شنونکو وویل، که څه هم چې القاعده له داخل څخه له زیاتېدونکي فشار سره مخامخ ده، دوامدار پوځي فشار او د شبکې د مهمو مشرانو هدفي وژنو د ډلې مرکزي قومانده په مؤثره توګه له منځه وړې ده.
په بلخ کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي محمد نعیم فاضل سلام ټایمز ته وویل، د القاعدې ځینو ملګرو د متحدو ایالاتو په مشرۍ نړۍ وال ائتلاف د دوامدار فشار له امله، په ځانګړې توګه په سوریه کې خپله لاره بدله کړې ده.
هغه وویل، په ۱۳۹۵ لمریز کال کې، النصره جبهه خپل نوم بدل کړ او اعلان یې وکړ چې له القاعدې سره اړیکې پرې کوي. دې ډلې چې یو وخت په سوریه کې د القاعدې تر ټولو پیاوړې څانګه وه، د تحریر الشام اتحاد کلیدي برخه جوړه کړه.
نوموړي وویل، له القاعدې څخه په فعاله توګه د ځان لیرې کولو پرېکړه د کورني او نړۍ وال مشروعیت ترلاسه کولو لپاره یوه هڅه وه، او یادونه یې وکړه چې له هغه وخت راهیسې یې په سوریه کې ځواک پیاوړی کړی دی.
فاضل وویل، دا ښیي چې د القاعدې د افراطي ایډیالوژۍ پرېښودل دې ته لاره جوړوي چې دا ډول ډلې «د بهرنيو لوبغاړو او سیمه ایزو ټولنو لپاره د منلو وړ وګرځي،»
له ډېرې راډیکال ایډیالوژۍ څخه د ملګرو په لیرې کېدلو سره، د القاعدې ټول تشکیلاتي جوړښت خراب او سره جلا کېږي.
ژورېدونکو داخلي اختلافاتو د ملګرو ترمنځ اړیکې پرې کړې، او هغه شبکه یې چې یو وخت ډېره سره همغږې وه د نیمه خپلواکو، ډیری وخت سیالي کوونکو ډلو په یوه بې بنسټه ټولګه باندې بدله کړې چې سیمه ایزه اجنډا تعقیبوي.
فاضل وویل، «د سوریې، یمن او افریقا په ګډون د مختلفو څانګو ترمنځ ایډیالوژیکو او تاکتیکي اختلافاتو د ډلې عمومي کمزورتیا ته وده ورکړې ده،»
نظرياتي انحراف
شنونکي وايي، د القاعدې عام پیغام اوس د نړۍ وال افراطي کمپاین پرځای په سیمه ایزو شکایتونو او هیلو ټینګار کوي.
په کابل کې د پوهنتون استاد خلیل احمد حدید سلام ټایمز ته وویل، «دا بدلون د القاعدې د مشرانو ترمنځ دا په ګوته کوي چې ایډیالوژیکه سخت دریځي د زغملو وړ نه ده او په زیاتیدونکي توګه د هغې جوړښت خرابوي،»
هغه وویل، القاعدې له خپلې اصلي عقیدې څخه د پام وړ انحراف کړی دی، ځکه چې د هغې ډیری سخت دریځه غړي له منځه وړل شوي، چې دا حالت د دغې ډلې دودیز ترتیب کمزوری کوي.
په ورته وخت کې، د ایاد آګ غالي په څېر القاعدې سره تړلي شخصیتونه ښيي چې څنګه د عقیدې پرځای فرصت غوښتنه اکثر دغه ډول ګروپونه هڅوي.
په مالي کې پخواني شرابخور او د موسیقۍ مینه وال یاغي وروسته د جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (جناو) د مشر په توګه سخته اسلامي واکمني نافذه کړه.
حدید وویل، په داسې حال کې چې جناو خپل سخت دریځه موقف پرځای ساتي، په تاوتریخوالي او شوکه کې ښکیل دي، د القاعدې نور ملګري د سیاسي واقعیتونو او بدلون له تکتیکونو سره خپل ځانونه جوړوي.
