍ کې یو ځواکمن هیواد دی، چې ډېر ملتونه، لکه افغانستان، غزه، او چیچنیا، ورته اړتیا لري. دوی امریکا د امید سرچینه ګڼي، لکه یو کوچنی ورور چې د خپل مشر ورور ملاتړ ته اړتیا لري. امریکا باید د غریبو هیوادونو سره خپلې مرستې بندې نه ‌کړي. په غزه کې د خلکو سره ظم ته دوام ورکول د امریکا د حیثیت سره برابر نه ‌دي. ۴۷,۰۰۰ بې ‌ګناه انسانان په غزه کې د چرګانو په څېر وژل شوي. اوس مهال، په نړۍ کې تر ټولو لوی او قوي ځواک د امریکا په لاس کې دی. تاریخ به هېڅکله دا هېر نه ‌کړي چې په ۲۰۲۴ کال کې په غزه کې سړي، ښځې، او ماشومان ووژل شول، روغتونونه او ښوونځي بمبار شول، خو د نړۍ تر ټولو قوي هیواد یواځې ننداره کوله او هیڅ یې ونه کړل. که امریکا غوښتلای، نو د اسرائیلو ظلمونه یې په یوه ساعت کې درولی شوای.

ځواب ورکړئ

Hdhdhhd

ځواب ورکړئ

سلام زه فرید احمد فیضی ده کندهار اوسدونکی یمه

ځواب ورکړئ

موږ د کابل یو.

ځواب ورکړئ

سلام، اسلام هېڅ ډول نیمګړتیاوې نه لري. دا یو سپېڅلی دین دی. ستونزه موږ کې ده، موږ مسلمانانو فرقې او نور مفاهیم رامنځته کړي چې د دین له اصل سره تړاو نه لري. دین پخپله پاک او سپېڅلی دی.

ځواب ورکړئ