تروريزم

د پخوانیو متحدینو په لیرې کېدلو سره القاعده د انټرنټ په نړۍ کې د هېرېدلو په لوري روانه ده

د جنه المصري راپور

د القاعدې وژل شوی مشر اسامه بن لادن په یوه ویډیو کې، چې د ۱۳۹۰ د وږي په ۲۱مه یادې ډلې د رسنیو څانګې السحاب خپره کړې وه، څرګندېږي. [اېس آی ټي اي استخباراتي ګروپ/ای اېف پي]

د القاعدې وژل شوی مشر اسامه بن لادن په یوه ویډیو کې، چې د ۱۳۹۰ د وږي په ۲۱مه یادې ډلې د رسنیو څانګې السحاب خپره کړې وه، څرګندېږي. [اېس آی ټي اي استخباراتي ګروپ/ای اېف پي]

قاهره -- د افراطي ډلو د څارونکیو سیمه ایزو کارپوهانو په وینا، د القاعدې زیاتیدونکي زوال په ډیجیټل نړۍ کې منعکسه شوې، او دغلته هغه په عملي توګه له افراطي رسنیو څخه ورکه شوې ده.

دا یو پراخ بدلون په ګوته کوي، ځکه چې پخواني متحدین ځانونه د ډلې له سخت دریځې ایډیالوژۍ څخه لیرې کوي او ډېر معتدل دریځونه نیسي.

د ابن الولید د مطالعاتو او ساحوي څیړنو مرکز د رسنیو د څانګې نوي مشر مازن ذکي وویل چې هغه د مرکز له خوا د ویب پاڼو او ټولنیزو رسنیو حسابونو د څارنې له لارې په انټرنټ کې د القاعدې د حضور کمښت لیدلی دی.

هغه د سلام ټایمز ملګري وېب سایټ الفاصل ته وویل، «دا په څرګنده لیدل کیږي چې د القاعدې لپاره تقریبا هیڅ خبر یا ملاتړ نشته، یواځې هغه څه دي چې دا ډله یې پخپله کله ناکله پوسټ کوي،»

هغه وویل، «په دغو سایټونو کې د القاعدې هېڅ ډول ذکر نشته، او داسې ښکاري لکه هغه چې هېڅکله موجوده نه وه.»

پوځي کارپوه یحیی محمد علي سلام ټایمز سره تړلي الفاصل وېب سایټ ته وویل، دا بدلون د تحریر الشام په برخه کې خورا ډېر څرګند دی. دغه اتحاد د القاعدې د یوه پخواني سوریایي ملګري تر مشرۍ لاندې فعالیت کاوه چې بیا یې «له هغې څخه ځان جلا کړ او افراطي ایډیالوژي یې په عام محضر کې رد کړله،»

هغه وویل، «دا ډلې و توانېدلې چې ژوندۍ پاتې شي او واک ته ورسیږي. له القاعدې څخه په بشپړه توګه ځان لیرې کول د هغوی د بقا لپاره ضروري او مهم وو.»

د القاعدې دغه ردول دا هم په ډاګه کوي چې څنګه په ټوله سیمه کې افراطي خوځښتونه په بنسټیز ډول بدل شوي دي.

په سوریه کې زیږیدلی خبریال حسن حسن د لیندۍ په ۱۵مه د نیویارک ټایمز په یوه مقاله کې لیکلي چې دا د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې یوه «غیر متوقع پایله» ده.

افراطي ادارو «ځانونه د ملتپالو او په محلي کچه متمرکزو حرکتونو په توګه نوي کړي، چې په دې توګه نه یواځې دا چې ژوندي پاتې شوي، بلکې په نوي جیو پولیټیکل شرایطو کې یې وده هم کړې ده.»

د تحریر الشام په څېر، ځینې اوس په محلي حکومتولۍ تمرکز کوي.

اساسي بدلون

ذکي یادونه وکړه چې دا حرکتونه په زیاتیدونکي توګه د اسلامي قانون او مقدسو متونو معتدل تفسیرونه مني.

هغه وویل، هغوی د خپلو پخوانیو افراطي دریځونو بیا ارزونه کوي، او په دې پوهیږي چې اعتدال د پرمختګ لاره ده.

دا تکامل د حکومتولۍ په اړه د القاعدې د نه بدلیدونکي دریځ او د هغې له هغه تمایل سره په ټکر کې دی چې که مسلمانان د هغې سخت دریځې ایډیالوژۍ ته غاړه کېنږدي، هغوی په ارتداد تورنوي، او دا هغه عوامل دي چې د هغې په انزوا کې مرسته کوي.

ذکي وویل، «القاعده په یوه ناڅرګند حالت کې پاتې ده، ځکه چې هغه د افراطي افکارو پالنې ته دوام ورکوي،»

هغه زیاته کړه، د دغې ډلې اصول او افراطي روایات د پخوانۍ دورې په اثارو بدل شوي دي، او هغه تر خپلې قوماندې لاندې خلکو ته په الهام ورکولو کې پاتې راغلې ده.

د القاعدې دا هڅې چې پخوانیو متحدینو ته په غیر مستقیم ډول د پیغام رسولو له لارې د بیا تړاو ترلاسه کولو هڅه کوي، هم د دې ډلې له ډیجیټل او ایډیالوژیکي انزوا سره د هغې له زوال څخه ډېر څه ته اشاره کوي.

د سعودي د اسلامي چارو پخواني مرستیال وزیر توفیق بن عبدالعزیز السدیري وویل، افراطي ډلې ګوري چې «د القاعدې له دریځ څخه ځان لیرې کول ممکن د هغوی بقا اوږده او هغوی له نړۍ وال تبعیض څخه خوندي کړي،»

دا محاسبه القاعده د هغې له افراطي ایډیالوژۍ سره یوازې پریږدي، هغه ایډیالوژي چې د هغې له خوا یو وخت الهام اخیستونکیو خوځښتونو پرېښې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نه

ځواب ورکړئ