لاکن امنیتي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د اعتدال په لور دا ښکاره بدلون ممکن یواځې تاکتیکي وي، او یادونه کوي چې د نومونو بدلول کېدی شي داسې یوه ستراتیژیکه ستر او اخفا وي چې د اعتدال په څېر اوږدمهاله افراطي هدفونه پټوي.
![ایاد اګ غالي، چې اوس د القاعدې سره تړلی جماعت نصرت الاسلام والمسلمین مشري کوي، د ۱۳۹۱ د زمري په ۱۷مه د شمالي مالي په کیدال هوایی ډګر کې لیدل کیږي. [روماریک اولو هین/ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2025/04/04/49850-jnim-iyad-ghali-585_329.jpg)
په حقيقت کې، القاعده نور له منځه تللې. اوس مهال په نړۍ کې دوه ترهګرې ډلې او دوه ترهګر دولتونه شتون لري چې نړېواله ټولنه باید د دوی پر وړاندې جدي عمل وکړي. له دې ډلې څخه یوه ترهګره ډله داعش ده، چې لومړی په عراق کې رامنځته شوه. که څه هم د سلام ټایمز او نورو رسنیو په وینا، دغه ډله په عراق او سوریه کې له منځه وړل شوې، مګر د پاکستان د بلوچستان په څېر سیمو کې لا اوس هم شتون لري او د سیمه ایزو استخباراتي ادارو لخوا ترینه ملاتړ کیږي ترڅو د افغانستان په ځینو برخو او د پاکستاني حکومت تر کنټرول لاندې پښتون میشتو سیمو کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي. ما دا خبره په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتونپالو پوځ د یوې لوړ پوړې ښځینه فعالې له خولې په یوه ویډیو کې واورېده. دوهمه ډله د حماس په نوم ده، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشت کې یې د اسراییلي حکومت تر ولکې لاندې سیمه کې په یهودي ملکي نارینه وو او ښځو برید وکړ، یو شمیر یې ووژل او ځینې یې یرغمل کړل. حتی چې هغوی صرف ملکي وګړي وو او هلته د مراسمو د ترسره کولو لپاره را غونډ شوي وه او په هېڅ وسله وال فعالیت کې ښکیل نه وو. د دې ترڅنګ، په نړۍ کې دوه ترهګر دولتونه موجود دي. یو یې پاکستان دی چې له پنځو لسیزو راهیسې په افغانستان، کشمیر، هند، بلوچستان او د نړۍ په نورو برخو کې د جهاد په نوم جګړه کوي. بل یې صهیونست دولت دی چې په تېر یو نیم کال کې یې په غزه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون له څلوېښتو زرو څخه زیات بې ګناه خلک وژلي دي او ظلمونه یې لاهم روان دي. نړېواله ټولنه باید ژر تر ژره د دواړو ترهګرو ډلو او د دې ترهګرو دولتونو پر وړاندې اقدام وکړي ترڅو په راتلونکي کې د خلکو د وژنې او قتل مخه ونیول شي. که نه نو د خلکو د قتل او قتال لړۍ به همداسې دوام ومومي.
ځواب ورکړئ6 تبصره
دا یو تروریستي ډله ده. له نوم څخه یې په ډاکه ده.
ځواب ورکړئ6 تبصره
ډیر ښه
ځواب ورکړئ6 تبصره
ډیر عالي
ځواب ورکړئ6 تبصره
په دې اړه زما نظردا دی چې د القاعدې پر اصلي جوږښت باندې پوځي فشار دغه سازمان کمزوری کړی دی. ځینو ملګرو یې د ځان د بقا لپاره د دې ډلې بنسټپاله ایډیالوژي پریښې ده. دا بدلون کولی شي د القاعدې اصلي هویت او اهداف اغیزمن کړي، او د نویو ډلو او ایتلافونو د رامنځته کیدو لامل شي. دا وضعیت به نه یواځې نړېوال امنیت ته زیان ورسوي، بلکې نوې ننګونې به هم رامنځته کړي.
ځواب ورکړئ6 تبصره
القایده پشپړه اسلامی ډله ده هر څه دوروغ دی
ځواب ورکړئ6 تبصره